د دغه نظام او حکومت تر ټولو ستر مخالف، بلکې دښمن څوک دی ـ طالبان، وسله وال مخالفان، که نور…؟
تاسې طالبانو ته د حکومت او نظام د دښمن په سترګه ګورئ، خو د نظام او حکومت ستر دښمن طالبان نه دي، بل څو ک دي، لېرې نه دي نژدې دي، د حکومت تر سترګو لاندې دي…
جنګسالاران په حقیقت کې له همدغه ناقانونه وسله والو او جنګسالارانو جوړ دي…
په بله وینا حکومت د جنګسالارانو او ناقانونه وسله والو په ګروت کې دی، ځکه خو دوی د حکومت په مخالفت کې خپلې پښې په تبر نشي وهلی، چې دغه حکومت له جنګسالارانو، زورواکانو او ناقانونه وسله والو پرته هېچاته خوندیتوب او امن نه دی برابر کړی.
ددغه حکومت او نظام ستر مخالف بلکې دښمن هغه دی، چې د نظام او حکومت د چلښت ننګونې ته درېدلی، غواړي د حکومت ارابې پنجر کړي ـ له حرکت یې وغورځوي ـ په ټپه یې ودروي، له سقوط سره یې مخ کړي…
دی په ټوپکو، توپو د حکومت مخالفت او دښمنۍ ته نه دی راولاړ شوی، د کودتا نیت او پروګرام یې نشته، په خپلو سړیو وسلې نه وېشي، غره ته د ختو ګواښ نه کوي، بلکې په پسته کې د حکومت وهلو ته اړم دی، هغسې چې په ښکاره یې کوم زخم نشي څرګندېدای….
دی په ښکاره او پټه لګیا دی، فعالیت کوي، چې له دننه نظام او حکومت نسکو کړي ـ له بده بخته چې یر فعالیتونو یې امنیتي ارګانونه غوږونه کاڼه سترګې ړندې ګرځوي، یا یې ځان ناګاره اچولی…
لېرې نه ده چې نظام او حکومت راوغورځوي او په تیاره یې طالبانو ته وسپاري… که څه هم دی د طالبانو سړی نه دی ـ خو که حکومت دده له لاسه نسکور شي، واک به طالبان اخلي، دا چې بیا به له ده سره څه کېږي دمګړۍ څه نشي ویل کېدای؟
دی انقلابي نه دی، چې پرګنې یې د حکومت او نظام پر ضد پارولې او منظمې کړې وي، چې ده خپله له خلکو او ولس سره خپلې اړیکي نه دي ټینګ کړي ـ د کوم بهرني هېواد ننګه او تکیه یې لکه نه ده ترلاسه کړې، که نه کله به هم ددغه نظام او حکومت مخالفت او دښمني ته نه وای درېدلی.
هر نظام او حکومت پخپلو بنیادونو ولاړ وي ـ ددغو بنیادونو په نړولو او له منځه وړو حکومت او نظام خپله نسکورېږي او په ډېره اسانۍ له منځه ځي، دلته نه د ټوپک اړتیا شته، نه د کودتا او ځانمرګو…
عزیز الله لودین له کرپشن او اداري فساد سره په مبارزه لګیا دی، په داسې حال کې چې دغه نظام په کرپشن ولاړ او په اداري فساد روان دی.
له اداري فساد سره مبارزه په حقیقت کې له حکومت سره مبارزه ده، د حکومت د چلښت او پایښت د مخنیوي توطئه ده…
تاسې له یوه ګاډي د هغه ارابې او ټایرونه وباسئ ځای پرځای به ولاړ وي ـ له بهرنیو مرستو را واخله د هغې تر لګښت دا هر څه په درغلیو روان دي ـ که درغلي نه وي، دا مرستې نشته، څوک به یې په سترګو ونه ویني، چې مرستې نه وي حکومت سقوط دی، چې کرپشن نه وي له بهره راغلي ښاغلي یوه شپه افغانستان کې نشي تېرولی، چې قراردادونه، کمېشنکارۍ او بډې نه وي، نظام نشي چلېدای، حکومت یوه اونۍ دوام نشي کولای.
تاسې پر یو چا اکسیجن وردوئ، په څو دقیقو کې به یې سا ډوبه او له ژوند سره په مخه ښه اړ شي.
کوم نظام او حکومت چې د کرپشن او درغلیو پر اکسیجن ژوند ته اړ اوسي هغه له درغلیو او اداري فساد پرته قایم او دایم نشي پاتېدای.
ښاغلی لودین ښایي ددغه نظام د سقوط له هلو ځلو، بلکې تو طئو لاس واخلي. دا د امنیتي ارګانو دنده او مکلفیت دی، چې دده لاس له دغسې دسیسو لنډ کړي.
له محور ورځپاڼې په منننې.