د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننيګيالی د زمانې خوشال خټګ يم

له نن څخه پوره 270 کاله وړاندې د لوی امپراتور احمدشابابا د معاصر افغانستان بنسټ کېښود، چې د اټک پوله وه، خو کله چې په 1893زيږديز کال د هند برتانوي حکومت د خارجه وزارت مامور مارتمر ډيورنډ او امير عبدالرحمن خان تر منځ د يو بل د نفوذ ساحې معلومې شوې، د هند برتانوي حکومت د تزاري روس څخه تل په وېره کې و.

ډيورنډ فرضي کرښې څخه 124کلونه اوړوي، چې لا هم افغان وياړلی ولس ددغه فرضي کرښې له ناسور څخه کړېږي،  د ډيورنډ په اړه د دولت پس دريځ هم د غندلو دی، چې سامراجي چارواکي پر ډيورنډ کرښې اغزن سیمونه تاووي، د استوګنې پر سیمو توغنديز بريدونه کوي او افغانان د استوګنې له کورونو وځي او سامراجي فوځ هره له ډيورنډ فرضي دا غاړه خپلې پوستې راوړاندې کوي.

ښايي همدا لامل وي، چې دا ځل د ډيورنډ 124 مې کليزې د غندنې په موخه د هيواد په يو شمېر ولایتونو کې ډيورنډ نامنلې کرښې په نوم سمينارونه جوړ شول، ډيورنډ نامنلې کرښې سمينار په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د لوی افغانستان تحريک ځوانانو جوړ کړي و، تر څو له دې لارې  افغان ولس او په تېره ځوانانو ته د ډيورنډ نامنلې کرښې په تړاو عامه ذهنيت جوړ کړي، ځکه په دې وروستيو کې ځينې ستمي فکرونه شته چې موږ باید کوچنی افغانستان جوړ کړو، ځکه موږ اوس په خپل کور کې په جنګ جګړو اخته يوو، نو د فرضي کرښې هغه غاړه افغانان به څنګه راخپل کړو؟

ددغه څېړنيزو سمينارونو لړۍ له بخدي بلخ څخه د نوامبر میاشتې په لسمه نېېټه پيل شوه، چې د بلخ ادبي خوځښت ملګرو د موضوع په تړاو علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.

ذبېح الله احساس په خبره موږ احمد شا بابا منو، خو لوی افغانستان نه منو، دا ستمي او سامراجي فکر دی، کله چې موږ د کوچني افغانستان د ساتلو ذمه واري اخلو، نو باید د لوی افغانستان د جوړېدو لپاره عملي، علمي او فکري مبارزه وشي، ځکه چې يو افغان يوه وينه او يو فرهنګ هيڅ وخت نه بېلېږي، نن د لوی افغانستان رامنځ ته کېدل اړتيا ده، موږ باید د خپل لوی وطن لوی فکر ولرو او د خپلو خورو ورو افغانانو د يووالي لپاره هلې ځلې وکړو.

په کابل دغه څېړنيز سمينار ته تاريخ پوه حبیب الله رفيع وويل، چې ملګرو ملتونو د منشور له مخې ډيورنډ فرضي کرښه هيڅ ډول قانوني، حقوقي، تاريخي  او بين المللي حثيت نه لري، ځکه د ملګرو ملتونو منشور واضح کړې ده، چې د زور او جبر ټولې معاهدې او تړونونه ټول لغوه او ملغا دي.

دغه غونډې بل ويناوال د سرحدونو چارو پخوانی وزير سلیمان لایق و، هغه په خبره چې دغه ډول هيڅ سند شتون نه لري، چې امير دې له ډيورنډ سره تړون لاسليک کړی نه دی، دا هسې يو تهمت په امير پسې ويل کېږي او بل دا هسې د نفوذ ساحې وې، چې د افغان دولت او هند برتانوي حکومت تر منځ مالومې وې.

څېړونکي او ليکوال عبدالفغور لېوال بیا دولت پړ وباله، چې ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو روښانه دريځ نه لري او تل يې له مضر احتياط څخه کار اخیستی دی.

د لوی افغانستان تحريک مشر جميل وقار بیا پر دولت غږ وکړ، چې د پاکستان له لوري ډيورنډ فرضي کرښې د اغزن سیم غځول  او د کټارو لګول په چټکۍ سره روان دي، افغان دولت باید د پنجاب ددې هڅې مخه ونيسي، يو وجود، يوه وينه، يوفرهنګ په اغزنو سیمونو، جبري کرښو هيڅکله نه بېلېږي.

د نوامبر پر دولسمه چې د لوی افغانستان تحريک له لوري ډيورنډ نامنلې کرښه سمينار جوړ شوی و هم مهاله باميانو، پکتيکا سربېره د کونړ عالي دارالمعلمين کې ډيورنډ نامنلې کرښې سمينار ته په سلګونو ځوانان، قومي مخور، سپين ږيري، دولتي چارواکي او د پوهنتون استادان رابلل شوي و، مولوي شهزاده همکار، د لوی افغانستان تحريک استازي، د اجتماعي علومو د يپارټمنټ امر عبيد الله حميد او ځينو نورو استادانو او محصلينو خپلې علمي او څړنيزې مقالې ولوستلې او د سمينار ګډونوال يې ملي يووالي ته راووبلل او ډيورنډ يې ملي داعيه وبلله، چې په ټول افغان ولس پورې اړه لري.

ددغه سمينارونو لړۍ د تېرې شنبې په ورځ غزني ولایت کې پای وموند، ډيورنډ نامنلې کرښې سمينار چې د لوی افغانستان دفتر د کليوال ملګري ټولنې په همکارۍ غزني ښار کې دایر شو، چې د کليوال ملګري ټولنې ریس انعام الله ګوهر، د لوی افغانستان تحريک مشر جميل وقار، عصمت تره کي، ليکوال او ژورناليست عبدالباري نعيمي د سمينار په اغېزو او اړتياوو خبرې وکړې، ګډونوالو علمي مقالې ولوستلې او ډيورنډ فرضي کرښه يې د افغان وياړلي ولس په سینه د جبر ناسوري کرښه وبلله.

د ملي يووالي په روحيه  داسې سمينارونو جوړولو مخينه بېخي کمه ده، چې په ټول افغانستان کې ډيورنډ فرضي کرښې په وړاندې څېړڼيز او علمي سمینارونه جوړېږي، که څه هم ډيورنډ فرضي کرښې په وړاندې وخت ناوخت غونډې کېږي، چې ويناوال احساساتي خبرې کوي، خو عمل کې يې نتېجه صفر وي.

د لوی افغانستان تحريک د ملګرو دې کور ودان وي، چې تل د عامه ذهنيت د جوړولو او رغولو لپاره کار کوي، دوی تر دې وړاندې هم ورته غونډې جوړې کړې دي، خو دا ځل سمينار يې له ټولو نورو غونډو ځانګړی و، هم مهاله د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې هم دغه سمينارونه روان و، له هيواد نه لرې د استراليا په سیډني ښار کې هم افغانانو دغه ورځې په مناسبت ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *