تاند- د ټکنالوژۍ یوه کمپنۍ د امریکا له پوځ سره د انترنیټ د یوه نوي نسل یا جینرېشن پر جوړولو کار کوي.
دا شبکه به په یوه ثانیه کې د ۱۰ ګیګابایټ ډاونلوډ په سرعت له ۱۰۰ ملیارد وسیلو سره وصل کېدای شي.
د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، سامسونګ کمپنۍ د امریکا له پوځ سره د دې شبکې په جوړولو کې همکاري کوي.
دوی وايي، هدف یې دا دی چې جي ۵ (G5) وازمويي او پراخ بانډ او فوق العاده سرعت ولري.
دا سیستم له یوه کوچني انتن څخه په استفادې په مځکه یا هوا کې د دوو مایکروسیګنل برجونو ترمنځ معلومات په خورا سرعت لېږدوي.
دا طریقه د جي ۵ ځینې اساسي ستونزې ختموي.
که دا پروژه بریالۍ شي نو په هره ثانیه کې به یو ګیګابایټه معلومات ولېږدوي. حال دا چې په جي ۴ اینترنیټ کې ډېر تر ډېره په یوه ثانیه کې ۳۵۰ میګابایټه معلومات لېږدول کېدای شي. ۱۰۰۰ میګابایټه له یو ګېګابایټ سره برابر دي.
په دومره سرعت یو اوږد ایچ ډي فلم په څو ثانیو کې ډاونلوډ کېږي.
د جي ۵ انترنیټ سرعت تر جي ۴ لږترلږه ۱۰۰ برابره زیات دی له همدې کبله په یوه ثانیه کې د ډوانلوډ په ۱۰ ګیګابایټ سرعت لږترلږه ۱۰۰ ملیارده وسیلې سره نښلولی شي.
متخصصان اټکل کوي چې ښايي جي ۵ ټکنالوژي د ۲۰۲۰ تر المپیک پورې په تجاري ډول راووځي.
یو ګیګابايټ د ۱۰۲۴ میګابایټ سره برابر دی.
Data Measurement Chart
Data Measurement Size
Bit Single Binary Digit (1 or 0)
Byte 8 bits
Kilobyte (KB) 1,024 Bytes
Megabyte (MB) 1,024 Kilobytes
Gigabyte (GB) 1,024 Megabytes
Terabyte (TB) 1,024 Gigabytes
Petabyte (PB) 1,024 Terabytes
Exabyte (EB) 1,024 Petabytes
By Mukhtar Durrani.