تاند- په امریکا کې ساینسپوهانو داسې شیشه جوړه کړه چې په سترګو نه ښکاري.
د متحدو ایالتونو د بروکهون په ملي لابراتوار کې څېړونکو د دې لپاره چې شیشه هیڅ په سترګو ونه لیدل شي، له نانو ټکنالوژۍ څخه په استفادې یوه نوې طریقه اختراع کړې ده.
د میډیکل ساینس د راپور له مخې، عموماً پر شیشې لګېدلې وړانګې انعکاس کوي او دا د دې سبب کېږي چې شیشه ولیدلی شو. د وړانګې انعکاس په ځانګړي ډول کله چې له کمپیوټر یا د تلویزیون له شیشې وي سترګې په عذابوي.
کله چې رڼا یا وړانګه له یوې سطحې منعکس شي، د انعکاس شاخص یې بدلېږي. خو اوس څېړونکو له نانو ټکنالوژۍ څخه په استفادې د شیشې د انعکاس مخه نیولې ده.
کېدای شي چې دا ډول شیشې مرسته وکړي چې په راتلونکې کې په ازاد ځای کې د موبایل، کمپیوټر، لپ ټاپ او تلویزیون د لیدلو ستونزه حل کړي.