تاند- اسیايي پراختیايي بانک په ۵ کلونو کې د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره افغانستان ته ۲۲۳ ملیون ډالره ورکوي.
د اسیايی پراختیايی بانک چارواکي وايي، دا پیسې به د افغانستان پر کرنه، انرژۍ، بنسټونو او طبیعي سرچینو ولګول شي څو په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو لپاره د ژوند برابر شرایط رامنځته شي.
د اسیايي پراختیايي بانک په وینا دا پیسې به په افغانستان کې د اقتصادی سیکتور له ودې سره مرسته وکړي.
اسیايی پراختیايی بانک له نړیوال بانک وروسته د افغانستان یو مهم مالي ملاتړی دی. دا بانک غواړي چې په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د ودې لپاره یو لړ مهمې پروژې پیل کړي.