پوهنیار سیداصغر هاشمي

د مقالې اساسي توکي

تحقیقاتي مقالو په هر ډول جوړښت کې له شکله معنا او محتوا مهمه ده. په پښتو ژبه کې اکثره علمي ادارې د اکاډمیکو مقالو نشـر لپاره خپل طرزالعمل لري او کله کله بهترینې علمي مقالې چې د دوی په طرزالعمل برابرې نه وي، نه یې خپروي چې په حقیقت کې د ښې مقالې لپاره له خارجي جوړښته داخلي توکي مهم دي چې په داخلي برخوکې له ټولو مهمه نوې فرضیه اثبات ته رسول دي.

د ننګرهار پوهنتون پوهه مجله مقالې یو ډول جوړښت لري او د علومو اکاډمۍ کابل مجله مقالې بل ډول جوړښت لري او همدارنګه د هېواد نورې علمي مجلې بل ډول جوړښتونه لري چې په حقیقت کې یو ته سم او بل ته ناسم ویل به سم کار نه وي خو دومره تاکید کوم چې ښې مقالې هغه دي چې د ټولنې د بهبود لپاره نوې خبرې ولري او داخلي معنايي خوا یې پیاوړې وي.

مقالې ته په انګريزي کې(Essay) یا(article) وايي. دا په نثر ليکل کېږي او د يوې ځانکړې موضوع څخه بحث کوي. حتمي نه ده چې مقاله دې جامع او بشپړه وي او هغې کې لويې موضوعګانې تربحث لاندې ونيول شي. یا مقاله هغه لیکنه ده چې نه کتاب وي او نه رساله او په څو پاڼو کې خلاصه شي، له هغه وخته چې ورځپاڼې او مجلې پیدا شوې، دا ډول لیکنې د مقالې په نامه یادې شوې.مقاله کله لنډه او کله هم اوږده وي، کله تفصیل لري او کله نه، خو باید ووایو چې د مقالې ډېر اوږدوالی دومره وړ کار نه دی.(۱)

ځينې مقالې عامو خلکو ته ليکل کېږي اوځينې خاصو خلکو ته ليکل کېږي، هغه مقالې چې خاصو خلکو ته ليکل کېږي، بايد فني اوتحقيقي خوا يې پياوړې وي او اکثره وخت دا مقالې د تخصص خاوندان مطالعه کوي.(۲)    

(روش تحقيق ادبی)کې د مقالې په هکله وايي:(مقاله يوه کوچنۍ نثري ليکنه ده، چې د(۱– ۳۰) صفحوپورې وي. دا توضيحي او تشريحي ليکنه ده، چې پخوانيو فرهنګونو کې د ادبي ډولونو يو ډول و. د مقالې په چوکاټ کې سياسي، ټولنيزې، انتقادي، علمي او داسې نور موضوعات راتلای شي، يعنې د مقالې محتوا او منځپانګه يوازې يوې موضوع ته ځانګړې شوې نه ده، بلکې هر ډول موضوعات يې په منځپانګه کې راوړلی شو.(۳)

په عمومي ډول اکثره مقالو کې بېروني اجزاوې په لاندې ډول دي:

سرلیک(عنوان)

د هرې مقالې سرلیک یې د هویت ښکارندوی دی؛ که دا علمي تحقیقاتي لیکنه وي یا هنري. سرلیک د متن د مطالبو لنډیز وي.

سرلیک باید لنډ، منطقي او خوږ وي څو وکولای شي په لوستونکي کې د مطالعې انګیزې ایجادولو ترڅنګ، هغه ته د خپلې اړتیا وړ مقالې په ټاکنه کې لارښوونه وکړي.

سرلیک باید د منځپانګې سره علمي رابطه ولري، د ټولو تحقیقاتي علمي پروژو عنوان باید رسا، ساده، روان او عام فهمه وي ترڅو لوستونکی په یو وار لوستلو د موضوع له معنا سره اشنايي پیدا کړي. په تحقیقاتي لیکنو کې عنوان باید د اصلي مطلب سره معناییزه رابطه ولري.(۴)                                               

لنډیز(خلاصه یا چکیده)

لنډیز د مقالې د متن اصلي ټکو سره یوځای د مقالې لنډه خلاصه ده او داسې تنظیمیږي، چې له لوستونکي سره اصلي مقالې ته د ورتګ یا نه ورتګ له پاره مرسته کوي.د لنډیز محتوا کې هغه مطالب شاملیږي، چې د مقالې لیکوال پرې ټینګار کړی وي.د لنډیز اندازه تر ډېره د مقالې په ډول او اوږدوالي پورې اړه لري.د ځينو مجلو کار کوونکي په مقاله لیکنو کې په لنډیز راوړلو تاکید کوي او که مقاله کې دغه برخه نه وي نو نه یې نشروي خو زما په پوهه که یوه مقاله دغه برخه ونه لري خو مقاله یې د معاصرې مقاله لیکنې ټول اصول پکې مراعت شوې وي نو باید نشـر شي.

اصلي یا کلیدي کلمې

د هرې تحقیقاتي لیکنې لوی عنوان، اصلي مطلب او د منځپانګې په لویو او کوچنو سرلیکنو کې داسې کلمې راوړل اړین دي چې د ټولې موضوع نماینده ګي وکړي. دغو کلمو او کله کله جملو ته اصلي او کلیدي کلمې او یا ويیونه ویلای شو. د مثال په ډول(د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولیزه څېړنه) د ماسټرۍ تېزس دی، په دغه تېزس کې د الفت د شعر په منځپانګې او فورم څېړنه ده او د دې لیکنې اساسي کلمې د نورو کلمو تر څنګ همدا دوه کلمې(معنا او کالب) دی.

هره تحقیقاتي مقاله باید دا ځانګړنه ولري، د مثال په ډول(د ارواپوهنې اړیکې له ادبیاتوسره) یوه علمي مقاله کېدای شي، په دې مقاله کې اساسي او بنسټیزې کلمې د ارواپوهنې او ادبیاتو په هکله دي. د مثال په ډول د ارواپوهنې کلېدي کلمات (شعور، ناشعور، تحت الشعور او داسې نور)  دي او د ادبیاتو په هکله هم داسې اصطلاحات به لري.

سریزه

د سریزې لیکل او راوړل په تحقیقاتي علمي پروژو کې حتمې دي، لکه کتاب، رساله، تېزس او داسې نورو تحقیقاتي کالبونو کې. سریزه د هر مطلب یا بحث پیلامه ده او د لیکنې په لړ کې شته مسایلو او ستونزو ته په اشارې سره تر بحث لاندې موضوع په اړه پخوانۍ لاسته راوړنې په لنډه توګه شرحه کوي او په پای کې حل لاره په ګوته کوي. په حقیقت کې د لیکوال او لوستونکي ترمنځ اړیکه د سریزې له لارې جوړیږي؛ ځکه نو اړینه ده، چې روانه او جالبه وي.

کله کله ځینې مقالو کې سریزه راوړل کېږي خو که چېرې کومه مقاله سریزه ونه لري او مستقیما په اصلي مطلب پیل شوې وي نو کومه ستونزه به نه وي.

اصلي مطلب یا د مقالې متن

د مقالي په اصلي مطلب او منځپانګه کې د موضوع موخې، کاري مېتود، په دې اړه پخوانۍ څېړنې، محدودیتونه، نیمګړتیاوې، لاسته راوړنې او پایله راځي. له همدې امله لیکوال باید اصلي پیغام په مفصله توګه بیان کړي، داسې چې لوستونکی په لوستلو سره وکولای شي د تمې وړ پایله تر ګوتو کړي. تر ډېره د مقالې له منځپانګې وروسته، یعنې د مقالې یا څېړنې په پای کې له هغو کسانو مننه کیږي، چې په څېړنه کې یې مرسته کړې وي. د مقالې په وروستۍ برخه کې لنډه پایله او د اخځلیکونو معرفي راځي.

پایله یا نتیجه ګیري

پایله په مقاله کې د ماخذونو مخکې او د نورو سرلیکونو وروسته لیکل کېږي. پایله لنډه او جامع وي، په دې معنا چې د تحقیقي مقالې محصول په ساده او زړه راښکوونکي ژبه لوستونکو ته وړاندې کوي. البته د مقالې د نتیجه اخیستنې حجم د ټولې مقالې په حجم پورې تړلې ده، یعنې د مقالې له متن سره مناسب ولیکل شي.(۵)

هره مقاله د یوه پیغام لېږدولو په موخه لیکل کیږي. ښايي پایله د مقالې په وروستۍ برخه کې د مختلفو دلایلو له ګټنې وروسته راوړل شي. ښايي لیکوال د مقالې پیغام په پیل کې راوړي او له هغه وروسته په استدلال پیل وکړي. حتا ممکن لیکوال د ټولنیزو فشارونو له امله خپل پیغام د پراګرافونو او مطالبو ترمنځ ځای پرځای کړي خو په هر صورت مقاله باید نتیجه ګیري یا پایله ولري.

د ماخذونو فهرست

علمي مقالې لکه نورو تحقیقاتي جوړښتونو(رساله، کتاب، مونوګراف، تېزس او ډېزرټیشن) په شان ماخذونو او منابعو ته ضرورت لري.د علمي او غیر علمي مقالې یو توپیر په ماخذ کارونه کې ده. ماخذونه باید د مقالې په پای کې راوړل شي. په ځینو ځایونو کې د مقالې لپاره د ماخذونو په برخه کې حد او حدود ټاکل شوې دي، لکه په یوه علمي مقاله کې باید له لسو منابعو استفاده شوې وي او یا له دې زیات او کم. زما په پوهه ډېر ماخذونه مقاله او داسې نورو علمي کالبونو ته قوت نشـي ورکولای، زیات ماخذونه د یوې علمي لیکنې د ښه پرمخ وړلو لپاره یوه برخه ده.

کله کله داسې کېږي چې یوه موضوع دې نوې وي او په منابعو کې د دې موضوع په هکله معلومات کم وي او یا په نشت حساب وي نو که لیکوال په داسې موضوع کار کولو ته مټې رانغاړي نو په دې باید دا قید نه شي چې حتمي باید د ځانګړو تعداد ماخذونو استفاده وکړي، بیا هم په دې خبرې تاکید کوم چې د علمي مقالې لیکنې لپاره نوې محتوا، خپلې خبرې او نوې فرضیه اثبات ته رسول مهم دي، که په داسې مقاله کې له کمو ماخذونو هم استفاده شوې وي باک یې نه شته او که یوه مقاله کې له دیرشو منابعو استفاده شوې وي خو نوې او د کار خبرې پکې کمې وي نو د داسې مقالې نه هغه مقاله بهتره ده چې د کمو ماخذونو نه پکې استفاده شوې وي.

د مقالې داخلي اجزاوې

د هرې علمي مقالې لپاره له خارجي توکو نه داخلي توکي مهم دي. د مقالې ژبه، په مقاله کې نوی والی، په مقاله کې نوې فرضیه اثبات ته رسول، په مقاله کې ابتکار او نوښت او داسې نورې خبرې د منځپانګې او داخل سره تړاو لري چې د یوې ښې مقالې او نورو تحقیقاتي فورمونو لپاره مهم دي.

په ارواپوهنه، وګړ پېژندنه، ځان پېژندنه او شخصیت جوړونه کې د انسان له خارجي ښکلا او جوړښتونو چې د صورت سره تړاو لري په داخلي توکو او جوړښتونوتاکېد کېږي چې دغه برخه د انسان له سیرت سره رابطه لري. د مقالو لپاره هم داخلي برخه او ارکان مهم دي. ممکن مقالې یو شمېر نور ارکان او مهم داخلي اجزاوې هم ولري، خو مهم یې په لاندې ډول دي:

نور بیا…..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *