په خپله کاري څانګه کې لازمه تجربه او مهارت لاسته راوړئ. مطالعه درسره مرسته کوي چې په خپل کاري چاپېريال کې د يو مسلکي کس په توګه چال چلند وکړی. څومره، چې په خپله کاري څانګه کې ډېر معلومات او پوهه ولرئ، په هماغه کچه به مو د خلاقيت او نوښتګرۍ وړتيا ډېره وي. د دې پر ځای چې هرې خوا ته لاس واچوی، ښه ده چې په خپل مسلک کې تخصص واخلی. ډېری کسان په دې اړه فکر کوي، چې که يې طب کې زده کړې کړې وای، ښايي عواید به يې ډېر وو او اوس يې چې اقتصاد کې زده کړې کړې دي نو عوايد يې کم دي. دا ډول فکر باالکل ناسم دی، ځکه که تاسو په خپل مسلک کې پوره وړتیا او تخصص ولری، په کافي اندازه عواید به ولری او له خپل مسلک به خوښ اوسی. هېڅ مسلک ته هم په کمه سترګه مه ګورئ. علم او پوهه تاسو ته قوي وزرونه درکوي، چې کولای شی د خپلې خوښې ځای ته پرې پرواز وکړئ.