حميد حفيظي

که څه هم  د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی دی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له‌پاره بشپړ چمتوالی لري او تخنیکي او عملیاتي چارو د پیلېدا په موخه طرحې او تګلارې جوړې شوې دي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه خبري ناستې په لړ کې اعلان وکړ چې راتلونکی ۱۳۹۷کال، د چنګاښ پر ۱۶مه به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وشي.

تر دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې ټاکنې به په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې کېږي، خو دې اعلان پایله ور نه کړه او ټاکنې بیاځلې وځنډېدې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا دا وار به ټاکنې د افغانستان له خپلې بودیجې سمبالېږي او دولت ورته بشپړ تیاری نیولی دی، ځکه وړاندې تر دې ټاکنې د بهرنیو مرستو پر مټ وې. دا وار کمېسیون وار له مخه خبرداری ورکړ چې د لاس‌وهنو مخنیوی به کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون څرګنده کړې چې بیا هم د رایې ورکونې له‌پاره کاغذي کارټونه وېشل کېږي او د ولسي جرګې ټاکنې به الکټرونیکي سیسټم څخه ګټه نه اخیستل کېږي او د ټاکنو د کارټ تر لاسه کولو له‌پاره به بیا له کاغذي سیسټمه ګټه پورته کړي او نه‌شي کولای چې د رایې ورکونې ټول سیسټم بریښنایي کړي، خو د کاغذي سیسټم د جوړولو له‌پاره طرحې او پلانونه جوړ شوي او چمتوالی نیول شوی دی.

افغانان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کړنو او د هېواد د امنیتي حالاتو په پام کې نیولو سره څرګندوي چې راتلونکې د ولسي جرګې ټاکنې به بیا هم د زورواکيو له خوا له درغلیو او ستونزو سره لاس و ګرېوان وي، خو لا هم تر دې مهاله څرګنده نه ده چې راتلونکې ټاکنې به واقعاً د ۱۳۹۷ کال، د چنګاښ پر ۱۷ تر سره شي.

ډېری افغانان د برېښنایي پېژندپاڼو نشتوالی، د ناامني زیاتېدا، د ټاکنو په اړه د عامو خلکو د ذهنیت خرابی، د وسله‌والو ډلو ګواښونه، د بې‌اعتمادي او بې‌باوري د فضا زیاتوالی او د سیمې او د نړۍ د ځينو هېوادونو له خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې دخالت هغه ستونزې دي چې واقعاً راتلونکې ټاکنې به په خپل وخت و نه‌شي او د دې تر څنګ که تر سره هم شي خلکو ته به د منلو وړ نه وي.

اوس چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي ټاکل شوي باید هڅه وکړي چې د پورتنیو ستونزو د اواري په موخه جدې هلې ځلې وکړي. د ځینو ستونزو له کبله د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزي استعفا وکړه او اوس یې بېلابېل غبرګونونه را پارولي، ځینې یې د افغان حکومت له خوا د فشارونو له کبله بولي، خو ځینې نور یې بیا دا استعفا د ملي یووالي حکومت غوښتنو او د ټاکنو په اړه د دوی د نظریاتو د نه پلي کېدا لامل بولي. په هر صورت که د ملي یووالي حکومت په افغانستان کې د مشروع نظام د جوړېدا له‌پاره چمتوالی لري باید هڅه وشي چې ژر تر ژره د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌پاره مشر وټاکل شي.

دا چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي به څومره پیاوړي وي او واقعاً د درغلي په مبارزه کې به زورواکي لاندې کړي که څنګه؟ دا هغه پوښتنه ده چې لاهم د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکيو نه ده ثابته کړې چې کولای شي د حکومتي چارواکو له نفوذ پرته ټاکنې تر سره کړي، ځکه د دوی کړنو ته په کتو سل په سلو کې جدي نه ښکاري او تر دې مهاله یې داسې یو نوښت وړاندې نه کړ چې ثابته کړي راتلونکې ټاکنې به رڼې، عادلانه او سراسري وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  په تشریفاتي ډول د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټې د اعلان هرکلی کړی، خو داچې واقعاً اراده لري چې ټاکنې تر سره شي که څنګه؟ دا هغه پوښتنه ده چې د وخت په تېرېدا او د ولسي جرګې د ټاکنو د نېټې په را رسېدا سره به ځواب ومومي.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د ۲۴۹ څوکیو له‌پاره وي چې د هر ولایت د نفوس د انډول په پام کې نیولو سره، نږدې هر ولایت ته څوکۍ ځانګړې شوې دي. د ولایتي شوراګانو د څوکیو شمېر د هماغه ولایت د نفوس د شمېر پر بنسټ ټاکل کېږي. هره ولایتي شورا له ۷ نیولې تر ۳۱ پورې چوکۍ لري.

که څه هم د افغانستان په تاوتریخجن او جګړه‌یز حالت کې بیا د ولسي جرګې ټاکنې تر سره کېږي چې حتماً  به له ننګونو او ستونزو سره مخ وي، خو د ټاکنو له نه تر سره کېدا څخه بیا هم ستره خبره دا ده چې ټاکنې تر سره شي او د افغانستان مقننه قوه له نامشروعیته وژغورل شي.

د افغانستان ولسي جرګه چې کاري موده یې کال وړاندې پای ته رسېدلې، د ولسمشر غني په ځانګړي فرمان خپلې چارې مخ ته وړي، خو ډېرو ته اوس هم د نیوکې پلمه ده چې ګواکې ولسي استازي په ناقانونه موده کې کارونه کوي او باید ژر تر ژر ټاکنې وشي.

که دافغانستان اساسي قانون ته پام وشي، اساسي قانون په (۳۳) مه ماده کې وايي د افغانستان اتباع د نوماندولو او رایه ورکولو حق لري، یانې د افغانستان ټول په شرایطو برابر کسان کولای شي چې هم ځان نوماند کړي او هم د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي. پورته مادې ته په کتنې سره له ورایه ښکاري چې د افغانستان ولسونو ته اساسي قانون حق ورکړی او خلک کولای شي په پوره قوت له دغه حقه ګټه پورته کړي، که اوس موږ د هېواد دننه حالاتو ته وګورو؛ نو ځینې کسان اوس هم نه غواړي چې ټولټاکنې تر سره شي، ځکه ځینې وکیلان پوهېږي چې په مشروع توګه ولسي جرګې ته نه بریالي شوي او بیا ځلې هم خلک پر دوی باور نه کوي، له دې امله غواړي چې په بشپړه توګه منفي پاله ووسي.

افغانان له ګواښونو او ستونزو سره سره په هېواد کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کیدا غوښتونکي دي او وایي چې دا ځل نه غواړي داسې ولسي جرګه پرې واکمنه وي چې خپلې ګټې ورته لومړیتوب ولري، بلکې داسې وکیلان او استازي غواړي چې د افغانستان ملي ګټې او ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي او  د داسې چاڼ په ترڅ کې وټاکل شي چې واقعاً افغاني وي چې د خلکو د ارادې تمثیلوونکي شي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *