محمدابراهیم ګران

زه له زېږېدو سره سم جنت ته لاړم، دنیا په ګناهونو ککړه وه هغې ته په ورتلو سم له لاسه د سیزنۍ په تارونو وتړل شوم، په یوه سپینه ټوټه کې ونغښتل شوم.

خپل خپلوان مې خوشحاله ؤ، نڅاوې وې او د ډزو کرغېړن غږونه ؤ. دې ګنهګارو په خوښیو کې د پسونو سرونه پرېکړل، په جوشو اوبو یې سزا ورکړه، د غوښو دېګونه یې د اور په عذاب وخوټول، د بدن په ټوټو یې مالګې ور ودوړولې، د کلي خلکو ته یې غونډۍ غونډۍ غوښې په مخ کې واچولې، ښځو نڅاوې کولې او د پخوانیو ذبح شویو په پوستکو یې چمبې ټکولې.

زه د جنت په لمن کې بې خبره وم، مینه زیاته وه، درد او غم نه ؤ، د شیدو ویالې وې، د مهربانۍ لاسونه به را باندي کشېدل، هر چا به چې په غېږ کې اخیستم حورې یا به غلمان ول. زه ریښتیا هم د بلې نړۍ سړی وم په هیڅ ناوړه کار نه پوهېدم، هوس او نفس نه ؤ هرڅه پاک ول. خو زمانه څه د پخوانیو پیغمبرانو هسي نه وه چې ۹۵۰ کاله عمر ولرم لنډه وه ژر ژر تېرېده، کله چې پوهېدم نو مور مې مړه وه.

دغه نړۍ څه عجیبه ده، د یو چا په غېږه کې ناسته ګناه ده، د شیدو له ویالې یو غړپ کول حرام دي، غلمان او حورې په شیطاني هوسونو بوخت دي. په جنت کې یو تر بل پورته څوک نه ؤ، دلته خان او غریب شته، موړ او وږی شته، مرګ او ژوند شته، هلته یوازي ژوند ؤ، جنت ته به چې څوک راتله هم ژوندي ؤ او چې تله به هم ژوندي ول.

دلته د خدای قانون تر پښو لاندي دی، د شریعت وړانګې تتې دي، د رواج او ځان ښودنې سر اسمان ته رسېږي، انساني کرامات نسکور دي، د انسان وینه تویول لکه تیمم وهل هومره اسانه دي، انسان مړ شي ژر ژر یې په قبر بېل وټکوي، (آمین بې رحمتیکه) ترې را روان شي، د جنت ګټلو په نیت قتلونه کېږي. اصل جنت چې مور او تر پښو یې لاندي دی، په تیاره کې پروت دی.

۱۳۹۴/۱۲/۱۵

One thought on “جنت مې لیدلی! | محمدابراهیم ګران”
  1. ډیره مزه داره لیکنه ابراهیم وروره په ریښتیا هم دمورغیږ جنت ده بیدون له شکه الله دی په قلم برکت واچوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *