عبدالمالک عاصم |

له څلور کلن تبلیغاتي کمپین سره سره لاهم په افغانستان کې د داعش مور او پلار روښانه نشول، چې کورګۍ ورته رامنځ ته کړي. د افغانستان ځوانو امنیتي ځواکونو د داعش ځاله جوړیدو ته پرې نښوده او د B پلان پر اساس هڅه کیږي، چې د داعشي ځانمرګو په مټ پر یوه ټغر را لوی شوي افغانانو په قومي او مذهبي پولو ودروي. د۹۰ یمې لسیزې خلاف دا ځل د بیلا بیلو ټبرونو او مذهبونو سرلارو هڅه وکړې چې داعشي خونړیو هڅوته ریښتینی پردی رنګ ورکړي او د خلکو قومي او سیمه ییز احساسات کنټرول کړي. دا د افغانستان په ۴۰ کلنه خونړۍ غمیزه کې د دغو پخوانیو جنګي او اوسنیو سیاسي سیالانو او مشرانو بریالۍ سیاست بلل کیږي، چې خپل ملت یې له یوه بل پلان شوي ناورین څخه وساته. ښايي دایې د څلویښت کلنې سیاسي لوبې پخه شوې تجربه وي، چې پوه شول جګړه پر دۍ او وینې یې خپلې دي، چې د بیځایه بهیدو د مخنیوي هڅې یې کوي. دلته را ټوکیدلې یا جوړه شوې داعش نومې ډلې د افغانستان د امنیتي زمریو د میړانې له اړخه ونشو کولی له سپین غره تور ته را کوز او خپله توره خونړۍ جنډه پرنور افغانستان ورپوي.

په داسې حال کې چې د سیمې او نړۍ یو شمیر ادارې کیدی شي هڅه وکړي، چې د طالب په خواکې دا عش هم د افغانستان د کشالې یوه مهمه برخه کړي او ددې کار لپاره یې پرافغانستان واکمن دولت باندې هم د ځینو کړیو په مټ هغه تو دغه تورونه ولګول، خو دې تجربې ترلاسه کړي ولس اوس خپل دوست او دښمن پیژندلی او لویه برخه ولس اوس د هر سپک او درانه ډول ته څڼې نه اچوي.

افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې د داعش د پیدا کیدو نغاره وډنګیده . په پیل کې داسې نه بریښیده ، چې دعراق او شام د اسلامي دولت (دا عش) په نوم د القاعدې د یوه ځواکمن مشر ذرقاوې په هڅو ددغه جوړ شوي نظامي خوځښت تاو دې له افغانانو ووځي، خو د ملتونو په ژوند کې کلونه ورځې بلل کیږي او په دوو کلونو کې یې د افغانستان د یوې نوموتې سیمې له خلکو کوکې پورته کړې. د افغانستان په ختیځ کې په هغو مشهورو تونلونو او غارونو (توره بوړه) کې د څه مودې لپاره تورداعشی بیرغ ورپیده، چې یومهال یې امریکا د بي ۵۲ په مټ پر سپینو ورته هغو ستر ویره خپرونکي بمونه وغورځول او د القاعدې کډه یې پاکستان ته ورپه شا کړه. اوس ښکاري چې دهمدغې امریکا جمع روسیې په زورپه منځنۍ ختیځ او ان شمالي افریقا کې د داعش جرړې په وتو دي. سیمه ییزو ایتلافونو او نړیوالو قدرتونو ترهمدغه شعار لاندې عربي نړۍ له داعشي طوفانه را ایساره کړې او داسې ښکاري چې په دغه ګردله کې روس او امریکا د را ایسار کړي خلافت توربیرغ د تاریخ د تیرو پاڼوتیاره برخه کړه. له سوریې او عراقه ددغه را پنځیدلي کم عمره نظامي نا متجانس ځواک له نوم سره داسې مهال د نړۍ په سیاستوالو سربیره په میلیاردونو انسانان اشنا او له مراکه، ترفلیپینه یې ځوانانوبیرغ ته اوږه ورکړه، چې د نړۍ د نړۍ د ملتونو سر د ځینودغه ډول ډلو سمبالونکي ښه پیژندلي او د مخنیوي چیغه یې نړیواله شوې.

په عراق او سوریې کې د داعش دبیخ ویستل، او د سیمې له لویې جغرافیې ددغې ډلې د تورټغر ټولول او د هغوی پرمرکز رقې ښار بریدونه او کلابندي ښيي، چې دغه تیت او پرک شوې وسله واله تریخه ډله به له یوو نوي غاره سر راپورته کړي، چې د روسانو اندیښنې ته په کتو سره کیدی شي ددوی په خواکې یولړغرونه او مارپیچې درې به دغه ډول ډلو ته د ځمکې پرسر جنت وي. روسیې همدې تبلیغ او کیسې ته هوا ورکړه او په منځني ختیځ کې یې د خپلو موخو د عملي کیدو لپاره مټې بډ وهلې. دوی پرافغان خاوره جګړه کونکو طالبانو سره هم د ځینو په خبره تماسونه ټینګ کړل اوپه سیمه کې یې روانې لوبې ته نوی لوری او رنګ ورکړ.  

په منځني ختیځ کې له عرب پسرلي وروسته داعشي ګرمۍ ان د یورپ نجونې ورماتې کړې او بربریت یې د ګردې نړۍ د خبرونو سرټکي شول. په ۲۱مه پیړۍ کې د سوریې په ولس راوستی ناتار د نړیوالو خبرونو سرټکي وواو پر ختیځ ننګرهار کې داعشي ظلمونه د افغانستان د خونړي تاریخ داسې غمجنه دوره ثبت کړه، چې ساری یې ددغې خاورې په تاریخ کې نه وو لیدل شوی. په داسې حال کې چې افغانستان له داعشي طوفانه د خپلوبچو او میندو د خوندې کولو هڅې ګړندۍ کړې د سیمې یو شمیرهیوادونو پکې خپل پټ پټونی شروع کړ او هریوه د خپلو ګټوپه هضمولو شخوند واهه.

د ۲۰۱۷ کال په رادبره کیدو د داعش ستوري له اسمانه ولویدل او د دجلې او فرات اوبه پرې حرامې وګڼل شوې. د نړۍ سترځواکونه روسیه او امریکا او د سیمې، مخالف جهتونه، ایران او ترکیه په داعش ضد محور کې ظاهرا له غږیز اړخه یوه خوله شول او د ابوبکر بغدادي له سره تیرو زرګونو ماهرو جګړه مارو سره یې دمخالفت ډنډوره راپورته کړه. داعش په موصل کې له اته میاشتنی خرپ ترپ وروسته څه ترخاورو لاندې او څه سوریې ته وتښتیدل.

له دې سره جوخت د افغانستان په ختیځ کې د داعش پرضد د بمونو مور بچې راوړل او د امریکې په ګډون روسانو او پاکستان هم خپل غوږونه پرې څک کړل. پاکستان له ډیورنډ پورې غاړې پوځي شوبلې وغرولې او له افغانستان یې د داعش له اړخه ورپیښ خطرته ډولونه وغږول. دافغانستان د شمال له اړخه دروسیې په سپږمو د داعش بوی ولګید. په ښکاره حالات نورمال ښکاري، خو دواړه غاړې پرنجیږي او په یوه ډول دلته د سوریې په څیردلوبې د بدلون نغاره ډنګوي. نن سبا ترمنځني ختیځ وروسته داعش ته ترټولوډیر رسنیزکمپاین د افغانستان په دننه او شاوخوا کې سیمه کې روان دی، خو افغان سرتیرو وکولی شو د نړۍ سترو ځواکونو ته وښيي چې داعش ته ورته نا افغانه ډلې ددوی خوراک ته نشي ټینګدی او پر افغان خاوره د خپلو قدمونو د پراخیدو خوب یې له ډیرو سره ګورته یووړ.  

په ارګ راتاو افغان مشران هڅه کوي، چې په دغه نړیوال خونړي سمندرکې خپله بیړۍ د نهنګانو له منځه داسې تیره کړي، چې سپرې ترهیدلې سپرلۍ یې په دم او چوف تر ساحله ورسیږي. اوس په کور دننه او بهرډیر خوندي ساحل ته د افغان بیړۍ رسیدل ددوی د سیاستوالو په ځیرکتیا، یووالي او د افغان ځواکونو په لاقوي کیدو پورې تړي، چې ۴۰ کلن سیاست یې له دې اړخه سیاستوال پاخه کړي، خو د افغان ځواکونو شیمه لاهم په نړیوالو مرستو پورې تړلې، چې امریکا یې اوس په یوه پیاوړې سونامي د بدلیدو هوډ رامخې ته کړی. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې په خپلو مټو خپله خاوره ساتلې، خو د قربانۍ د کمیدو لپاره یې په ټیکنالوژۍ د سمبالولو اړتیا نه ردوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *