تاند- په جلال اباد ښار کې نن /پنجشنبه/ په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۸ تنه شهیدان او ۱۵ نور ژوبل شول.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، برید د ماسپښین په ۳ بجې د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان شیخ اکرم د کور مخته وشو.
امنیتي چارواکي وايي، انتحاري حمله کوونکي ځان د قوماندان اکرم د پلویانو لور ته نژدې کړ او واسکټ یې وچاوداوه.
د شیخ اکرم کور د جلال اباد ښار د کمپنو په سیمه کې دی.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې په دې برید کې ۶ ملکیان وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کامه وال وايي چې روغتون ته د ۸ تنو مړي ا ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.
تراوسه کومې وسله والې تروریستي ډلې د حملې مسوولیت منلی نه دی.