کله مو چې ذهن له مثبتو پیغامونو، نظرونو او تصاویرو ډک کړ، په اتومات ډول دغه ټول مسایل په نیم هوښیار ذهن کې ځای نیسي او له ځنډ پرته ستاسو پر کړو وړو اغېز کوي. دغه جمله (زه نابغه یم!) پر انسان څومره مثبته اغېزه کوي. کله چې تاسو په لومړي ځل دغه جمله او یا نورې مثبتې جملې له ځان سره تکراروی، کېدای شي ډېرې درته په زړه پورې نه وي. خو که تاسو دغه ډول مثبتې جملې په بیا بيا له ځان سره تکرار کړی، نیمه هوښیار ذهن ته مو ځان رسوي او هلته د ځان لپاره نوی ځای نیسي. نیمه هوښیار ذهن یې په اړه پرېکړه کوي، چې څه ډول جمله ده منفي که مثبته؟ له هغه وروسته ستاسو پر کړو وړو اغېز کوي. هڅه وکړئ چې تل مثبت فکر وکړی، ځکه دا د جذب قانون دی. د جذب قانون وایي، تاسو چې د څه په اړه فکر کوی، هماغه شی مو پر خوا جذبېږي. نو ښه ده چې تل مثبت فکر وکړی او له منفي فکرونو څخه ځان وژغورئ. هغه کسان چې تل مثبت فکر کوي، بریالي دي. که تاسو د هغو کسانو په اړه څېړنه وکړی، چې څه ډول بریا ته رسېدلي، یوه ځانګړنه به یې دا وي چې هغوی مثبت فکر کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *