څو ورځې وړاندې ارګ د زابل مخکېنی والي بسم الله افغانمل له دندې ګوښه او پر ځای يې خيال محمد حسيني د زابل نوی والي مقرر کړ، خو افغانمل صاحب پرون د ولايت مقام مېلمستون لوټلی او ولايت يې تر شا پرېيښی دی.
بسم الله افغانمل د ولايت مقام له مېلمستونه غالۍ ټولې کړې، کمپيوټرونه، مېزونه، چوکۍ، د پخلنځي دېګونه، ګېلاسونه او حتا د لاس پاکولو او تشناب کاغذونه يې هم موټر ته اچولي او کندهار ته وړي دي.
افغانمل صاحب چې له کومې ورځې د زابل والي مقرر شوی، له هماغې ورځې يې په ولايت کې تر دود لاس نه دی تېر کړی، لويه، وړه او داسې غلا چې د کوڅې او کلي غله ماشومان يې هم په غلا شرمېږي، ده ورته زړه ښه کړی دی.
سرخط په وار وار داسې اسناد خپاره کړي چې ښاغلي افغانمل د بيت المال پرېمانه پيسې جېب ته پکې اچولې او بيا يې منلې هم نه ده چې دغه پيسې دې ده وړې وي.
په لس ميليونه افغانۍ د يوې کوټې له رنګولو نيولې، د ملايانو، قومي مخورو او هغو مشرانو تر حق پورې چې د نظام ملاتړ ته يې خلک هڅول، زابل ته ځانګړې شوې ټولې پيسې د مخکېني والي په بانکي حساب کې زياتې شوې دي.
ښاغلي افغانمل د ولايت په لومړيو شپو ورځو کې د زابل له ولايت مقام څخه کړکۍ، دروازې او غالۍ يووړې او غوښتل يې په کندهار کې يې په خپل نوی جوړېدونکي کور کې ځای پر ځای کړي، خو د سرخط تر يوه راپور خپرولو وروسته، مجبوره شو چې هماغه کړکۍ او دروازې بېرته زابل ته راولېږدوي.
تر هغه وروسته يې د ولايت مقام د ساتلو په موخه له بيت المال څخه د ګڼ شمېر سميټي خښتو په نوم پيسې ايستلې وې، خو وروسته مالومه شوه چې خښتې يې د سرتېرو له قرارګاه راوړې وې او پيسې يې جېب ته اچولې وي.
سرخط ته رسېدلي وروستي مالومات دا دي چې ښاغلي افغاننمل د ولايت له خوشې کولو سره سم، د ولايت مېلمستون هم لوټلی دی.
ده ته چې د ولايت مقام په مېلمستون کې هر څه داسې په نظر ورغلي چې د ده په درد خوري، هغه يې موټر ته اچولي او کندهار ته وړي دي. حتا د تشناب کاغذونه يې هم وړي دي.
د زابل د ولايتي شورا مرستيال اسدالله کاکړ وايي، پرون زابل د افغانمل د واليتوب وروستۍ قرباني هم ورکړه.
دی وايي، والي حتا د مېلمستون ځينې کړکۍ ايستلې او وړې دي او د ځينو يې ښيښې ماتې کړې دي.
د کاکړ په خبره، د ولايت د دفتر له رييس سره يې خبرې کړې دي او هغه ورته ويلي دي چې والي صاحب د شپې د ولايت مېلمستون لوټلی دی.
دی وايي، لوټل شوي سامانونه ټول په اداري رييس پورې ثبت شوي دي، خو هغه نه حاضرېږي چې د دوی پوښتنو ته ځواب ووايي.
سرخط د زابل د ولايت مقام اداري او مالي رييس عبدالرحيم خان هم راپيدا کړ او د وړمې شپې د لوټ په اړه يې ورڅخه وپوښتل.
عبدالرحيم خان وايي، هو والي صاحب سامانونه وړي دي، خو ده ته يې دقيق مالومات نهشته چې کوم کوم شيان والي صاحب ته د کار ښکاره شوي او موټر ته يې اچولي دي.
هغه مالومات چې سرخط ته په لاس ورغلي، په ډاګه کوي چې د زابل مخکېني والي ښاغلي بسم الله افغانمل د ولايت مقام له مېلمستون څخه څلرويشت غالۍ، د کوټو پردې، توشکې او بالښتونه وړي.
له اشپز خانې څخه يې نهه دېګونه، ګڼ شمېر قابونه او څلوېښت دستې د لاس پاکولو کاغذي دسمالونه له ځان سره وړي.
له دېوالونو يې ټولې منظرې او عسکونه خلاص کړي، درې مېزونه، څلېښت چوکۍ او شپږ کمپيوټرونه يې هم کندهار ته رسولي او په دې سربېره يې، پنځوس کارټنه تشنابکاغذونه وړي او د مېلمستون له پنځو کوټو يې کړکۍ هم کښلې دي.
په دې سربېره، والي صاحب د ولايت مقام ټولې هغه سولر يا لمريزې ښيښې هم خلاصې کړې او کندهار ته وړې دي چې د ولايت مقام مېلمستون ورباندې روښانه و.
هڅه مو وکړه په دې اړه د ښاغلي افغانمل نظر هم واخلو، خو و نه توانېدو.
سرخط ورځپاڼه
دا خو سم کوچنی کرزی ؤ
د تاند د تیر کال یوخبر د افغانمل د ټاکل کیدو په اړه
( بسم الله افغانمل د زابل د نوي والي په توګه وټاکل شو…د زابل مخکیني والي انور اسحاقزي په وروستیو کې له زابل سره خدای پاماني وکړه. د اسحاقزي له لیرې کیدو وروسته د زابل خلکو د یوه تکړه او په کار پوه والي غوښتنه وکړه)
که په افغانستان کې د ۳۴ والیانو یو هم تکړه او په کار پوه وي نو هغه افغانمل صیب دی. زموږ د افتخاراتو تاریخ یو فصل تش و هغه ده ډک کړ. البته خوارګوټي به وخت نه درلود یا به یې وسایل نه وو که نه د ولایت تعمیر او دیوالونه یې هم وړل…او یا به یې دا کار نوي والي ته پرېښی وي
دا خبر دی که مقاله؟ دا د سرخط لیکنې خو لکه چرګ چې له بڼګو او پښو او وزرونو سره یو ځای دېګ ته ورواچوئ نه معلومیږي چې دا خبر دی که راپور که مقاله.
دغه ته نر وایی !
په دری کی وایی چی :
چی دلاور است دزد که به کف چراغ دارد
که چیرته دغه د شرم، غلا او د دفتر دلوټلو موضوع حقیقت ولری؟ باید دغه والی څارنوالی ته معرفی شی ځکه چه په راتلونکی کی دغه کلتور ځمونږ په وطن کی رواج پیدا نکړی
بسم الله خان خو سم دم د زابل له ولایت سره جهاد کړیدی. حتما د کرزي صیب له خپلوانو یا انډیوالانو څخه دی. بسم الله خان به هم ځان د دولت له اپوزیسیون نه شماري.