مارییا کرویر(Marie Krøyer) یوه عاشقانه ډرامه ده چې د کریستن آلبورگ او کارل آگه کیرکه ګارد په نومونو، دوو ډنمارکي لیکوالو د مشهورې ډنمارکۍ نقاشې ماریا کرویر (Marie Krøyer) د ژوند پر حالاتو باندې، د ماریا کرویر (Marie Krøyer) له ورځنيو یاداشتونو نه هم استفاده سره لیکلې ده.

د مارییا کرویر تر څنگ، خبره په حاجي محمد نوزادي او د نوزادي په فرهنگي هنري هڅو باندې را څرخي. تر هغه بریده چې زه نوزادي پیژنم، د ده فزیکي او رواني جوړښت داسې نه دی چې غلی کیني او لکه د چا خبره وخت واړوي. نوزادی اکتیف جوړښت او فعال روان لري؛ د همدغه اصل له مخې یې دا ځل بیا د خپلو فرهنگي هڅو په لړ کې یوه ژباړه کړې ده، داسې ژباړه چې هم یو ریښتینی حقیقت دی او هم ژورنالستیک ــ هنري ارزښت لري.

د نوزادي له خوا ژباړل شوی اثر، د مارییا کرویر(Marie Krøyer) په نامه یوه عاشقانه ډرامه ده چې د کریستن آلبورگ او کارل آگه کیرکه ګارد په نومونو، دوو ډنمارکي لیکوالو د مشهورې ډنمارکۍ نقاشې ماریا کرویر (Marie Krøyer) د ژوند پر حالاتو باندې، د ماریا کرویر (Marie Krøyer) له ورځنيو یاداشتونو نه هم استفاده کړې ده.

ماریا کرویر نقاشه وه او له یو بل ډنمارکي نقاش «پیتر سیویرین کرویر» (P.S. Krøyer) سره یې گډ ژوند پیل کړ او په دې داستان کې د دوی عشقي او هنري گډ ژوند او اړیکي داسې انځور کړای شوې دي چې د راتلونکو نسلونو له پاره یو ښه اخلاقي درس کیدای شي.

پیتر سیویرین کرویر یو عیاش شخص، خو پیاوړی نقاش دی او له بده شامته چې ښکلې ماریا یې هم په دام کې لویږي او په ۱۸۸۹کال کې واده سره کوي، خو د دې واده او مینې پای ناکامي او جدايي ده.

ماریا خپل ورځني یادداشتونه لیکلي او په دې کتاب کې لیکوالو له هغو نه هم استفاده کړیده.

د ورځنیو یادداشتونو لیکل تقریباً یو دود غوندې دی که یې څوک ولیکي، په راتلونکو څیړنو، لیکنو کې یې په مستند ډول کارولی شي او داسې هم شوي دي او وبه شي چې دغه ورځني یاداشتونه کله، کله د تاریخ لیکنې او هنري آثارو په لیکنه کې د خامو موادو په توگه هم کارول کیدای شي، چې په دې کتاب کې لیکوالو دا کار کړی دی.

دا چې زموږ د نوزادي پام څنگه دې اثر ته ور واوښت، نوزادي یې په خپلې هغې مقدمې کې بیانوي چې د ژباړل شوي کتاب له پاره یې لیکلې ده، خو زما له پاره مهمه دا ده چې پښتو ژبې ته د دې یاداشتونو اړول او ترجمه کول؛ که له یوې خوا پښتون لوستونکي ته د لوستلو له پاره داسې نوي مواد او کتاب غوره شوی او ژباړل شوی، چې په خپل ډول کې کاملاً نوی دی او ژورنالستیک، اخلاقي او هنري ارزښت لري، نو له بلې خوا د دې اثر ژباړل د پښتو ژبې د غنا له پاره او د پښتني فرهنگ د بډایتوب له پاره یوه ډیره ښه او د ستایلو وړ هڅه ده، چې زه همدا اوس یو ځل بیا د استاد حاجي محمد نوزادي د ټولو تخلیقي او علمي هڅو ستاینه او مننه کوم، په تیره د ده له ژباړو نه چې په زلمیتوب کې یې را پیل کړیدي او اوس هم دوام ورکوي.

د نوزادي دا علمي کارونه ښيي چې دی په دې پوه شوی چې په یوه ژبه کې ژباړه څومره او ولې ارزښت لري. ښاغلي صالح محمد صالح  د «پښتو او د ژباړې اړتیا» تر سرلیک لاندې د ژباړې د اړتیا په باب کتاب ولیکه، د هغه کتاب په مقدمه کې لولو:   

«ژباړه د هرې ژبې لپاره د يوې سترې روزونكې او مرستیالې په كچه ارزښت لري، هره ژبه د ژباړې په مرسته هم ژوندۍ پاتېږي، هم په پوهنیز، ټولنیز، ښوونیز او فرهنګي ډګر كې ځان ته د پرمختـګ لاره اواروي. اوس ځینې ملتونه د ژباړې د ارزښت لـه مخې دومره ويښ او هڅاند شوي، چې هر ارزښتمن كتاب په خپله ژبه ژباړي او خپروي يې. پرته له دې چې مذهبي، فرهنګي او ټولنیز توپیر د هغوى لپاره كوم بريد او خنډ وي».

د ژباړې د همدغه ارزښت او اړتیا له مخې نوزادي مټې بډ وهلي دي او هر کال یو یا دوه کتابونه او څو مقالې په دقیق ډول انتخابوي، ورته کیني او پښتو ته یې را ژباړي.

نوزادي د خپل عمر په داسې یو واټن کې واقع دی چې اوس یې باید په هر اړخیز ډول استراحت، تفریح او سفرونه کولای، خو دی له خپل وطن، خلکو، فرهنگ او ژبې سره داسې لیونۍ مینه لري چې هره ورځ، لا هر ساعت په دې چُرت او فکر کې وي چې څه وکړي چې دا ژبه او فرهنگ بډای شي او…

د همدغو سوچونو او خدمتونو په لړ کې یې دا ځل د مشهورې ډنمارکۍ نقاشې، ماریا کرویر (MarieKrøyer) پر ژوند باندې لیکل شوي کتاب ته ور پام شوی دی او را ژباړلی یې دی.

له نورو ژباړو سره یې، د دې ژباړې توپیر دا دی چې دا ژباړه یې د ژباړو د یوې اوږدې تجربې پایله ده، ده په ځوانۍ کې له روسي ژبې نه ژباړې پیل کړې ، بیا یې ښې غځولې، په کې پوخ شوی دی او اوس دا دی د ډنمارکي ژبې له غني آرشیف نه یې د دې اثر په انتخاب او ژباړې سره بیا ثابته کړه چې دی له خپلې ژبې سره او د هغې له غني کیدو سره څومره مینه لري.

د نوزادي دا نوې ژباړه اوس د چاپ په درشل کې ده، کله چې د لوستونکو په واک کې ورکړل شوه، بیا نو ژباړه د نوزادي، لوستل او قضاوت یې د لوستونکو.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *