دا خبر شېبه په شېبه تازه کېږي

تاند- داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې ادعا وکړه چې د کابل د خیرخانې مېنې نننۍ /پنجشنبه/ حمله دوی کړې ده.

د سي بي ایس نیوز د راپور له مخې، د اسلامي دولت د خراسان څانګې د کابل د حملې مسوولیت ومانه.

د ولسي جرګې غړي او د عطا نور پلوي حفیظ منصور وویل چې د واده په یوه هال سا سالون کې د عطا نور د خدمتونو د ستاینې په پار ۷۰۰ تنه راغونډ شوي وو چې چاودنه وشوه.

منصور ته په چاودنه کې زیان نه دی اوښتی.

پولیس وايي چې د تلاشۍ په پوسته کې انتحار کوونکي خپل واسکټ وچاوداوه.

د چاودنې د تلفاتو شمېر ۱۸ ته ورسېد

تاند- پولیس وايي چې د خیرخانې د لب جر چوک ته څېرمه د یوه رستوران مخته د نن /پنجشنبه/ د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۱۸ تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۸ تنه پولیس هم شامل دي.

چاودنه هغه مهال وشوه چې یوه انتحاري غوښتل د عطا محمد نور د پلویانو غونډې ته ننوځي او پولیسو یې مخه ونیوله.

د پولیسو په وینا په چاودنه کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت د ۲ تنو وژل کېدا او د ۴ نورو ټپي کېدا تایید کړې ده.

پولیس وايي چې چاودنه داسې مهال وشوه چې د غونډې برخوال له رستوران څخه راوتل.

تراوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. وسله وال طالبان عموماً د شمال د پخوانۍ تلوالۍ له غړیو سره کار نه لري او دا ډول بریدونه عموماً داعش کوي.

د خیرخانې مېنې په چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي

تاند- پولیس وايي چې د خیرخانې د لب جر چوک ته څېرمه د یوه رستوران مخته د نن /پنجشنبه/ د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي دي.

ځینو اژانسونو د کورنیو چارو وزارت د بې نومو سرچینو په قول ویلي چې په چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۲ تنه ښودل شوی و.

پولیس د حملې د څرنګوالي په اړه وايي چې غالباً انتحاري وه. په رستوران کې د بلخ د لانجمن والي عطا محمد نور د پلویانو غونډه روانه وه خو څرګنده نه ده چې مرګ ژوبلې د غونډې برخوالو ته اوښتي او که عادي لارویانو ته.

د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ۵ پولیس دي.

د کابل په چاودنه کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي

تاند- د کابل په خیرخانه مېنه کې د ماسپښبن په یوه نیمه بجه د چاودنې ږغ واورېدل شو.

لومړني راپورونه وايي، چاودنه د خیرخانې مېنې په لب جر سیمه کې په داسې حال کې وشوه چې د جمعیت ګوند د مشرانو غونډه په یوه رستوران کې روانه وه.

ویل شوي چې په دې غونډه کې د احمد ضیا مسعود په ګډون د جمعیت یو شمېر مشران راټول شوي خو دا لا یقیني نه ده چې د حملې هدف څه و.

چاودنه د هماغه رستوران مخته شوې چې غونډه پکې روانه وه. ځینې نور راپورونه وايي چې چاودنه وروسته له دې وشوه چې غونډه پای ته ورسېده.

رویټرز خبري اژانس بیا وايي چې چاودنه د هغې غونډې ترڅنګ شوې چې د بلخ د والي عطا محمد نور په پلوۍ د جمعیت غړیو جوړه کړې وه.

شاهدانو د دوو تنو مړي لیدلي دي.

ځینې شاهدان وايي چې لږترلږه ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته وړي دي.

پولیسو سیمه محاصره کړې خو د مرګ ژوبلو په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *