سرور ستانکزی، سویډن

مونږ ته ځینې شیان عادي ښکاري، خو د انسان په پرمختګ او ښه تمرکز لرلو کې ډېر رول لوبولی شي چې زه یې یو څو مثالونه دلته وړاندې کوم:‌

اول – مثبت فکر: مثبت فکر تاسو سره پخپلو زده کړو کې ډېره مرسته کولی شي. زه مطمئېن یم که چېرې تاسو د مثبت فکر لرلو تر څنګ خپله انرژي په کار واچوئ تاسو د ډېرو سختو درسونو سره بیا هم کامیابي لاسته راوړلی شئ. تل هڅه وکړئ د یوې موضوع یا د یوه کار د سرته رسولو په شروع کې د منفي فکر پرځای مثبت فکر وکړئ، د ځینې ملګرو د لا پوهونې لپاره د مثبت او منفي فکرڅو مثالونه وړاندې کوم؛

الف.‌ که تاسو د یوه کار په پیل کې داسې فکر کوئ چې دا کار ناممکن دی، د دې پر ځای باید داسې فکر وکړئ چۍ زه خپله هڅه او کوښښ کوم او یا د دې کار ترسره کول ممکن دی.

ب.‌ د ښوونځي یا پوهنتون درسونه درباندې ډېر شوي دي. د دې پر ځای داسې فکر باید وکړئ؛ د ډېرو درسونو ویل سخت دي، مګر زما د پوهې د ډېرېدلو سبب هم کیږي.

ج. زه تکړه نه یم، دا درس سخت دی او زه یې نشم زده کولی. د دې پر ځای باید داسې فکر وشي، چې ټول پوه خلک د سختو مطالعو او هڅو څخه وروسته پوه شوي، یا داسې؛ زه ترهغه هڅه او کوښښ کوم چې دا درس زده کړم.

دویم – پخپل ځان پخپله وویاړئ: تاسو شاید لږ داسې ملګري ولرئ چې ستاسو مثبتې نقطې تاسو ته بیانوي چې تاسو ته ډاډ درکوي.‌ هڅه وکړئ تاسو هر وخت پخپله پر ځان ډاډ ولرئ، له خپلو ښو کړنو یا لاسته راوړنو څخه وروسته خپل ځان ته د تکړه او با استعداد شخص په نظر وګورئ. دا ډول فکر ستاسو د فکر قوه لا ډېره پیاوړې کوي او ستاسو د علمي جرئت په ډېرېدلو کې مرسته کوي.

دریم – تل د خپلو نژدې ملګرو په هکله مثبت فکر ولرئ: تاسو شاید نژدې ملګري ولرئ، چې خپل رازونه سره تبادله کوئ. که کوم ملګری مو پخپلو ورځنیو درسونو کې تمبل وي، تاسوهیڅ وخت د هغوی د ضعف نقطې د هغوی تر مخې مه بیانوئ. پرعکس یې،‌ ډاډ ورکړئ او د مثبت فکر لرلو ته یې وهڅوئ، دا نه یوازې هغه سره مرسته کولی شي، بلکې ستاسو د مثبت فکر د قوې په ډېرېدلو کې هم مرسته کوي.

څلورم – سخت درس سره د مخامخ کېدو په وخت کې له لنډو وقفو څخه استفاده وکړئ. تاسو شاید ځینې وختونه له سختو درسونو سره مخامخ شئ، د کتاب د ځینې سختو عنوانونو په لیدلو سره سمدلاسه مه نهیلي کېږئ او منفي فکر مه کوئ. که د اړوند عنوان درس سخت وه د نهیلۍ یا منفي فکر پرځای اوږده ساه واخلئ، سمدلاسه خپل فکر بدل او یوه لنډه وقفه وکړئ.

پنځم – ځانونه اصلي نړۍ سره وصل کړئ. که چېرې تاسو د موبایل د ډېر استعمال سره عادت یاست، هڅه وکړئ چې ښوونځي یا پوهنتون ته له وړلو څخه یې ډډه وکړئ یا د درس ویلو په وخت کې یې مکمل بند کړئ. دا له تاسوسره د زده کړو په دوران کې د ښه تمرکز په لرلو کې ډېره مرسته کولی شي چې په دې توګه به تاسو کافي اندازه ذهني ارام ولرئ.‌

One thought on “څنګه کولی شو چې د درس په دوران کې ښه تمرکز وکړو؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *