تاند- سږ کال د نړۍ د ښکلا د ملکې سیالي د امریکا په لاس ویګاس کې کېږي.

په دې سیالیو کې معمولاً د اکثرو هیوادونو د ښکلا ملکې له یو بل سره عکسونه اخلي، خو په دې منځ کې غیر معمولي خبره دا ده چې د عراق او اسراییل د ښکلا ملکو سیلفي واخیسته.

د عراق د ښکلا ملکې سارا ایدن په ټولنیزو رسنیو کې د اسراییل د ښکلا له ملکې سره خپل سیلفي عکس خپور کړ. دواړه له دې خبرې نه وې چې د دوی ګډ عکس به څومره عکس العمل ولري.

د عراق د ښکلا ملکې هم له اسراییلۍ هغې سره خپل عکس په انستاګرام کې شریک کړی او لیکلي یې دي چې «اسراییلي ملکه حیرانوونکې ده»

غبرګونونه دومره ډېر ول چې عراقۍ ملکې په انستاګرام کې ولیکل چې د دې لپاره یې له اسراییلي ملکې سره عکس واخیست چې د دوو هیوادونو ملتونه سره پخلا شي.

«دې راته وویل چې راځه ګډ عکس واخلو، ما ورته وویل، خوشاله به شم چې له دې لارې د سولې پیغام خپور کړو. د عکس هدف په نړۍ کې د سولې د پیغام خپراوی و.»

 دې همداراز ویلي چې د دې عکس معنا یې دا نه ده چې د اسراییلو ملاتړ کوي.

د اسراییل د صدراعظم ویندوی بیا دا عکس ستایلی او ویلي یې دي چې دا عکس په سیمه کې د هیلې ستر پیغام لري.

One thought on “د عراقي او اسراییلي ښکلا ملکو سیلفي غبرګونونه وپارول”
  1. که دا عکس د مظلومو عربانو ژوند ته نجات ورکولي شي او په منځني ختیځ کې د سولې د راتلو سبب کېدای شي . مشکل به یې په څه کې وي؟
    د مصر جمهور ریس انورسادات په1978 کال کې د اسرایلو له صدراعظم سره د امریکا په کمپ دیوید کې د سولې موافقه لاسلیک کړه ، خپل هېواد ته یې سوله راوړه او د سینا شبه جزیره یې بېرته ترلاسه کړه .
    کېدای شي دا عکس هم د میلیونونو عربانو او مسلمانانو ژوند ته نجات ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *