د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز[1]
ټاکل شوې وه، د روانې ميلادي مياشتې (نوامبر) په پيل کې په دُبۍ کې د افغان سیاستوالو، د مدني ټولنې د غړو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو ترمنځ خبرې اترې پيل شي؛ خو د افغانستان د سولې مطالعاتو نادولتي سازمان، چې دا پروسه يې تنظيموله، ويلي چې په دُبۍ کې دا ډول خبرې اترې د اوس لپاره وځنډېدې.
که څه هم تراوسه معلومه نه ده، چې دغه خبرې اترې ولې وځنډېدې؛ خو د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې د دغه کنفرانس موخه دا نه وه، چې د افغانستان د سولې عالي شورا غړي له طالبانو سره وویني.
له دې وړاندې د افغانستان د سولې پروسې په تړاو یو شمېر نړیوالو موسسو داسې غونډې په قطر، جاپان، جرمني، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو کې جوړې کړې دي؛ خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.
د ملي یووالي حکومت د سولې تګلارې ته لنډه کتنه
د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راهیسې، د افغانستان د جګړې ختمول، د امنیتي ځواکونو پیاوړی کول او د سولې پروسه د هېواد د بهرنی سیاست مهم عنصرونه وو. د وروستي هغه په موخه افغان ولسمشر د خپلو بهرنیو سفرونو لړۍ له چین، سعودي او پاکستان څخه پیل کړه او د سولې پروسه کې یې د اسلاماباد د پاملرنې زیاتولو په موخه دوی ته ګڼ امتیازات ورکړل. له همدې امله هم د سولې په تړاو د کابل ډېره تکیه پر پاکستان وه. د افغانستان د سولې په تړاو له پاکستان او چین سره یوځای درېاړخیزې هڅې هم پیل شوې، چې د ارومچي یوه ناسته یې ښکارندویي کوي. دا هڅه هم وشوه، چې په هغو درېاړخیزو ناستو کې د طالبانو له ګډون سره، خبرې اترې څلوراړخیزې کړي؛ ځکه د ارومچي ناستې تر ډېره د افغان طالبانو د اصلي لوري استازیتوب نه شو کولای.
ملي یووالي حکومت، په دغه ټول بهیر کې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې یوازې د مري د خبرو اترو بریا درلوده؛ خو هغه پروسه هم د ملا محمد عمر د مړینې له افشا کېدو سره تم شوه. وروسته د پاکستان، چین، افغانستان او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزې خبرې اترې هم پیل شوې؛ خو هغې پروسې هم په عملي ډګر کې بریالیتوب نه درلود او طالبانو پکې له ګډون څخه انکار وکړ، چې له کبله یې مخامخ خبرو اترو ته لاره خلاصه نه شوه. د هغې پروسې د ناکامۍ یو عمده لامل، افغان طالبانو ته په سمه توګه د بلنې ورکولو پر ځای دوی ته د پاکستان له لارې بلنه ورلېږل وو او ترڅنګ يې دې پاليسۍ هم رول درلود، چې که دوی خبرو اترو ته حاضر نه شي، نو د دوی پرضد به ګامونه اخیستل کېږی. که څه هم پاکستان د سولې په څلور اړخیزه پروسه کې دا خبره ومنله او د داسې کولو ژمنې یې هم وکړې؛ خو وروسته یې بیا هېڅ ونه کړل.
د سولې پروسه باید د پېښو قرباني نه شي!
له بده مرغه تېر تاریخ جوتوي، چې هر کله د سولې په پروسه کې وړوکی پرمختګ هم لیدل شوی، نو دا بیا ډېر ژر د خونړیو پيښو قرباني شوې ده. د سولې پروسه په هېڅ ځای کې هم داسې پرمخ نه ده تللې، چې جګړه پکې درول شوې وي، بلکې د جګړې درول د سولې له تړون او موافقې وروسته راځي. دا چې افغان طالبان خپله جګړه ودروي او له افغان حکومت سره سولې ته غاړه کېږدي، دا همغسې معنا لري، چې افغان ځواکونه دې هم د طالبانو پر وړاندې خپله جګړه ودروي، د هېڅ طالب مخه ونه نيسي، نور چې هر څه پېښېږي!
دغه راز، افغان طالبان هم باید دا درک کړي، چې دوی هم باید د ټرمپ د تګلارې د اعلان او د افغان حکومت له جنګي دریځ سره سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي. ځکه د ویتنام په اوږده جګړه کې هم د امریکا او د هوچي من د سرتېرو ترمنځ هم جګړه روانه وه او هم خبرې اترې. خو په پای کې د پاریس د موافقې له مخې امریکايي سرتېري له ویتنام څخه ووتل.
د سولې پروسه؛ آیا ریښتیا هم د سولې پروسه ده؟
تېره میاشت (اکتوبر) په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه په شپاړسم کال ودرېده. دا جګړه نه یوازې دا چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده؛ بلکې د افغانستان په وروستي درېسوه کلن تاریخ کې هم د بهرنیانو لهخوا یوه بېنظیره او اوږده جګړه ده.
که څه هم په رسمي توګه افغان حکومت ان په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د سولې په تړاو د تحکیم صلح کميسيون جوړ کړ؛ خو دا دی له هغه وروسته، دوولس کلونه اوړي او اوس هم د سولې په ډګر کې د حکومت ګام صفر دی.
اوس هم، د افغان حکومتغټ ارمان دا دی، چې وسلهوال مخالفین د سولې خبرو اترو ته کېنوي. له همدې ځایه ده چې موږ وایو دا د سولې خبرې اترې نه دي، بلکې د حکومت د خبرو اترو لویه موخه دا ده، چې یو ځل په څه طریقه وسلهوال مخالفین د سولې پر میز کېنوي.
دا د ډېر تعجب وړ ده، چې افغان حکومت د دې پرځای چې د خپلو پالیسیو او تګلارو له مخې سولې ته زمینه برابره کړي، د باور جوړونې پلونه جوړ کړي، ټول زور او تکيه یې په همدې ده، چې د زور له لارې افغان طالبان د سولې مېز ته راکش کړي.
افغان حکومت باید د سوېلي اسیا او افغانستان په تړاو د ټرمپ د تګلارې وروسته هم، د سولې پروسه روانه وساتي او خپله ټوله پاملرنه دې تګلارې ته وقف نه کړي. ځکه تاریخ او پخوانیو تجربو دا ثابته کړې، چې یوازې د جګړې له لارې د سولې راتګ ناممکن دی. له همدې ځایه باید په یوه داسې مهال چې په نړیواله او سیمهییزه کچه د امریکا ځواک مخ پر کمېدو دی، په افغانستان او سیمه کې د روسیې مداخلې بیا ظهور کوي، د تېر په پرتله په افغانستان کې امریکايي ځواکونه کم دي او طالبان هم د بل هر وخت په پرتله هم په ديپلوماتیک او هم په نظامي ډګر کې پياوړي دي، نو د سولې خبرو پر مخ لارې بندې نه کړي؛ ځکه روانه جګړه به بیا هم پر خبرو اترو پای ته رسېږي.
[1] د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com