تاند- د ناسا د کیپلر ټیلسکوپ تازه معلومات ښيي چې مځکې ته ورته ۲۰ داسې سیارې یې موندل شوي چې د ژوند احتمال پکې شته.
د ناسا څېړونکي وايي، د دغو سیارو په منځ کې څو یې لمر ته د ورته ستورو تر شاوخوا راڅرخي.
د ناسا څېړونکي هر نوي موندلي ستوري او سیارې ته نوم ورکوي.
د دوی په منځ کې یو، چې (KOI-7923.1) نومول شوی، د ناسا د څېړونکو له لوري په ځیر څارل شوی دی. د دې سیارې لویوالی د مځکې ۹۷ فیصده دی خو هوا یې تر مځکې سړه ده.
د څېړونکو په وینا دا سیاره تر خپل ستوري د مځکې د ورځو په حساب په ۳۹۵ ورځو کې راڅرخي.
د هوا د سوړوالي علت یې له ستوري یا خپل لمر څخه لېري والی دی او له بلې خوا د دې سیارې لمر د مځکې د لمر هومره تود نه دی.
دوی وايي چې لا هم ډېرو څېړنو ته اړتیا لري چې په دې اړه د خپلو څېړونو پایلې کره کړي.
دا څېړنه د (Robovetter) په نوم د یوې نوې وسیلې په ذریعه شوې چې په اتومات ډول د کیپلر ټیلسکوپ معلومات تحلیل کوي.
په دې څېړنه کې ۸۰۵۴ سیارې په پام کې نیول شوې وې چې د هغو په منځ کې ۴۰۴۳ یې له ۲۵ تر ۶۳۲ ورځو پورې مدار درلود.