تاند- په بریتانیا کې اومیندوارو ښځو ته سپارښتنه شوې چې د اومیندوارۍ په وروستیو ۳ میاشتو کې په یوه اړخ ویده شي.

دا سپارښتنه پر۱۰۰ ښځو له څېړنې وروسته شوې ده او ویل شوي چې که د اومیندوارۍ په وروستیو ۳ میاشتو کې ښځه په یوه اړخ ویده شي په رحم یا زیلانځ کې یې د جنین د مړینې مخه نیول کېدای شي.

په بله ژبه دا څېړنه وايي چې که د حامله توب په وروستیو ۳ میاشتو کې مور په ستوني ستغ نه بلکې په یو اړخ پرېوځي دا احتمال بیخي کمېږي چې ماشوم یې مړ وزېږي.

په څېړنه کې جوته شوې، هغه ښځې چې د اومیندوارۍ په وروستیو ۳ میاشتو کې په اړخ نه وې وېدې شوي، په هرو زرو کې د ۲۹۱ تنو ماشومان مړه پیدا شوي دي.

څېړونکي وايي، مهمه دا ده چې کله اومیندواره مېرمن ویدېږي باید په اړخ پرېوځي او که د خوب په ترڅ کې وروسته اړخ بدلوي یا ستوني ستغ وېدېږي، پروا نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *