روسیه وايي په افغانستان کې د مخدرو موادو تولید ۵۰ برابره زیات شوی

د ارګ یوې خبرپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو له جرمي اقتصاد، د نشه یي توکو تولید، پروسس او قاچاق سره جدي مبارزې ته اړتیا لري ځکه چې نشه یي توکي د جنګ او تروریزم د تمویل اصلي سرچینې ګڼل کېږي.


خبرپاڼه زیاتوي پرون شپه (د دوشنبې شپه) د لومړي ځل له پاره، د غوڅ ملاتړ ماموریت په ملاتړ د نشه یي توکو پروسس سرچینو د له منځه وړلو عملیات پیل شول چې د خبرپاڼې په حواله په اوسني پړاو کې د دغو عملیاتو تمرکز هلمند په ځانګړي ډول پر سنګین، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالیو دی. 

 خبرپاڼې دا هم لیکلي چې د دوشنبې شپې په هوایي بریدونو کې په ټوله کې د نشه یي توکو  پروسس اته ستر مرکزونه په نښه او له منځه تللي دي.


د خبرپاڼې له مخې  اوسنۍ جګړه د نشه یي توکو جنګ او د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د تمویل اساسي سرچینه بلل کېږي.

دا داسې مهال دي چې همدا تېره اونۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت اعلان وکړ چې د تېر کال په پرتله سږکال د نشه يي توکو تولید ۸۷٪ لوړ شوی او دغه راز، د نشه یي توکو بوټو کښت د تېرکال په پرتله ۶۳ سلنه زیاتوالی ښيي. سرچېینې ویلي چې سږ کال په هېواد کې شاوخوا ۹ زره ټنه تریاک تولید شوي په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې هرکال شاوخوا  ۵ زره ټنه تریاک تولیدېدل.

ها خوا داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې پخوا په کوکنار خېزه ولایتونو کې د کال یو فصل کوکنار کرل کېدل، خو د کره رپوټونو له مخې د هلمند په ګډون داسې سیمې شته چې په وروستیو کلونو کې د کال ان درې فصله کوکنار په کې کرل کېږي. له تردېد پرته په وروستیو شاوخوا درې کلونو کې چې په هلمند کې د ناامنیو لمن پراخه شوې لامل یې همدغه د نشه یي توکو بوټو او د نشه یي توکو تولید زیاتوالی دی. سره له دې چې د نشه یي توکو کلني عاید په اړه نوې شمېرې نه دي خپرې شوي او د پخوانیو شمېرو پربنسټ د افغانستان له نشه یي توکو د کال شاوخوا ۷۰ میلیارده ډالر تر لاسه کېدل چې کېدی شي د تولید کچې لوړوالي په پرتله یې عاید هم اټکلېدی شي.

د پخوانیو شمېر پر بنسټ بیخي لږ ونډه افغان کروندګرو ته رسېده یانې له شاوخوا ۷۰ میلیارده ډالرو ایله ۵۵۰ میلونه ډالرو پورې بزګرانو ته رسېدل چې که ددوی د کرکېلې لګښت ترې وایستل شي نو د بزګرانو ونډه په نشت شمار ده. له دې پیسو په ۲۰۱۶ کال کې د بزګرانو له ونډې یو څه کمې بیا افغان طالبانو ته رسېدلي یانې تر شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالرو پورې خو په ۲۰۱۱ کال کې د افغان طالبانو ونډه بیا ۱۵۰ – ۱۵۵ میلیونه ډالر اټکل شوې وه. هغه مهال د افغان قاچاق وړونکو ونډه ۲/۱ میلیارد ډالر، خو د پاکستاني طالبانو ونډه ۲ میلیارده ډالر ښودل شوې وه او پاتې نورې ټولې پیسې بهرنیو قاچاق وړونکو ته رسېدلي دي.  

د بهرنیو قاچاق وړونکو حساب جلا دی خو زموږ د بحث وړ مسله د پاکستاني طالبانو ونډه ده چې د زړو شمېرو پربنسټ ۲ میلیارده ډالر ښودل شوې، هیڅ سلیم عقل دا نه شي منلی چې پاکستاني طالبانو دې دا پیسې ترلاسه کړې وي سره له دې چې پاکستاني طالبان خو هم بیا په ښو او بدو ویشل شوي چې پاکستاني پوځي واکمن وخت پروخت هم خپله او هم د بهرنیانو پرمټ د بدو طالبانو مشران وژني، لکه بیت الله مسعود، حکیم الل مسعود، حاجي عمر او نور. له تردید پرته دا پیسې د بدو طالبانو ډلې ته نه دي تللي بلکې د ای اس ای د خوښې طالبانو په لاس خپله ای اس ای ته رسېدلي چې هدا پیسې د افغانستان پر ناامنه کولو لګېدلي او لګېږي. پردې ټول پوهېږي، چې د ترهګرو ملاتړې شبکې نه د خپل کورني عاید پر پیسو چې هسې هم د خپل هېواد اړتیاوې نه شي پوره کولی او نه هم د بهرنیو مرستو پر پیسو ترهګر نه شي تمویلولی چې که د بهرنیو مرستو ټولو نه وي نو د ډېرو د لګښت رپوټ خو به ډونر ته ورکوي، له همدغه ځایه ښکاري چې د بهرنیو کړیو چاندې ترڅنګ د ترهګرو تمویل ستره سرچینه همدغه د افغانستان خپل نشه یي توکي دي.

په دې اړه یو بل لاسوند هم ښیي چې د نشه یي توکو ډېره ګټه د پاکستان لوړ پوړو پوځي چارواکو ته رسېږي.      

پاکستاني لیکوال مبشر حسن په جنګ ورځپاڼه کې لیکلي وو چې پاکستاني پوځیان په مستقیم او غیرمستقیم ډول د نشه یي توکو کار و بار او قاچاق مدیریت کوي او همدغه د لوړ پوړو پوځیانو او د پوځي خارګرې څانګې د عاید ستره سرچینه ده. دی وایي هرکال د پاکستان له لارې له ۶۰-۶۸ میلیارده ډالرو په ارزښت هېرویین ترافیک کېږي چې له دې پیسو ۱۰ میلیارده ډالر په پاکستان کې پاتې کېږي چې د لیکوال په اند د پوځ له اجازې پرته هیڅوک دومره غټ کاروبار نه شي کولی. مبشر حسن وړاندې لیکلي چې په قبایلي سیمو کې د هېرویینو سلګونه کارخانې په مستقیم ډول د پوځیانو ترادارې لاندې دي.

په دې کې شک نه شته چې ډېرې دا پیسې خو به شخصي جیبونو ته هم ځي خو څوک ویلی شي چې د دې پیسو یوه برخه دې د ستراتېژیک عمق موخې ترلاسه کولو له پاره نه لګول کېږي. دا نو اوس له لمره هم روښانه ده چې د ستراتېژیک عمق ترلاسه کولو اصلي وسیله اورپکي او ترهګر دي چې په لومړي سر کې افغانستان او هندوستان او وروسته ټوله نړۍ په نښه کوي.   

له دې ځایه ښکاري چې د افغانستان د ناامنۍ د تمویل ستره سرچینه د دغه هېواد خپل نشه یي توکي دي نو ځکه خو افغان امنیتي چارواکو او د افغانستان نړیوالو ملاتړو ته بویه چې همدې برخې ته جدي پام وکړي او که وتوانېږي د ترهګرو پر ملاتړو دا مالي سرچینه وچه کړي د افغانستان، سیمې او ان نړۍ پرامنیت به خورا مثبت اغیز ولري دا ځکه چې په دې سره به د ترهګرو ملاتړي له یوې سترې مالي سرچینې بې برخې شي.   

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *