همت جانزی- ځايي اوسېدونکي وایې، چې وسله والو طالبانو دښرنې اومټاخان ولسوالۍ په یوشمېر سیموکې دقیام په نوم خپله مهالنۍ مجله خپره کړې ده.

دښرنې سیمې یوتن چې نه غواړي نوم یې خپور شي تاند ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه ددوی دکلي په مسجد کې په خلکو دقیام په نوم څو مجلې ویشلې دي.

سرچینه زیاتوي،په دې مهالنۍ کې دوسله والو طالبانو له لورې دهغوی دمړو یوشمېر انځورونه او ددې ترڅنګ نور مطالب خپاره شوي دي.

په ښرنه کې دشهاب االدین اتل په نوم یو تن چې ځان دوسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي تاند ته وویل، دقیام مجلې په ۲۰ ګڼه کې دیوشمېر اسلامي اوجهاد ارزښت لیکنو ترڅنګ په پکتیکاکې دګاونډي هیواد پاکستان دنصاب دتدریس په اړه داسلامي امارات په نوم څېړنیز راپور هم خپور شوی.

نوموړی زیاتوي، په دې راپور کې ددولت داخبره ردشوي چې ګواکي پاکستانی نصاب په هغو سیموکې تدریس کېږي چې دمخالفینو ترولکې لاندې دې.

هغه وایي هغه سیمه چي د پاکستانی نساب پکي تدریس کیږي ددوی تر واک لاندي نه بلکي د دولت په کنټرول کي ده.

  دپکتیکا امنیه قومندان مل پاسوال ځدراڼ په دې اړه ټولنې راډيو ته وویل، طالبان غواړي دداسي مطالبو اومجلو په خپرولو سره په سیمه کې محبوبیت ترلاسه کړي.

دده په وینا، طالبانو داسلام له نوم څخه په ګټې اخیستنې همیشه بې ګنا مسلمانان وژلې،ځورولي او هغه لویې لارې چې دخلکو داسانتیالپاره جوړې شوې په خپلو بمونو اوماینونو ورانې اوویجاړې کړې دي.

داپه داسي حال کې ده چې له دې وړاندې هم همدغه مجله دوسله والو طالبانو له لورې خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *