د طلوع په نوم له یوه خصوصي تلویزیون سره د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل د خبرو تر شا ډیر رازونه ښکاري او هره خبره یې ډیرې نورې خبرې زیږي، زه دنبیل دخبرو د ډول او طرزاویا هم په پښتواو دري خبرو په اړه څه نه وایم زه غواړم د نبیل د خبرو ترشا هغه پټ رازونه راوسپړم چې باید خلک او ملت ورباندې وپوهیږي .

د خلکو په ذهنونو کې مهمه پوښتنه دا وه چې د ۲۰۱۴ کال دولسمشرۍ ټاکنو اصلي ګټونکی څوک و او ولې د ټاکنو دغې پروسې د بزکشۍ دلوبې بڼه غوره کړه ، رایه ورکونکی زموږ ملت و چې په ټاکنو کې یې په ډیرو سختو او ترینګلو حالاتو  کې ګډون وکړ او د خپل سرنویشت پریکړه یې وکړه

خو له بده مرغه دغه ټاکنې لکه څنګه چې دملت هیله او غوښتنه وه تر سره نه شوې ، په ټاکنو کې د دواړو ټیمونو ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې او خبره په میاشتو میاشتو وځنډیده، عام ولس په دوه لارو کې حیران ونه پوهیده چې څوک ګټونکی دی او څوک بایلونکی خلک په دوه ډلو ویشل شوي و او هره ډله په دې باوري وه چې موږ ګټونکي یو.

خو نبیل له اوږده ځنډ وروسته هغه رازونه برملا کړل کوم چې ولس ورنه ناخبره و ، دنبیل په خبرو کې د تیر حالت انځور له ورایه ښکاريده چې د انتخاباتو پروسه څنګه او په څه ډول پرمخ وړل کیده ، د کارتونو د چاپ ماشینونه ، جعلي کارتونه او له ټاکنو وړاندې توافقات هغه مسائل دي چې  تیرکونګ حالت ګویا کوي او هم د راتلونکې په وړاندې اندیښنې را پورته کوي .

دا حالت ولس ته څرګندوي چې په ځینو چارو کې د دولت لوړ رتبه چارواکي هم نه شي کولی دځینو خپل سریو مخه ونیسي او یا په دې معنې چې ځینې سرغړونې او ناقانونه کړنې د لوړپوړو چارواکو له خبراوي سره سره ترسره کیږي .

 نبیل دغه مسائل ولې له دریو کلونو وروسته په داسې یو حساس وخت کې مطرح کوي  چې له یوې خوا د راتلوکو ټاکنو په اړه اندیښنې موجودې  دی او له بلې خوا په کور دننه دلوې جرګې د جوړیدو ګرمې اوازې او هلې ځلې روانې دی، یوه ډله هڅه کوي چې لویه جرګه جوړه او مخکنی ولس مشر کرزی واک ته ورسوی له بلې خوا ولسمشرغني د کرزی د روانې لوبې د شنډولو پر لارو چارو بوخت دی .

ولسمشرغني په یوه تازه فرمان کې د کندهار د عینومینې د ښارګوټي د څیړلو امر کړی دغه ښارګوټی دولسمشرګرزي او دهغه دوروڼو مربوط دی چې په هکتارونو ځمکه یې نیولې ،غني هڅه کوي چې په دا ډول کړو وړو سره د کرزي دهغو هڅو مخه ونیسي چې د لوې جرګې د جوړیدو لپاره یې کوي .

خو په ټوله کې دنبیل خبرې دبحث وړ دي له دغو خبرو ډیربرداشتونه او کره معلومات راټولیدلی شي  د تیرو انتخاباتو حالت او د راتلونکو ټاکنو په وړاندې اندیښنيې ، هغه مسائل دي دخلکو په منځ کې ورباندې تاوده بحثونه روان دي .

  که چیرې حکومت د راتلونکو ټاکنو په اړه جدي تصمیم ونه نیسي او ولس ته د رڼو ټاکنو ډاډ ورنکړي ممکن راتلونکې ټاکنې به هم له ګڼو ننګونوسره مخ وي او دولس اندیښنې به د تیرپه څیرپه خپل ځای پاتې وي .

په داسې یو حالت کې چې له یوې خوا د هیواد په ډیرو ولایتونو کې جګړه روانه ده او له بلې خوا په دولت کې دننه د قدرت دانتقال  په سر لانجې او ستونزې رامنځ ته شي نو دغه حالت لوی بحران زیږولی شي، ښه به داوي چې د رڼو ټاکنو لپاره پراخې هلې ځلې وشي ترڅو په ټول هیواد کې داسې ټاکنې ترسره شي چې ولس ته دمنلو وړوي د رڼو ټاکنو لپاره د الکترونکي تذکرو ویش یو مهم اصل دی که چیرې په هیواد کې الکترونکي تذکرې وویشل شي نو ترډیره د درغلیو مخه نیول کیږی بیا به نه جعلي کارتونه وي او نه هم د کارتونو دچاپ ماشینونه ، (دنبیل د خبرو ترشا په پرتورازونو نورې خبرې دنورو لیکنو په لړۍ کې  ).

درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *