ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ «په افغانستان کې د سولې روان بن‌بست او حل‌لارې» تر عنوان لاندې د سولې اړوند کنفرانس په کابل کې جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) له‌خوا جوړېږي، اړوند حکومتي چارواکي او د سولې په برخه کې فعال شخصيتونه د سولې د خبرو په اوسني کنګل وضعيت او له دغه وضعيت څخه د وتلو پر لارو خبرې وکړي.

سره له دې چې د افغان حکومت ترڅنګ ګڼ نور لوري هم په هېواد کې د سولې د ټينګښت هڅې کوي؛ خو له دغو هڅو سره سره دا بهير اوسمهال بن‌بست ته رسېدلی او په دې اړه نهيلي ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. له همدې کبله دغه مرکز غواړي، څو پر دغې موضوع او په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې شته عملي حل‌لارو هراړخيز بحثونه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *