هارون سمون

ډیالیکټیکي میتودولوژي لوی مبحث دی. لومړی به پر ډیالکټيک لږ رڼا واچوو ورپسې به د داستان ډیالکټیک راوسپړو. د پدیدو علمي پېژندنه د ډیالیکټیک په مرسته ترسره کېږي، پدې کې ځينې ارونه او اصول دي، په همدې خاطر منطق هم ورته ویل شوی دی، ډیالکټيک اصلاً مباحثې ته وایي دا کلیمه لمړی سقراط په فلسفه کې وکاروله، ورپسې فیلسوفانو ډول ډول تعریف کړې ده، الماني فیلسوف ایمانویل کانت ډیالېکټیک د ظواهرو منطق بولي؛ خو هګل په دې اند دی، چې هره قضیه او فرضیه په خپل ذات کې ضد هم لري هګل د قضي او فرضيې اصل ته (تز) وايي دغه راز یې ضد ته (انتي تز) وايي او دوی چې په خپلو ذاتونو کې راسره جمع کړې نوي ترکیب ته یې (سن تز) وايي؛ دی په دې عقیده دی، چې (سن تز) عقیدې او فرضیې ته نوی حالت ورکوي، په لنډه توګه ویلای شو هغه ذهني یا هغه عاقلانه عمل چې دوې متناقصې قضیې او فرضیې د جلا کېدو په وخت کې په یوه نوې بڼه راڅرګندې کړي ډیالکیټیک ورته وایي، یا په بله وینا ډیالکټیک هغه عمل دی، چې دوې نظریې سره منحل کړي. د ډیالکټيک ماهیت پدې کې دی، چې په مرسته یې کولای شو  د دوو متضادو اېډیالوژیو شدید ډیالوک ختم کړو.

ددې لپاره چې داستاني ډیالکټيک وپېژنو نو په تعقل او ادبي عقل به بحث وکړو ورپسې به دا وښیو چې د داستان منطق له کوم لیدلوري ور ارزول شي. ادبیات چې له هنر سره سرو کار لري، په دې خاطر د ارستويي منطق برخورد نه ورسره کېږي، د عنیي او ذهني پدیدو د شناخت منطق او ادبي منطق د تفکیک او منحل لپاره به لمړی په منطق راڼا واچو بیا داستاني منطق راوسپړو.

منطق هم انتزاعي او تجردي مفهوم دی، د منطق  په اړه ډول ډول نظریات موجود دي د عقل له چینې راټوکېدلی استدلال د پدیدو په شناخت کې  مهم رول لوبوي؛ خو د افرادو لید زاویې  بیا مختلفې دي پدې توګه د ځینو اسلافو د منطق طرز له یو بل سره فرق کوي. لکه د جرمني مشهور فیلسوف هګل د منطق طرز چې د پخوانیو د منطق له اصولو سره مخالف واقع شوی او په حقییقت کې یې د ارستو منطق رد کړی دی. له دې معلومېږي، چې فلاسفه د منطق لپاره مختلف طرزالعملونه کاروي؛ دغه راز منطق یو لوی مبحث دی او موږ یې دلته مناسب نه بولو چې تر بحث لاندې یې  ونیسو یوازې د منطق  د یو مشهور تعریف په وړاندې کولو به بسنه وکړو. دکتور سید یحیی یثربي ایراني لیکوال په خپل کتاب فلسفه چیست؟ کې لیکي چې منطق له ذهني خطا څخه د ژغورلو ابزار دي. (۱: ۶۰۶). (۲: ۱۳۷)

له منطق تصورات بېل دي، ځکه خو موږ هر کس په ورځني ژوند کې د تضاد یا هم د ذهني امادګۍ په صورت کې د منطق کلیمه په خوله راوړو د بېلګې په توګه وایو پلانی ډېری منطي وغږېدو، پلانی ډېری بې منطق انسان دی هېڅ منطق نه پېژني پداسې حال کې چې ممکنه ده موږ هم منطق ونه پېژنو او نه به مو تر اوسه د منطق په اړه کوم بحث تعقیب کړی وي، مهمه نده زموږ هدف د منطق له کلیمې زموږ تصور دی، هغه څه چې په یوه ټولنه کې ډېرو خلکو ته دمنلو وړ وي هغوی ته منطقي برېښي. شونې ده همغه  پدیده د بلې ټولنې وګړو ته د منلو وړ نه وي همدا رنګه د واقعیتونو په شناخت کې د منطق لیده زاويې په فردیت پورې اړوند دي.

هر څوک د عیني او ذهني جهان د شناخت لپاره یو نړۍ لید لري، د واقعیتونو په  څرنګوالي کې افراد له بېلو زاویو شیانو، پېښو او پدیدو ته ګوري، دا هم شونې ده، چې د یوې ټولنې اوسېدونکو ته دې د یو شي منلو پر وړاندې بېل لید لوري ولري، یوه ته به منطقي برېښي بل ته غیر منطي، پدې توګه موږ په ورځینو ژوند کې د فکري تضاد له وجې د منطق کلیمه کاروو مقابل لوری چې راته بشپړ په غلطه ښکاري، نو ځکه هم د یو غیر منطقي انسان خطاب ورته کوو دا اوس چاته مالومه ده، چې څوک پر حقه او استدلال یې منطقي دی؟

که له علمي خواوو راتېر شو کل تعقل ندی موجود چې موږ دې د دوه مخالفو لورو دلایل ورباندې وتلو، کېدای شي ډېرو اذهانو ته یو غیر منطقي شی منطقي ښکاره شي، په همدې وخت کې ممکنه ده، یو کس د دوی د فکر او منطق پر خلاف راپاڅي. منطق د ټولنې په باورونو عقایدو پورې هم اړوند دی، کېدای شي په پوه ټولنه کې هغه څه خلکو ته منطقي وبرېښي، چې ډېرو خلکو منلي دي. له منطق تصورات بېل دي، خو په ټوله کې انساني  ذهن هغه څه چې د منلو وړ نه وي او له عقل لرې وي غیر منطقي بولي، چې دا بیا د ذهن له انکشاف سره تړلې موضوع ده. هدف دا دی، چې د پېښو منل او نه منل د افرادو په لېنز (لیدد لورو) پورې هم تعلق لري، ډېری وخت داسې پېښ شوي دي، چې د کیسو پېښې ځینو لوستونکو ته د منلو وړ وي، برعکس ځینو ته به یې منل ګران وي.

داستان یوه هنري پديده ده، او دا په خپله د لیکوال د ذهن په واسطه د واقعیتونو غبرګون ته وایي. پدې عملیه کې واقعیت- لوی وي که وړوکی ــ د لیکوال (هنرمند) له ذهني شتمنۍ، رواني توکیو، فکر، خیال او عواطفو سره ګډېږي، او یو له بل سره راکړه ــ ورکړه کوي. له دې راکړې ــ ورکړې څخه وروسته واقیعت بیا زیږي. دا نو تش واقعیت نه بلکي تش غزولی شوی واقعیت دی. (۲: ۳ـ۴)

داستان لیکل د ادبیاتو پر نړۍ  ورګډ دي؛ پر دې بنسټ کله چې داستان ته د منطق عینکې را اخلو اړینه ده پر ادب او واقعیت بحث وغزوو. ادبیات د عیني واقیعتونو د تأثر په نتیجه کې منځته راځي او په لویه کې له هنر سره سروکار لري، هنر چې د تخیل زیږنده ده پېښو ته رنګ ورکوي، کله چې هنرمند او ادیب یوه پېښه انځوروي نو ظاهراً موږ ته واقیعت نه برېښي، پداسې حال چې هنر مند هم واقعیت بیانوي  د دواړو ترمنځ یوازې د بیان طرز فرق کوي؛ که کیسه خودي واقعیت نده له واقعیت اغېزمنه ده، لیکوال د واقعیتونو په څېر کټ مټ یا ورته پېښې انځوروي. دوو لیکوالانو په لنډه کیسه بحث درلود د خبرو په جریان کې یوه وویل، چې هغه څوک به هېڅکله لیکوال نشي چې لنډې کیسه ورته دروغ ښکاري د لیکوال په خبره که یو څوک غواړي د لنډو کیسو لیکوال شي دا باید ومني چې کیسې ریښتیا دي، هغه ډېر ښه ټکي ته اشاره کوله، نه یوازې لیکوال باید دا ومني موږ ټول باید دا ومنو چې ادبیات د واقعیت د کشف او څرګندولو یو ډول دی.

که موږ په ادب پسې د ارستويي منطق تله راواخلو او وایو چې هر څه دې زموږ په عقلانیت او منطق برابر وي دا به د ادب له ماهیت څخه زموږ په ناخبرۍ دلالت وکړي. د استاد اجمل ښکلي په خبره: ” ادبياتوته دواقعيت له زاويې کتل چندان معقول کارنه ښکاري، چې واقعيت دی، بلکې ادبياتوته دادبياتوله زاويې نه کتل په کاردي”

ادب په خپل ځان کې تلل کېږي، کټ مټ د عیني واقعیت په توګه  د عقل له ښېرازه نړۍ څخه د راټوکېدلي سرسري یا ژور منطق په تله باندې نه تلل کېږي. موږ ادبیات د ادبي ارزښت له مخې لولو نو ځکه  د ادب له زاویې ورته ګورو دغه راز که د ساینس لابرتوار را اخلو او ادب ورڅخه تېروو په حقیقت کې به مو د ادب ارزښت او ماهیت په سمه او بشپړه مانا نه وي درک کړی. پدې تړاو د استاد اجمل ښکلي نظر را اخلو: ” شاعرانه ژبه دساينس اوساينسي ژبې مخالفت کوي. ساينس چي طبيعت څرنګه دی، هغسې رامعرفي کوي، خوشاعري چې طبيعت څرنګه زړه غواړي، هغسې رامعرفي کوي، ځکه عاطفه اوخيال پکې شاملوي او واقعي شيان د تخيل په رنګ رنګوي. په ژبه کې ټول طبيعت شامل دی، ځکه نووايو، چې شاعري د هنر د يوې حساسې څانګې په توګه عادي ژبه ماتوي اوغيرعادي کوي يې. دلته اور او اوبه سره يوځای کېږي او اوبلن اورجوړوي، دلته دېوالونه خبرې کوي، دلته خاموشي شور کوي او دلته لمر دمينې وړانګې شيندي”

د لا روښانتیا لپاره د حنان بارکزي یو بیت را اخلو:

ولې ته وژنې عاشق په زهر د سترګو

 چې د زلفو دې هر خم د مار مهره ده

                               (۳: ۵۵)

که د مانا پوهنې بحث ته راشو د پورتني بیت مانا دا ده، چې سترګې زهرجنې دي، یانې یو کس وژلی شي، دغه راز د زلفو حلقه او تاو شوی شکل د مار مهره ده، یانې زلفې ماران دي، او خم یې مار ستون فقرات تشکیلوي، چې دا مانا له حقیقت څخه لرې ده.

ډېری کسان انګېري، چې ادبیات یوازې شعر دی، که ادبیات څوک لولي هغه به شاعر وي یا هم ادیب شاعر وي، پر ځای ده، چې د یوه ملګري د نظر یاداوري همدلته وکړم یو وخت یو نوی کس راسره اشنا شو هغه چې پوه شو د ادبیاتو پوهنځي لولم نو راته ویې ویل چې زما شعروشاعري ډېره خوښېږي، د ښونځي په دوران کې مې د غټو غټو شاعرانو زښته زیات بیتونه  په یاد زده کړي وو زما اشنا په دې اند وو چې ادبیات لولې نو شاعري به کوې دا پداسې حال کې ده، چې ادبیات یوازې تر شعر پورې نه محدودېږي شعر د ادب په نړۍ کې د یو هېواد حیثیت لري کله چې ازاد شعر منځته راغی د شعریت او هنریت خبرو زور وموند پدې ډول د شعر او نثر د تفکیک کرښه باریکه شوه، که موږ په شعر کې استعارې کنایې سېبمولونه کاروو دغه راز يې په نثر کې هم کارولی شو، خو که په شعر کې شعریت نه وي موجود نو یوازې تش نظم به یې وبولو په ټوله کې ښه شعر او نثر د هنر مالګه لري، د دواړو تر منځ توپیر یو بېل بحث دی موږ ورڅخه تېرېږو مطلب دا چې کیسه لیکل د ادبیاتو یو اړخ دی.

کله چې کیسه د منطق او واقیعت له مخې ارزوو نو د ادبیاتو په چوکاټ کې به ننوتي وو یانې ادب په مجرد تعقل نه تلل کېږي. ادب باید په  ادبي عقل وتلل شي، له بېرون څخه د کیسو د منطق ثبوت او پر هغه د دروغو یا د منطق د کمزورتیا اطلاق نشي کېدای.

کیسې او اشعار چې له انساني  نازکو احساساتو، عواطفو، زړه سوي، مینې، باریکیو مالأمال دي، لدې سره وچ په وچه منطقي برخورد نشي کېدای که بیا هم څوک ادب د علمي، ساینسي، او فلسفي قوانینو طابع ګرځوي، پدې صورت کې باید د ادب د ماهیت شناخت ته اولیت ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *