تاند- د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي، خیال محمد حسیني د زابل والي ټاکل شوی دی.
خیال محمد حسیني د ولسي جرګې په تېره دوره کې د غزني د خلکو استازیتوب کاوه.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې نن /سې شنبه/ وویل، ولسمشر ته یې وړاندیز کړی و چې خیال محمد حسیني دې د بسم الله افغانمل پر ځای د زابل والي وګومارل شي او ولسمشر ورسره موافقه وکړه.
بسم الله افغانمل شاوخوا یو نیم کال د زابل د والي په توګه کار وکړ.
افغانمل، چې پخوا په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی و، د ۲۰۱۶ د مارچ په څوارلسمه د زابل والي وګومارل شو.
ویل کېږي چې په نژدې راتلونکي کې د یو شمېر نورو ولایتونو والیانو هم تبدیلېږي.