دهغې ټولنې چې اساسات جنګ او جګړو له منځه وړي او لاهم د له منځه تلو ستر ګواښ سره مخامخ وي له شک پرته اساسي رغاونې او نه ستړي کیدوونکو هلو ځلو ته جدي اړتیا لري، دنړۍ هغه قومونه چې دنورو دتېریو او یاهم د خپلو ناسمو سیاستونو له امله  د جنګونو او بهرانونو سره مخ شوي وي خو بیایې د تیرو څخه په زده کړې سره د راتلوونکي لپاره داسې سترګامونه اخیستي چې تیر ې ناخوالې یې پرې جبران کړي دي، په ټولګي کې پوهاند استاد کیسه کوله د ۱۹ پیړۍ پرمهال چې فرانسه د بهران سره مخامخ وه، فرانسویانو د وخت حکومت ته وړاندیز وکړ چې موږ د(۸) اته ساعته پرځای غواړو(۱۴) او یاهم(۱۲)ساعته کار پدې خاطر وکړو چې دنړۍ قومونو او هېوادونو سره سیال او خپل اقتصاد او بیخ بیناوې په پښو ودروو، د وخت حکومت هم ورته مثبت ځواب وویلو، دفرانسیویانو دخولو او زیار له امله فرانسه اوس دنړۍ په سترو صنعتي او پرمخ تللو هېوادونو په کتار کې مخکښ رول  لري، استاد زیاتوي چې اوس فرانسویانو په اونۍ کې درې ورځې رخصتي لري او پاتې څلور ورځې کار کوي، موږ څنګه افغانستان دنورو هېوادونو او زیار ګښه ولسونه سره مقایسه کړو، موږ اوس هم دجنګ په حالت کې یو له یوې خوا یې نیم نیمکله جوړنه او رغاونه کوو او له بله پلوه یې ورانوو، موږ ددې پرځای چې ټوله اونۍ کار وکړو  نور هم د اونۍ ورځې درخصتۍ او چاپیریال په بهانه رخصتوو، موږ شاید په نړۍ کې دلټو، سستو او بې کاره ولسونو په توګه ددې ایوارډ واخلو چې دهېواد پالنې او جوړونې روحیه نلرو.

وړمه ورځ د دفتر کارکوونکو سره په موټر کې دکور په لور روان وم، څلورم مکرویان سره نژدې یوه (۲۵) پنځه ویشت منزله په زړه پورې او هسکه ودانۍ جوړیږي نو همکارانو مې په خپلو کې پدې بحث کولو که چیرته دا ودانۍ نړیږي نو خوا او شاه به څومره کورونه به لاندې کوي او د لوېدلو غږ به یې شاید ټول کابل واوري، بل پکې راپورته شو او خوله یې وازه کړه چې دلویدلو پرمهال به څه زبردسته منظره وي، بس هر یوکس دیادې ودانۍ دنړیدلو دحالت انځور ویستو، زه په دې سوچ کې وم چې دې خلکو هیڅ کله پدې فکر ونکړه چې ددې ودانۍ په جوړیدو سره به څومره خلک دکور خاوندان شي، څومره خلکو ته په دې ودانۍ کې دکار کولو او یوې مړۍ ډوډۍ دګټلو چانس برابر شوی وي،دښارپه ښکلا او ښکلې منظره کې دا ودانۍ څومره ګټوره تمامیدای شي، ددې ودانۍ په لیدلو سره موږ ته دهېواد دجوړونې څومره زبردست فکر او هیلې راکولی شي، ددې ودانۍ په جوړیدو سره به دڅومره انسانانو او ښکلو ماشومانو په څيرو کې موسکاوې ونڅیږي او بالاخره ددې ودانۍ دګلورینو خونو څخه په ګټې اخیستنې سره دهېواد جوړونې څومره زبردست فکرونه او اندونه راټوکیدای شي ترڅو د وران او کنډواله وطن چې موږ پکې داوسیدو او لویدو حق لرو اباد او سمسور کړو.

دبلې خوا تیرو جنګونو او بیرون پرورۍ زموږ فکرونه ناروغ کړي کله هم چې فکر ناروغ او ناسم وي نو دانسان دټولو کړنو  او اندونه  پایله صفر او  منفي ده نو پدې صورت کې به مریض انسان او ناروغو فکرونو ته مخ ته پراته درانه دهېواد جوړونې ستر مسولیتونه څنګه له عهدې څخه ووځي، نو اړینه ګڼم چې د وړاندیز او دحل لارې په توګه حکومتونو ته یادونه وکړم چې اوسمهال د فزیکي ابادۍ او رغاونې پرځای او یا له هغې سره جوښت په فکري رغاونې او جوړونې زیاته پاملرنه او همدې ته لومړیتوب ورکړي،ځکه که موږ ډیر څه جوړ او اباد کړو خو که فکر جوړ نه وي دا ټول همدا ناروغ فکرونه په یوه ثانیه کې له منځه وړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *