د عقرب (لړم) په لومړۍ نېټه، د ولسمشر د حکم پر اساس او د سيمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې لهخوا، اخترمحمد خيرزاده د سمنګان ولايت مقام د مرستيالۍ څوکۍ لهپاره وټاکل شو؛ خو لا يې د دندې ۲۴ ساعته نه و تېر شوي، چې بېرته د پخواني مرستيال والي لهخوا وشړل شو.
په سمنګان ولايت مقام کې يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط سرخط ورځپاڼې ته وويل چې جنجال هغه وخت پيل شو چې کله د ولايت مقام پخواني مرستيال ضياالدين ضيا د نوي مرستيال اخترمحمد خيرزاده له ټاکلو سره مخالفت وکړ.
کيسه داسې ده چې کله ضيا الدين ضيا د معاونيت له څوکۍ لېرې کېږي؛ نو منډه اخلي او په کابل کې د مجاهدينو په برخه کې د اجراييه رياست سلاکار ته ځان رسوي.
اجراييه رييس ضيا ته په شفاهي ډول وايي چې ته لاړ شه خپلې وظيفې ته او زه په دې اړه له ولسمشر سره خبره کوم.
د سرچينې په خبره، د اخترمحمد خيرزاده له معرفي کېدو څو ورځې وروسته ضياالدين ضيا له خپلو لسګونه شخصي ملېشو سره پر ولايت مقام هجوم راوړي، د مرستيالۍ دفتر ته ننوځي او خپلو شخصي ساتونکيو ته امر کوي چې نوی ټاکل شوی مرستيال دې د ننه نه ور پرېږدي.
د سرچينې په حواله، کله چې د ولايت مقام ساتونکيو، ولايت مقام ته د ضياالدين ضيا د ننوتو هڅه وکړه؛ نو د ضيا د شخصي ملېشو لهخوا وګواښل شول او ځيني يې لا وهلي هم دي.
له هماغې ورځې وروسته اخترمحمد خيرزاده د ولسمشر امر په لاس، په کابل کې د خپلې څوکۍ په بيا نيولو پسې لالهانده ګرځي.
ضيا الدين ضيا د سمنګان ولايت اوسېدونکی دی چې په سيمه کې د جمعيت ګوند يو مهم زورواکی قوماندان تېر شوی او اوس هم په هيچا بريک نه نيسي.
د مالوماتو له مخې، دی په شمال کې د عطامحمد نور او په کابل کې د اجراييه رييس عبدالله عبدالله له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی.
داسې مالومات هم سرخط ته په لاس ورغلي چې د عطامحمد نور په ګډون د جمعيت ګوند مهمو مشرانو ضيا ته ويلي چې له څوکۍ پورته نهشي او ډاډ يې ورکړی چې که هر څه پېښ شول، دوی به يې تر شا ولاړ وي.
پر ضيا الدين ضيا باندې دا تور هم دی چې په سمنګان ولايت کې مافيايي ډلې لري، په جنايي جرمونو او اختطافونو کې ښکېل دی او د ځمکو غصب ته يې هم سم کار ويلي دی.
زمونږ د سرچينې د مالوماتو له مخې، د سمنګان والي عبدالکريم خدام هم چې د بلخ د والي عطامحمد نور له نږدې کسانو څخه دی، د دغې موضوع د حل لهپار دوه اوونۍ په کابل کې پروت و؛ خو لا هم ستونزه نه ده حل شوې.
د سمنګان د ولايتي شورا يوه غړي چې غوښتل يې نوم يې پټ وساتل شي، سرخط ته وويل، چې له تېرو دريو اوونيو راهيسې په ولايت مقام کې دولتي خدمات ټکني روان دي او مامورين هره ورځ د يوې لويې بدې پېښې وېره احساسوي.
د ولايتي شورا د دغه وکيل په خبره، سره له دې چې والي اکثر وخت په کابل کې وي او تر څنګ يې د مرستيال پر څوکۍ جنجال روان دی؛ نو د خلکو ډېری مکتوبونه چې د والي او يا هم مرستيال لاسليک ته راغلي، د مېزونو تر شا پراته دي.
د ولسمشر اشرف غني د امر په اساس ټاکل شوی اخترمحمد خيرزاده هم کرار نه دی ناست او ويل کېږي چې له ده سره د ازبيک مشرانو او جنبش ګوند پراخ ملاتړ موجود دی.
په قومي کچه څو ځله د دغو دوو کسانو تر منځ د روغې جوړې هڅې شوې؛ خو اخترمحمد خيرزاده ويلي چې هله به خبرو ته کښېني چې ضياالدين ضيا د ده څوکۍ ورخوشې کړي.
اوس که د دغو دواړو مخه و نه نيول شي؛ نو د يو مرګوني ټکر د رامنځته کېدو وېره شته، چې له امله به يې ډېر زيان د ايبک ښار اوسېدونکيو ته ورسېږي.
د دغې موضوع په اړه مو د سمنګان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر سره د اړيکو نيولو ډېره هڅه وکړه؛ خو هلته چا زموږ ټليفون ته ځواب را نه کړ.
سرخط ورځپاڼه