وړوکی وم خو ښه پوهېدم. ما ته را په غاړه ول چې د کورنیو څارویو پالنه وکړم، دا که زما خوښه وي او یا نه وي حتمي وه. سخته را ته ځکه وه چې سهار وخته پاڅه پسونه څړ ځای ته وباسه، مازدیګر نورو حیواناتو ته واښه راوړه.
د ماشومتوب وخت همدا وه تر ځوانۍ پوري.
یوه خره مو لرله بابا مې په دې پېرلې وه چې کراره وه او بابا به تر پړي نیولې وه واښه به یې پرې راوړل منډې به یې نه وهلې. دا خره عجیبه الله جوړه کړي وه، سترګې یې شنې وې د پښو ښنګرې یې دومره پېچلې ول چې دوه ځله به مو په کال کې ور پرې کول، که نه نو څلور سره به د خېټې لوري ته را تاو شول.
خره په عمر زیاته وه هیڅ نه مړه کېده، زه ور سره ډېر په تنګ شوم.
یوه ورځ، د مازدیګر زېړ لمر ځلېده زه له دروازې ور ووتم خرې سم دلاسه دوه سترګې ما ته ونیوې ښایي وږې یا به تږې وه، په ورنږدې کېدو سره یې وسونګل هره هیله یې چې وه خو غوښتل یې چې د ګېډې اور یې مړ شي. زه سخت ورڅخه په نفرت کې وم، شیطان را ته لار ښوونه وکړه چې له دې ځان خلاص کړه، ما ویل څنګه؟
لار یې را وښوده. زه لاړم کیمیاوي سره مې په اوبو کې ور ګډه کړه په ستل کې مې راوړه او د خرې مخې ته مې کښېوده. هغې په ناخبرۍ کې وڅښله، له ستله یې سر را پورته کړ خو د خولې خوند یې ښه نه شو ورته ښکاره په خپله ګېډه یې هم باور خراب شو.
همداسي په پښو تړلې ولاړه وه، د منډې او تېښتې یې هیڅ لاره نه وه، د انتقام اخیستو یې توان نه وه، په رډو سترګې یې را ته کتل او په سترګو کې یې اوښکې وې، پرې وته له ما یې سترګې وا نه ړولې، زه ناقراره شوم، ځمکه را باندي سره شوه پېښمانه شوم خو هیڅ نه کېده.
شېبه وروسته مې پلار را ووت، ویې پوښتل دا ولي؟ ما ویل نه پوهېږم. کله چې ورنږدې شو خرې زور وواهه چې را پاڅي، زما د پلار لوري ته یې کتل ویې سونګل سر یې سخت په ځمکه ځمکه وواهه د لړمانه سوز یې له خولې ځګونه را ایستل، له هغه یې هم هیله وشلېده چې د دې درد دي ټکور او د مرګ له لومې یې خلاصه کړي.
د انسان نامردې ژړوله، غوښتل یې ووایي چې ما خو له تاسو سره ډېر درانه بارونه راوړل، پالونکېه! ډېر د احسان خواړه دي را باندي وخوړل، په ډېر چوپړ کې ما ستاسو په کورنۍ هیڅ احسان ونه کړ، خبرې یې نه شوی کولی خو سترګو یې همدا ویل. زېړ لمر یې په سترګو کې ځلیده، غوښتل یې چې د ځنکندن یخنې په دې لمر توده کړي، خو لمر هم ځینې ډوبېده. خرې سترګې پټې کړې په وږې او تږې ګېډه مړه شوه.
اوس زما پښېماني هیڅ ځای نه نیسي، په زړه کې داغ لرم او د الله د عذاب په تمه یم.
راځئ چې له انسان وژنې لاس واخلو چې عذاب یې سخت دی او الله په خپلو مخلوقاتو خفه کېږي.
۱۳۹۵/۴/۲۱