د بهسودو ۱۲ سوو څخه زیات ښوونکو ته د استوګنې په موخه د نمرو د ورکړې په موخه لومړنۍ چارې پیل شوې .
ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند بحراباد سیمه کې په ۵ سوه جریبه ځمکه کې د یادې ولسوالۍ ۱۲۱۶ ښوونکو ته د استوګنې لپاره د نمرو د ورکړې په موخه لومړنۍ چارې پیل شوې .

د چارو د پیل پرانیسته،چې په بحراباد سیمه کې وشوه،پر مهال یې د ولایت مستوفي عبدالله رقیبي وویل، د بهسودو ولسوالۍ هغه ښوونکي چې د استوګنې لپاره د سرپنا په برخه کې ستونزې لري،په دې ښار ګوټي کې به ورته د قانون له مخې یوه،یوه نمره ځمکه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه،ولایتي اداره او د ښار جوړونې ریاست په پام کې لري ، چې په راتلونکي کې د مرکز او ولسوالیو ټولو ښوونکو ته په خپلو سیمو کې ښار ګوټي جوړ او د استوګنې په موخه ورته نمرې په واک کې ورکړي.
د پوهنې سرپرست رئيس سید عيسی سادات وویل،د بهسود ولسوالۍ اړوند په بحراباد سیمه کې د ښوونکو ښار ګوټي لپاره ۵ سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوې ، چې د همدې ولسوالۍ ۱۲۱۶ ښوونکو ته به پکې د استوګنې نمرې ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه،د دې ښارګوټي د تخنیکي سروې ترسره کولو وروسته به یې ژرعملي چارې پیل شي.

ننګرهار ولایت د ښار جوړونې رئیس انجینر عبدالقهار حیدري وویل،د ولسمشر په حکم د ځمکو خپلواکې ادارې له لورې د پوهنې وزارت ته د یادې ځمکې د انتقال چارې ترسره شوي او د دوی ادارې له لورې به یې تخنیکي سروې ترسره شي.

هغه زیاته کړه،په یاده سیمه کې نږدې ۱۲سوه جریبه ځمکه نوره هم شته ، چې د قانوني چارو د ترسره کولو وروسته به د مرکز جلال اباد ښار ښوونکو ته د ښارګوټې جوړولو په موخه ځآنګړي شي .

د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي د ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د یادې ولسوالۍ ښوونکو لپاره یې د استوګنې نمرو د ځآنګړې کولو په موخه په ښارګوټې کې لومړنۍ چارې پیل کړې.

هغه ډاډ ورکړ،چې د یاد ښارګوټې د تخنیکي سروې پر مهال به هر ډول ستونزې حل او د غصب مخنیوی وکړي .
ټاکل شوې،ډیر ژر په نورو ولسوالیو کې هم ښوونکو ته په ښارګوټو کې د نمرو د ورکړې ستونزې د حل په موخه اقدامات پیل شي .
د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړې شوې لس شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړې شوې لس شنې خونې د لړم په ۲۵مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

د ګټې اخیستنې مراسمو پر مهال د کرنې او مالدارۍ ریس رفیع الله رحیمزي وویل، د کوز کونړ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د پرمختیایي بودیجې څخه د ۲ میلیونه او اته سوه زره افغانیو په مالي لګښت د دوو میاشتو په موده کې لس شنې خونې جوړې شوې .

هغه زیاته کړه،یادې شنې خونې یې بزګرانو ته په وړیا ډول تر جوړېدو وروسته وسپارلې او همدا راز یې ورسره له وړاندې د غېرې موسمي نباتاتو د کرنې پر مهال د تخمونو او نورې تخنیکي مرستې هم کړي دي .
د ولایت مستوفي عبدالله رقیبي د یادو شنو خونو د ګټې اخیستنې پر مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ،چې په دې ولایت کې دې بزګرانو ته د غېرې موسمي نباتاتو د کرنې په موخه نورې شنې خونې هم جوړي شي .
نوموړي بزګرانو ته د یادو شنو خونو د ساتنې سپارښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې د دوی د اقتصادي وضعیت د ښه والې په موخه به نورې پروژې هم تر لاسه او پلي کړي .
د ولایت مستوفي د کوز کونړ ولسوالۍ بزګرانو څخه وغوښتل،ترڅو بازار ته د یادو شنو خونو پر مټ تازه او د غیري موسمي سبزیجاتو په وړاندې کولو سره د پردیو سبزیجاتو د واریداتو مخنیوی وکړي .
هغه بزګرانو ته لارښوونه وکړه،ترڅو په خپلو ځمکو کې زعفران وکري،ترڅو د دوی په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون رامنځته او د نشه یې توکو د کر مخنیوی وشي.
د یادو شنو خونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې یو شمیر نورو مسؤلینو او د سیمې مخورو هم شتون درلود.
مسولینو ته د ښار په منځ کې د ناقانونه هډو د بنديدو سپارښتنه وشوه.
د ولایت مستوفی عبدالله رقیبي د ښاري نظم کمیسون غړو سره د ناستې پرمهال دوی ته د ښار په منځ کې د ناقانونه هډو د بندیدو سپارښتنه وکړه.
نوموړي وویل ښاریان حق لري ، چې مسولین ورته د ارام او هوسا ژوند سهولتونه برابرکړي.
ده زیاته کړه د تالاشۍ او مخابراتو څلور لارو او سره رود دوسره که کې ناقانونه هډو ګڼه ګوڼه زیاته کړې ، چې له امله يې ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړيدي .
د ولایت مستوفي د ښاري نظم کمیسون غړو ته سپارښتنه وکړه ، چې د خپلو مسولیتونو له مخې په ګډه په ښار کې د بې نظمۍ د مخنیوي په برخه کې خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي.
د ښاري نظم کمیسون غړو په ښار کې د بې نظمۍ او ګڼې ګوڼي د مخنیوي په تړاو بیلابیل نظرونه او وړاندیزو وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ، چې خپلې هڅې به لا زیاته کړي څو په ښار کې د بې نظمۍ مخه ونیول شي .
په ښاري نظم کمیسون کې د ښاروالۍ ، ترافیکو ، چاپیریال ساتنې ، ښارجوړونې ، ترانسپورټ او امنيه قومندانۍ استازي ګډون لري .
د ننګرهار کار ټولنيز چارو شهيدانو او معلولينو رياست له لوري د ولسواليو ديرش تنه کارکوونکو او مدني بنسټونو استازو ته دماشومانو د قضيو د مديريت په برخه کې څلور ورځنی پيل شوی ورکشاپ پای ته ورسيد.
د دغه ورکشاپ د پای په مراسمو کې دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس پوهنيار عبدالحکيم شېرزاد وويل، چې د ماشومانو دقضيو مديريت، ټولينزو کارونو او په ولسواليو کې ماشومانو ته د خدمتونو ترسره کولو تر عنوان لاندې دغه څلور ورځنی ورکشاپ دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست په هلوځلو او دماشوم ساتنې نړېوالې ادارې په مالي همکارۍ تر سره شو.

شېرزاد وويل په دغه ورکشاپ کې د مدني بنسټونو د درې مېرمنو په ګډون ۳۰ تنه دولسوالۍ اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس ماشومان دټولنې مهمه برخه وبلل او د دوی ستونزو ته په رسيدو يې دخپلوامکاناتو په پام کې نيولو سره ټېنګار وکړ.
پوهنيار عبدالحکيم شېرزاد له يادې مرسندويه ادارې مننه وکړه ، چې په دغه برخه کې دظرفيت لوړنې په موخه هڅې وکړې او ترې يې وغوښتل ، چې په دغه برخه کې لا خپلې هڅې دوامداره کړي.
دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس دورکشاپ د ګډون والو څخه وغوښتل ، چې دورکشاپ له زده کړو څخه په عمل کې ګټه پورته کړي.

دشېرزاد په خبره تر دې مهاله يې دبېلابېلو مرستندويه ادارو پرمټ بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي او هڅې کوي ، چې په دې برخه کې د ماشومانو لپاره خپل خدمات زيات کړي.

ددغه ورکشاپ مخکې وړونکو هم د تر سره شوي ورکشاپ په اړه معلومات وړاندې کړل.

دورکشاپ ګډون والو په اړونده برخه کې خپلې ستونزې وړاندې کړې او په يو شمېر برخو کې يې وړانديزونه هم وکړل ، چې د ننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس له لوري ورته دحل ډاډ ورکړل شو.
دورکشاپ په پای کې په ګډون والو تصديق پاڼې هم ووېشل شوې.
د څمڅې کېناستو له امله درې کوچي ځوانان شهیدان او د هغه ١٥٠ پسونه مړه شوي
د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د زیاتو اورښتونو له امله د يوې څمڅې د کېناستو پېښه کې درې کوچي ځوانان شهیدان او د هغوى ١٥٠ پسونه مړه شوي دي.

دا پېښه تېره شپه د دې ولايت د اچين ولسوالۍ د دهسړک په پيره خېلو سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې يادو کسانو د تېز باران له امله د خپلو څارويو سره د سرپناه په موخه په سیمه کې څمڅې ته پناه وړې وه، چې څمڅه پرې کيناسته .

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې او د پېښو پر وړاندې مبارزې رياست او مرستندويه ادارو ته یې لارښوونه کړې، څو د وروستيو ورښتونو له امله زیانمن شوو کورنيو سره اړينې مرستې تر سره کړي.
په ۶۵۰ راستنو شوو کورنيو د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه
ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هڅو د WFP اداري له لوری ۶۵۰ راستنو شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته تر سره شوه.

د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو اوړه، پنځه ليتره غوړي، پنځه کيلو دال او يو پاکټ مالګه ورکړل شوه.

نوموړي وويل، چې تر دې وړاندې هم يادو کورنيو سره مرستې شوي او په راتلونکې کې به پرې نورې مرستې هم وويشل شي.
پنځه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې پنځه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول.

د معلوماتو له مخې د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره شپه شاوخوا اته بجې دوه ورونه د يوميل کلاشنکوف او سراچه ډوله موټر سره يو ځای ونيول شول.

دغه راز په ورته وخت کې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې يو تن د غلا او دوه تنه نور تر شک لاندې نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.

په ننګرهار کې د توليدي عواملو خصوصي متشبثینو ته د وړیا مرستو د ترلاسه کولو په موخه یو ورځنی کنفرانس ترسره شو.
یاد کنفرانس د RADP-E (دکرنیزې پراختیا حوزوی برنامې) له لورې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی وو،چې په کې د کرنیزو تولیدی عواملو تولیدونکو، د حیواني محصولاتو، د چرګانو او رومیانو پروسس کوونکو، سوداګرو، عمده پلورونکو، د کرنیزو تولیدي شرکتونو استازو او نورو ګډون کړی وو.

په نوموړې کنفرانس کې ګډونوالو ته د Grants (وړیا یا بلاعوضه مرستو) د غوښتنلیکونو په لارښوونو هر اړخیزه رڼا واچول شوه، تر څو په راتلونکی ۲۰۱۸ کال کې نوموړي خصوصي متشبثین د RADP-E د وړیا مرستو د ترلاسه کولو پروګرام څخه برخمن شي.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۷ کال کې د RADP-E د وړیا مرستو د پروګرام له لارې په ننګرهار کې څلور کرنیزو شرکتونو ته وړیا مرستی Grants ورکړل شوی دي.
د رحمت اورښتونو د ککړې هوا د پاکۍ ترڅنګ د کروندګرو هیلې را ژوندۍ کړي.
ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د اوږده ځنډ وروسته د تېرو دوو ورځو راهیسې د رحمت اورښتونه دي،چې د ککړې هوا د پاکۍ ترڅنګ یې د دې ولایت د کروندګرو ځآنګړې هیلې را ژوندۍ کړي دي .

د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزی وایي،په اوسني موسم کې د غله جاتو،سبزیجاتو او نیالګیو د کرنې موسم دی،چې پرلپسې اورښتونه د سبزیجاتو او نیالګیو کینولو لپاره ګټور دی،خو د غله جاتو د کرنه له ځنډ سره مخ کوي .

نوموړي وویل : (( اوسني بارانونه په ټولو هغو ولسوالیو کې چې له وچکالۍ سره مخ وې او اوبه نلري،ډیر ګټور دي،خو په هغه ولسوالیو کې چې اوبه شته او پرلپسې ووریږي،د ګټې څخه یې زیانونه زیات کیږي،خو په ټوله کې اوسني اورښتونه ګټور دي.))

په همدې حال کې کروندګر جمیل وایي،د اوسنیو وروښتونو له امله به د دوی په کرنیزو محصولاتو کې د امراضو د لمنځه وړلو،په ښه توګه د اوبو رسونې او چاپیریال د پاکۍ له امله د پام وړ ښه والی راشي .
نوموړی زیاتوي،د هغه بزګرانو لپاره چې للمې ځمکې لري،روان اورښتونه تر ټولو زیات ګټور دي .

په ننګرهار کې ګڼ شمیر خلک په کرکیله بوخت دي،چې د وچکالیو له امله په زیات شمیر سیمو کې بزګرانو خپلې کروندې د ژورو څآه ګانو په وسیله خړوبولې،چې له امله یې د دوی په اقتصادي برخه منفي تاثیر کړی .
د پچيراګام د سلیمانخېلو رابې ځاى شوو کورنېو سره د مرستو لپاره د سروې درې ډلګۍ وټاکل شوې.
ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئيس ښاغلي غلام حيدر فقيرزي په مشرۍ او د OCHA ادارې په همغږۍ د مرستندويه ادارو ترمنځ د پچيراګام ولسوالۍ د سلېمانخېلو رابې ځاى شوو کورنېو ستونزو حل په موخه په داسې حال کې ګډه غونډه وشوه،چې د يادې سيمي قومي مشرانو هم برخه درلوده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل:د دوى لومړۍ سروې له مخې معلومه شوه،چې يادې کورنۍ له سختو مشکلاتو سره مخ دي او اړتيا ده چې ټولو کورنېو سره مرستې وشي.
نوموړى وايي؛درې ګډ د سروې ګروپونه جوړ او سروې وروسته به اړينه مرسته يادو خلکو سره وشي.
د يادونې ده،چې د پچيراګام ولسوالۍ سلېمانخېلو اوسيدونکي له تېرو څلورو ورځو راهيسې سره رود شيخ مصري ښارګوټي څېرمه سيمې ته راکډه شوي.
د دوه سوه يو سيلاب قول اردو اړوند څلورمې پلې لوا کې ( د جګړې نړيوال قوانينو د جنګياليو د چال چلند مقرراتو)) تر نامه لاندې پيل شوی درې ورځنی سمينار پای ته ورسيد.
په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو څلورمې پلې لوا منسوبینو ته دغه سمينار ،چې په ختيځ کې د سره صليب نړيوالې کميټې يا ای – سي – ار- سي ادارې له لوري جوړ شوی و،په کې د لوا د قرار ګاه او شپږ و کنډکونو منسوبينو پکې ګډون کړی و.
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د سره صليب نړيوالې کميټې يا ای – سي – ار- سي ادارې له لوري ( د جګړې نړيوال قوانينو د جنګياليو د چال چلند مقرراتو )) تر نامه لاندې ترسره شوی دغه درې ورځنی سمينار ګټور ياد کړ.
نوموړي وويل: زه په پوره باور تاسې ته ويلی شم ،چې د څلورمې پلې لوا رهبرۍ او منسوبينو هميشه د جګړې پرمهال د ملکي وګړو کورونو ، جوماتونو ، ښوونځيو ، روغتيايي مرکزونو ، بازارونو او ټولګټو ځايونو خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه کړې ده .
سنګين په سمينار کې له شاملو منسوبينو غوښتنه وکړه هغه څه يې ،چې په دغه درې ورځني سمينار کې زده کړي د دندې پر مهال ترې پوره ګټه پورته کړي.
په ختيځ کې د ای – سي – ار- سي دفتر مسوول ګريت ګليت وويل : زده ډاډه يم ،چې په دې زون کې ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو د ولسونو بشبړ باور او ملاتړ تر لاسه کړی دی .
نوموړي هيله اوښوده ،چې امنيتي ځواکونه به په راتلونکي کې هم ( د جګړې نړيوال قوانينو د جنګياليو د چال چلند مقرراتو )) ته ژمن پاتې شي.
د سمينار په پای کې پر ګډونوالو د فراغت سندونه او پر يو شمېر مسوولينو ستاينليکونه وويشل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *