د روان ۱۳۹۶هـ ل کال د لړم میاشتي ۲۶ نېټه د معمول سره سم په هلمند ادبي بهیر کي اوونیزه غونډه ترسره سوه، چي په دغه غونډه کي دمرکز او ولسوالیو، لسګونو شاعرانو او د ادب مینوالو ګډون کړی وو.
غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل سوه.
ورپسې د هلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) دغونډي پیلنۍ وینا وکړه او د هلمند د نوموتي لیکوال شریف الله دوست سرواني لخوا د (لښکرګاه د زر کلن تاریخ) په نوم د چاپ سوي تاریخي اثر مبارکي يې د بهیر ټولو غړو ته وړاندي کړه او د یاد اثر د ارزښت په اړه یې وویل:
یاد کتاب، چي د هیواد دنوموتي مؤرخ احمد علي (کهزاد) لخوا په دري ژبه کښل سوی ارزښتناک تاریخي اثر ؤ
له نیکه مرغه چي دهلمند د ویاړلي لیکوال، مورخ او زموږ ګران ملګري، نوماند څېړنیار شریف الله، دوست صاحب، د دوو کلونو زیار، ژباړي او لمنلیکنو تر بشپړېدو وروسته، د افغانستان علومو اکاډمي لخوا تأید اوچاپ سوی
حیرت زیاته کړه موږ ویاړو چي هلمند په خپله غېږه کي د ښاغلي دوست غوندي علمي کادرونه روزلي دي
د ګران دوست د داډول نورو بریاؤ په هیله، احساس دې هم تل داسي ژوندی اوقلم دې ګړندی وي.
ورپسې د غونډي په وروستۍ برخه کي، شاعرانو پخپل نوبت سره ترتيب کړي شعرونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول.
د نننۍ مشاعرې د غزل بڼ څخه د لیکوال او شاعر حاجي ادم صفت الله نوی غزل درسره شریکوو، ويې لولئ او ادبي تنده مو پرې خړوبه کړئ.
غزل
موږ د پښتو په لفظو کړي وعدې نه ماتوو
هم د ګناوو څخه کښلي توبې نه ماتوو
پرېږده چي بلوي وي لګیږي تر سهاره پوري
موږ په تیارو کي لګیدلي ډېوې نه ماتوو
چي خپل تصویر ته پکښي ګورې په ولاړه سره
ښکلی انځور چي ستا پکښې وي آینې نه ماتوو
راسئ چي جوړي کړو په زړو کي باچاهۍ د میني
نور به په زړونو د الفت دراوزې نه ماتوو
صفت الله چي دي نشې تلې تر خماره پوري
هغه د مستو شرابونو پیالې نه ماتوو
شاعر: الحاج ادم صفت الله
دهلمندادبي بهیر رسنیزه څانګه.