ځينې په خلک په غیر مستقیم ډول د بهرنیو استخباراتي کړیو په جال کې پریوتي دي .

مجازي نړۍ ګڼ ځوانان د شخصي رسنیو خاوندان کړل تر ډېره په نورو مطبوعاتو تکیه کمه شوې او د یوې پېښې او یوې ګړنې په صورت کې عام خلک عامه رسنیو ته مراجعه کوي په ژورنالېزم کې د سرچوک اوازې چې تر ډېره بریده ناسم معلومات وي اوس دغه معلومات مستقیما عامه رسنیو ته په بېلابېلو شکلونو راځي او نشریږي ،دغه معلومات کله ناکله دیو قوم، سیمې او شخصتونو د تخریب لامل کیږی موږ ګڼې داسې لیکنې هم لولو چې هغه نه یواځې شخصیتونو ته صدمه رسوي بلکه په دې سره دوۍ د هېواد په کچه هم زیانمنوونکي حالات راوړلی شي ، موږ چې په کوم شریک قلمرو او شریکه جغرافیه کې ژوند کوو هر بد حالت د ټولو ژوند زیانمنولی شي قومي او سیمه ییزې ستونزې زیږولی شي او دغه ملت د بربادۍ لور ته کشکاږي .

ټولنیزیو رسنیو خلکو ته د فکر د څرګندولو فرصت ورکړی، مالوماتو يې لاسرسۍ اسان کړی او پدې وروستیو کې يې د ځوانانو تر منځ ملګرتیا ډېره کړې ده.

موخه د ټولنیزې میډیا مسلکي او سمه کارونه ده ټولنیزه میډیا نن ورځ په نړۍ کې خپل ځای لري، پدې وروستیو کې ډېری افغانان هم انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسۍ لري، په ډېرو مواردو کې ځوانان لیدل کیږي چې له سوشېل میډیا استفاده کوي، دا چې په څه ډول ټولنیزه میډیا مسلکي او سمه وکاروي، په دې برخه کې لنکن مرکز مشخصې برنامې لري، تر څو دوی ته روزنه ورکړو څو ټولنیزې میډیا نه په څه شکل او سمه استفاده وکړي ټولنیزې میډیا ځوانان سره نږدې کړي اوپه عامه پوهاوي کې يې اغېزمنه تمامه شوې ده.

سوشیل میډیا پر ځوانانو باندې ډېر تاثیر کړی دی، ځوانان يې سره راټول کړي دي، په ډېر لږ وخت کې د ډېرو مسالو څخه خبریږي، نو دوی مالوماتو ته لاسرسۍ لري او که وغواړي کولای شي، په ډېرې اسانۍ سره خپل نظر له نورو سره شریک کړي

د ټولنیزو رسنیو یا سوشل میډیا، په خاصه توګه د فیسبوک، رول ډیر روښانه دی. زما هم ډیر کلونه وشول چې د فیسبوک غړیتوب لرم .
په لومړیو کې مې فکر کاوه چې افغانان له عامه رسنیو سره نابلده دي د وخت په تېرېدو سره ممکنه ده چې دغه توکي په ښه ډول سره وکاروي تمه مې لرله چې دوۍ به خامخا مثبت او ګټور بدلون راځي او دوي به وکولاي شي چې فیسبوک د خپلو افکارو د عامولو او د خپلو مخالفینو د قانع کولو لپاره کاروي..

خو په دې وروستیو کې فیسبوک په مستقیم او غیر مستقیم ډول دځینو شخصي او پردیو استخباراتي جګړې لپاره کارول کیږی .

په وروسیتو کلونو کې افغان حکومت او یو شمېر مرستندویه ادارو هڅه کړې، چې پوهنتونونه او نور علمي او اکاډمیک مرکزونه معیاري او په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړي.

ټولنیزو رسنیو تر ډېره د کلیوالو او لیرې پرتو سیمو د خلکو او ځوانانو د فکرونو او نظرونو څرګندولو ته هم زمینه برابره کړې ده
که همداسې اجازه ورکړل شي او مخه یې و نه نیول شي نو د ټولنې په پرمختګ او که نه په شاتګ کې ډیر اساسي رول لوبلاي شي.


انټرنیټ او کمپیوټر یوازې د افغانستان په حکومتي ادارو او نورو ناحکومتي ادارو کې د ورځنیو دفتري چارو لپاره نه کارول کیږي، بلکې اوس انټرنټ څخه ډیری لوستي وزګار ځوانان د کار موندنې د یوې سرچينې په توګه هم کار اخلي

داسې نه ده چې ټکنالوژي په هر حالت کې د انسان د ګټې لپاره ټکنالوژي چې په هره بڼه ده ګټه او تاوان يې د کارونکي په صلاحیت او اهلیت پورې تړاو لري، او په دواړه حالتونه کې کارونکې د خپلو کارونو مسئول دی د ټکنالوژي پکې ډیر مسئولیت نشته دی.

څو کلونو په تېرېدو راته داسې بریښي چې دا عادت د بدلېدو ندی. د فیسبوک کارونکي که څه هم هر ساعت زیاتېږي خو داسې برېښي چې ډير کارونکي یې د داسې کارونو لپاره استعمالوي چې د هغوي د شخصیت په پرمختک او پیاوړتیا کې هیڅ رول نه لوبوي.

 هغه خلک چې د ښار څخه په واټن کې وي او نشي کولای چې ښار ته راشي، هغوی هم کولای شي، له انټرنیټي سایټونو ښه استفاده وکړي، خلکو ته خپل نظرونه ورکولای شي ، ځکه هر وخت ښار ته د مسایلو د خبراوي په خاطر نشي راتلای

یاده دې وي، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په افغانستان ټکنالوژۍ تر بل هر څه ډېر پرمختګ کړی اودا مهال د هېواد په نژدې ټولو لویو ښارونو کې انټرنیټي اسانتیاوې شته

نه یې خپل فکر پرې تقویه کیږي او نه هم د خپلو مخالفینو د قانع کولو کوښښ پکې لیدل کیږي ځکه د دوي په لیکنو کې دلایل لږ او د مخالف لوري یا د هغه موقف سپکاوی ډیر پکې لیدل کیږي، دا د دې دلیل هم دی چې افغانانو د تېرو څو لسیزو د ناخوالو له امله د مدلل بحث عادت له لاسه ورکړی دی او د بدل موقف لرونکي له قانع کولو او له ځان سره د ملګري کولو څخه یې زیات پام دې ته وي چې څنګه هغه پړ، د انسانیت او اسلامیت له دائرې څخه وباسي. هغه قومونه چې دوي یې ټکوي او دښمني ورسره کوي هم له همدا ډول تکنیکونو څخه استفاده کوي تر څو خپل مخالف خلکو ته د وحشي او ناانسانه په توګه ورويیژني او بیا چې یې هر څنګه ختمولاي شي ختم یې کړي. خو یادونه باید وشي چې همدا ځوان قشر دی چې د ټول افغانستان ورته سترګې دي او د فیسبوک په څېر وسایل د دوي د شخصیت د ښکاره کولو لپاره ډیر ښه فرصت دی، خو له بده مرغه دوي یې ضایع کوي.

ټولنیزې شبکو کې ګڼ داسې ځوانان هم لیدل کیږي چې په غیر مستقیم ډول د هېواد لپاره خطرناکو عملونو په ترسره کولو دغه خوار ملت د بدبختیو کندې ته پرېباسي.

 
ټولنیزو شبکو په کارولو سره د زده کوونکو لپاره د ټیکنالوجی مهارتونوکښي معلومات اخيستلو لپاره مرسته کوي، او د عصري علومو په اړه ډېرمختلف نظرونه څخه ګټه موندلو لپاره فرصت تر لاسه کيږي.

له ټولنيزي رسنيو څخه فقط شخصي ګټه نه اخيستله کيږي بلکه د کارموندني په صورت کښي هم ګټور وي، د کاري او د سوداګريزي بڼي په برخه کښي د ان لاين تبليغاتو له لاري خپل سوداګريز ټولګي ته پر مختګ ور کولاي شي د بيلګي په توګه د خپلو توليداتو لپاره وړ مراجعينو سره په تماس کښي کيداي شي، د ټولنيز رسني له لاري په کامل باور سره خپلوتوکو ته وده ورکولاي شي، د نړي له خلکو سره د ارتباطاتو لپاره ټولنيزرسنيو ډير بدلون راوستي او د اړيکو نيولو لپاره ډيري مناسبې لاري يي رامنځته کړي.   

.

د ګرځنده تليفونونو څخه د کاراخيستلو په صورت کښي ټولنيزي شبکي  د کمپيوتر څخه کار اخيستلو په پرتله ډير دي لکه فیسبوک، تويتر، انستاګرم، وايبر، واتس اپ، او نور دغه رنګه شبکو له ګرځنده شبکو څخه ليدنه کيږي.

ووايم په ټولنيزي شبکو کښي منفيکارونو سره خپل وخت بربادول به د هغه کس په ذهنيت به بدي پايلې ولري. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *