داودجبارخیل
دجيو تلويوزيون دخبرله مخی دولت د لبيک يارسول الله پاکستان تحريک لاریون کوونکو ته د شپی تر دولس بجو دلاریون ختمولو لپاره وخت وکړی وو.
خونن سهار دولت له زور څخه کار واخستو او عملیات یي پیل کړو ، چې له لاریون کوونکو په ليندو او ډبرو پولیس ويشتل په جواب کې پوليس اوښکې بهيدونکي گاز او اوبو کاروي د پولیسو د سرچینو په وینا، ده چې له لاریون کوونکو سره په نښتو کې د ۱۷۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دغو عملیاتو کې پولیس اوسرحدی ځواکونو برخه اخیستې وو، د پاکستان په ززیاترو پرخو د انټرنیټ سهولت بند او د تلويوزيونوچینلو ته امر شوي چې ژوندی بڼه د لاریون کوونکو ته وخت مه ورکوي .
د لبيک يارسول الله پاکستان تحريک له خوا نن شلمه ورځ ده چې د پاکستان د عدليې (قانون ) د وزير زاهد حامد د گوښه کېدو غوښتنه کوي لبيک يارسول الله پاکستان تحريک پر زاهد حامد تور پورې کوي چې د ختم نبوت په قانون کې يې بدلون راوستى وه