له خدای سره په پټه د اړیکي پالل او د یوازنی معشوق په څیر ورسره رازونیاز که تصوف و ګڼو نو بیله شکه چي صوفیزم تراسلام پوري منحصر نه پاتیږي.

په یهودیزم ، مسیحیت، هندوایزم، بودايي افکارو او یوناني فلسفه کي د عرفان ډیری  داسي مضامین سته چي له امله يي ځیني محققین اسلامي تصوف په اصل کي د هغوی زیږنده بولي.

د شاهنامې له داستانونو  او د ابن بطوطه له سفرنامې څخه جوتیږي چي زموږ په دې منطقه کي د اسلام تر راتګ مخکي هم د رندۍ، ملنګۍ او عرفان اثارو وجود درلود.

لیکن  د اسلامي تصوف علماء ، تصوف د اسلام معنوي بعد ګڼي او په باور يي د هجري سپوږمیز قرن په اوائلو کي رامنځته سوی او اولنی صوفي د مسلمانانو لومړنی خلیفه حضرت ابوبکر الصدیق (رض) بولي خو ځیني نور بیا د اسلامی تصوف د پیدایښت مهال د تابعینو عصرګڼي چي سرلاري يي ابوهاشم او حسن البصري بولي.

که څه هم ځینی اسلامي علماء د تصوف او صوفیزم کلیمې ریښه له اصحاب صفه سره تړي او لومړنۍ ډله صوفیان په  صفه (سرپوښي دهلیزکي) اوسیدونکي هغه مسافر صحابه ګڼي چي شپه او ورځ به داسلام د پیغمبر (ص) په خدمت کي  حاضر ول ، خو زما له انده د دې کلیمې ریښه تردې ډيره پخوانۍ ده او بله دا چي د صوفه اوسیدونکي د عرفان او اسلامي اسرارو محض مجذوب مریدان نه ول بلکه د دیني طالبانو په څیرد شریعت یعني د اسلام د ظاهري  اړخ کلک پيروان او د منتظره نظامي قطعې غوندي جهادته هروخت تیارجنګیالي ول.

اسلامي تصوف په لومړۍ هجري سپوږمیزي پیړۍ کي تقریبا په ټوله عربي نړۍ کي خپور سو او خراسان یعنی د اوسني افغانستان مناطقو ته د دریمي هجري سپوږمیزي پیړۍ په اوائلوکي له اسلام سره یوځای د دریم خلیفه حضرت عثمان بن عفان( رض) د خلافت پرمهال راغلی.

د دریمي هجري سپوږمیزي پیړۍ له اوائلو څخه بیا د پنځمي هجري پیړۍ تراواخرو پوري د افغانستان ، بلخ، هرات ، غزنی د اسلامی تصوف عمده مراکز و او شقیق بلخيو ابراهیم ادهم ، احمد قزرویه ، مولاناجلال الدین محمد بلخی ، خواجه عبدالله انصاري او حکیم ثنايي غزنوی د دې سیمي مشهور صوفیان یادیږي.

په  پنځمه هجري سپوږمیزه پیړۍ کي اسلامی تصوف په افغانستان کي خورا وده وکړه ، همدا مهال و چي د افغانستان د ځینو صوفیانو لکه علي بن عثمان هجوري او خواجه معین الین چشتي له لوري اسلامی تصوف د هند نیمی وچي ته راولیږدید.

په افغانستان کي صوفیانو د ټولني د سنتي نظم او جوړښت په استحکام کي خورا مهم نقش درلود، افغاني متصوفینو د ټولني پرټولو اقشارو او طبقاتوپراخ نفوذ درلود او آن دیني عالمانو او متشریعینو هم د مرشدانو لاسنیوی کاوه .

عامو خلګو صوفیان د خدای خاص دوستان ګڼل ، په ژوندوني يي ورڅخه د خیراوبرکت دوعا غوښتل او په مړیني يي قبرونه زیارتونه ګرځول او خوردې به يي ورڅخه اخیستې.

په خانقاو او لنګرونو کي نه یوازي د مختلفو مذاهبو پیروان څنګ پرڅنګ کښینستل او ذکر او سماع يي کول بلکي هندو، سیک او مسلمانان ټولو په ګډه لنګرونه پالل.

افغاني صوفیانو د ټولني له ملیتي او مذهبي تنوع سره – سره خلګو ته په خپلو منځو نو کي د محبت او وروولۍ درس ورکاوه آن له غیرمسلمانانو سره هم د توپیریزچلند مخنیوی کیدی.

شاوخوا زرکاله مخکي د غزنوي سلطان محمود معاصر شیخ ابوالحسن خرقاني د خپلي خانقا پردروازه لیکلي و:( دې سرای ته چي څوک راننوت ډوډۍ ورکړئ او د دین په اړه يي مه پوښتئو هغه څوک چي د خدای تعالی په دربار کي په ژوند ارزي نو د خرقاني په دربار کي په ډودۍ بیخي ارزي ).

انسانګرايي، د دین ، مذهب ، رنګ او نژاد په پام کي نه نیولو سره د انسانانو خدمت ، تحمل ، له نیمګړتیا و او بدیو سره – سره یودبل زغمل اود خدای له مخلوقاتو سره مینه په خاصه توګه له ښځو سره د نرمۍ او محبت څخه ډک چلند کول ،  د متصوفینو اساسي اخلاقي درسونه ول.

احمد بن جلال الدین محمد خواني رح په مجمل فصیحي کي د شیخ خرقاني سره د دې منطقې د سترفیلسوف شیخ ابولي بن سینا د ملاقات داستان بیان کړی دی او لیکلي يي دي:(ابولي سینا د شیخ د اوازې په اوریدولوسره خرقان ته ولاړ، کله چي ورسید شیخ دبوټو اوخاشاک ټولولو لپاره صحرا (بیدیا) ته وتلی و، په کورکي يي پوښتنه وکړه چي شیخ چیري دی؟ میرمني يي ورته وویل چي هغه کافر، درواغجن (زندیق کذاب) څه کوي؟ د شیخ خرقاني په اړه يي څو نوري بدي خبری هم وکړي  کله چي بوعلي بیدیا ته ووت ګوري چي شیخ خرقاني د ځنګله د زمري پرشا د بوټوپیټی بارکړی دی ، تعجب يي وکړ چي په کورکي يي میرمن دونده سپک ګڼي اما په بیدیا کي يي زمری د امر تابع دی. خرقاني ورته وویل :ترڅو پوري چي موږ دغسي شرموښ (بده میرمنه) تحمل نه کړو نو زمری زموږ پیټی تحملوي.

مولانا ، صوفیزم یوستر ملت ګڼي او ترنورو ټولو ملتونو، ادیانو او مذاهبو يي لوړ بولي، وايي:( ملت عاشق زملتها جدا است ـ عاشقان را ملت و مذهب جدا است)

افغاني صوفیانو د ټولنیزو کړو ـ وړو او سیاسي جوړښت په تشکل کي هم پوره ونډه لرل او د خلګو په بسیجولو کي تربل هرقشر مخته ول.

په ۱۹۱۹م کي د ریمي افغان ـ انګلیس  جګړې ، ۱۹۷۰یمو کي د افغان شوري جګړې او ۱۹۸۰یمو کلونو کي د مجاهدینو د اسلامي دولت په تاسیس کي د افغان منځلارو صوفي رهبرانو ونډه خورا خوښنه وه.

د انارشیزم په دوره کي هم صوفي مشرانو لکه حضرت صبغت الله مجددي او پيرسید احمد ګیلاني د متخاصمو ډلو ترمنځ د جوړجاړي هڅي کولې .

زما په یاد دي چي کله د افغانستان پر جنوبي ولایت کندهارباندي ځینو قومندانانو د ټولوژونکو بریدونو او ټول ښارد ویجاړولو تابیا نیولي وه نود کندهار صوفي مرشد سید مرچ آغا په دې وتوانید چي د مجاهدینو د دغه ډول بریدونو چي په ښار کي اوسیدونکي ټول انسانان پکښي یومخیزه وژل کیدل مخه ونیسي.

د طالبانود اسلامي تحریک په راتګ سره طالبانو پرصوفیانو ، خانقاو او ذکر باندي سخت قیودات وضعه کړل. د طالبانو پخواني مشران د کابل د قلعه جواد د حضرت نورالمشائخ په مشرۍ د خدام الفرقان ډلي غړي ول او په ټوله کي طالبانو ځانونه دیوبندیان ګڼل .

د دیوبندیزم سرلاري د هندوستان مشهور عالم مولانا محمد قاسم نانوتوي (۱۸۷۷-۱۸۳۳م) او شیخ رشید احمد ګنګوهي ول، دیوبندیان په عقائدو کي ماتریدیه او په فقه کي حنفي مذهبه دي او د طریقت او تصوت څخه په کلکه پيروي کوي.

تمه داوه چي طالبانو د دیوبندیانوپه حیث چي د شاه ولي الله دهلوي او نورو صوفي مشربه مرشدانو پیرو ول ، افغاني صوفیزم ته لاوده ورکړي  خو برعکس هغوی د خپل امارت پرمهال ډدیری صوفیان زندانونو ته واچول او ډیری نور له هیواده تیښتي ته اړایستل سول.

له همدې ځای څخه افراطیت او نړیوال تروریستي افکار وده پيلوي چی بالاخرافغانستان د القاعدې نړیوالي ټروریسټي ډلي په مرکزبدل سو.

د افراطیت پرضد مبارزه کي د تصوف نقش

زموږ ننۍ دنیا خورا نا ارامه ده ، افراطیت ، مذهبي جګړو او دمدنیتونو ترمنځ تصادم بشري ټولنه نا امنه کړې ده . انتحار، انفجار، ډلوژني او جنګ جګړې د ټولي دنیا په خاصه توګه د اسلامي نړۍ لپاره په یوه لوی معضل بدل سوي دي. اسلامي افري ډلي پرهیچ چا رحم نه کوي، له یوه مخه انسانان وژني، په مسجدونو او خانقاو کي مسلمانان و ژني او په کلیسا، مندر او صو معه کي نامسلمانان په نښه کوي.

په عامه مجامعو کي خلګو پ چړو حلالوي او مسلماني ښځي او ماشومان په ډلیزه توګه وژني ، افراطي ډلي له اسلام څخه معنویت او مکام اخلاق چي د اسلام د پیغمبر او ټولو پيغمبرانو د بعثت اصلي موخه ده ، بیلوي او وچ بي روحه اسلام خلګوته معرفي کوي.

پيغمبرص فرمايي :(انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق)

په اسلامي جامعه کي د خشونت یوعامل ددین په اړه ظاهر بینی ده ، سره له دې چي د اسلام پیغمبرص فرمايي : انما الاعمال بالنیات و انما لک امر‌ء مانوی ….)

اما ظاهر بینۍ، د ځینو اعمالو په سبب یود بل تکفیرول او د حد وړګرځول اسلامی جامعه له تحجر سره مخ کړې ده اودداخلي خشونت باعثت ګرځیدلي دي.

حافظا می خور و رندی کن و خوش باش ولی

دام تذویر مکن چون د ګران قرآن را

حافظ

مذهبي افراطیت د دین له سوچه کیدني او ظاهر بینۍ څخه سرچینه اخلي، اصحاج ظواهر د خدای پرستۍ پرځای اسلام پرستۍ ته مخه کړې ده او په فرعیاتو کي يي د مذاهبو ترمنځ اختلافات لوی کړي او په دې توګه يي د خلګو ترمنځ د ژوربیلتون کرښې ایستلي دي.

اسلام د صورت دین نه دی بلکه اسلام د نورو ټولو اسماني او غیراسماني ادیانو غوندي د سیرت پرسمون اود دمعنویاتو پرتقويې ټینګارکوي خو کله چي له معنویاتو سره د اسلامي شریعت اړیکه کمزوري کیږي نو  د ظاهري احکامو اجراء هدف و ګرځي نه معني اخلاقي بعد، بیانو د ین د انسانانو ترمنځ د پیوستون پرځای د هغوی ترمنځ دتوپیرونو کرښي باسي او مینه په کرکه بدلیږي.

تصوف د منځلاریتوب په ترویج او پراخیا کي ستره ونډه لرلی سي ، تصوف نه یوازي د اچي انساني انس ، الفت او ګډ ژوند تقویه کوي بلکي د افراطیت او توندلاریتوب پروړاندي مهم نقش لوبوي.

د شوري ترپاشل کیدو وروسته د کوزوو، پخوانۍ یوګوسلاوي، بوسنیا او البانیا په څيرد څو داسي رژیمونو مثالونه لرو چي  د صوفیانو په مرسته په دې وتوانیدل د داخلي اغتشاشونو مخه ونیسي او پرافراطیت لاسبري سي.

په ازبکستان کي چي کله له القاعدې سره تړلو افراطي ډول جنبشن اسلامي ازبکستان او حزب التحریر حکومت ته سرخوږی جوړ کړ نو حکومت منځلاري اسلام ته مخه کړه او ويي کولی سوای د صوفي اسلامي مشرانو په مرسته هغوی مات کړي.

تصوف د یوه معتدل او مترقي مذهبي ځواک په حیث کیدای سي لا اقل په افغانستان کي د دموکراسۍ او ترقۍ ممد واقع سي او په ټوله کي زموږ په دې منطقه او اسلامي نړۍ کي د افراطیت او تشدد په مخنیوي مؤثرواقع سي.

ترڅو پوري چي عامو مسلمانانو ته د خوارجو په شان افراطيانو له لوري د اسلام ناسم برداشت برخلاف د اسلام اصالت ، معنویت او باطني بعد توضیح، تشریح او عام نه سي ترهغو پوري به د افراطیت د رشد لپاره زمینه مساعده او ځوانان به انحرافي لارو ته مخه کوي.

د منځلاري اسلام د ودي او تعمیم لپاره بایدی تصوفي مراجع او مراکز تقویه کړای سي او دولتونه نه یوازي دا چي خانقاوي او لنګرونه په رسمیت وپیژني بلکي په سیاسی او اجتماعي عرصو کي ورته د مشارکت زمینه برابره کړي.

په کار ده له افراطیت سره د مبارزې په روش کي تغیرراسي اوله راډیکالیزم سره د فیزیکي تصادم پرځای د اذهانو د تنویراو فکري لاري څخه زیرزمیني مبارزه وسي.

پای

منابع

  1. سعید نفیسی، سرچشمه تصوف در ایران، انتشارات مرو ۱۳۷۱.
  2. شمس الدین احمد افلاکی، مناقب العارفین، چاپ استانبول، ۱۳۵۱، ج۲.
  3. دوکتور روان فرهادی، مقاله ، آموزه های شاه نعمت الله ولیسان جوس ستیت یونیورسیتی ، اوکتوبر ۱۱،۲۰۰۲.
  4. بی بی سی فارسي وبپاڼه، افغانستان و تصوف ، راډیويي سلسله.
  5. سید طیب جواد ، نانش دهید و ایمانش مپرسید،انتشارات امیری، ۱۳۹۵.
  6. مولانا اکبرشاه نجیب آبادی، د اسلام تاریخ،د پیغام خپرندوی مرکز،۱۴۲۷هجری ق.
  7. مصطفی محمد عماره، جواهر البخاری و شرح القسطلانی، مؤسسه دارالبیان بیروت، ۱۳۴۷ ه.
  8. خلیل احمد سهارنپوری، عقائد علماء دیوبند، دارالکتاب و السنه، ۲۰۱۱.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *