د لوګرولايت مرکز پل عالم کې دبابوس لوېې ويالي دجوړيدو چارې پيل شوې ،چې دچارواکو په خبره لس زره جريبه ځمکه به خړوب کړي .
دوی وايي ،چې دغه وياله ۱۲ کيلومتره اوږدوالی لري ،چې له دې څخه ېې څلورنيم کيلومتره په پاخه ډول جوړيږي .
دلوګر والي ارسلاجمال وايي ددې ويالې دجوړيدو مالي لګښت ۸۹ ميليونه افغانۍ کيږي ،چې دنشيي توکو سره دمبارزې وزرات له خوا دلوګر کرونده ګرو ته ورکړل شوې دي .
نوموړی ددې ويالي کار دلوګر له پاره مهم بولي او وايي ،چې دکرونده ګرو له پاره به داوبو په برخه کې زياتې اسانتياوي رامنځ ته کړې او دکرکيلې په برخه کې به زيات پرمختګ وي جمال بې روزګاري هم له جګړې سره تړلي بولي او وايي چې په دغه پروژه کې به يو زيات شمير خلکو ته د کار زمېنه هم برابره شي
دولوګر ولايتي شورا ريس ډاکټر عبدالولي وکيل هم دغه پروژه دلوګريانو له پاره مهمه بولي او وايي ،چې په داډول کارونو سره له يوې دخلکو بې کاري له منځه ځي او له بلې خوا دامنيت په راوستو کې مهم رول لوبوي .
نوموړي له حکومته غواړي چې په لوګر کې د داډول نورو لويو پروژو د جوړيدو هڅه هم وکړي .
دبابوس وياله په لوګر کې مشهوره وياله ده ،چې دکلونو کلونو راهيسې ېې لوګر يانو دجوړيدو غوښتنه کوله او څو ځلې ددغې ويالې د جوړيدو خبرې پخوا هم د حکومتي چارواکو لخوا شوي خو بيرته يې کارونه ځنډيدلي .
دا چې اوس به ددغې ويالې د جوړيدو چارې سمې سرته ورسيږي لوګريان ېې په بې صبرۍ انتظار کوي .