په داسې حال کې چې په هېواد کې پرلهپسې داعشي ترهګر پر هېوادوالو او په تېره بيا پر شيعه مذهبو وطنوالو خونړي بريدونه کوي، په ايران کې د محمد محقق وروستۍ څرګندونې پر لمبو د تېلو پاشلو ته ورته دي.
ده په تهران کې د محبان اهل بيت په يوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال د ايران سپاه پاسدرانو د يوه قوماندان سردار قاسم سليماني او هغو افغان ځوانانو ستاينه وکړه چې د ايران د ګټو لهپاره په سوريه کې د داعش پر ضد جنګېږي.
ايران افغانان تر خوږ ګوته نيولي دي او محقق خان لا يې پر شا پسې ټکوي چې ښه کوئ.
سلګونه ځوانان مو تر اوسه ايران ته د مزدوري پر لارو له ايران سره پر پوله د ايراني عسکرو په مرميو شهيدان شوي.
ځينې چې ژوندي تېر شي، هلته له مجبوري، په مزدوري يوه ګوله حلاله ډوډۍ پيدا کوي، ايرانيان يې په غرقو نشو روږدي او بېرته راوشړي، پاتې يې د پيسو په بدل کې د کرايي قاتلانو په توګه د عراق او سوريې جګړې ته ولېږي او هلته ورباندې د ايران ګټې ساتي، محقق ته د ايران دغه ټولې سپينسترګۍ او ناړامۍ، خواخوږۍ ښکاري او لا افرين پسې ورکوي.
کاشکې د همګرايانو د ډلې دغه په دوو مردارو روپو پسې په منډه مرستيال د هغو مېرمنو د زړه له حاله خبرېدای چې زامن يې ايرانيانو سوريې ته لېږلي او دوی ته يې جسدونه راغلي دي.
کاشکې محقق د هغې پېغلې درد حس کولای شوای چې ځوان يې د ولور په پوره کولو پسې د ايران مزدوريو ته تللی وي او په سوريه يا عراق کې د ايران د ګټو په جګړه کې وژل شوی وي.
کاشکې محقق د ايران پالنې پټۍ له سترګو خلاصه کړای شي او د ايران هغه مخ وليدای شي چې په ساړه ژمي د کډوالو افغانانو واړه ماشومانو په متر واوره کې له هغه هېواده راشړي او دلته در په در ګرځي.
محقق حتا په کابل کې سلګونه هغه هيروينيان هم تر اوسه نه دي ليدلي چې د ده د کور په لاره کې په ژوندني مړه دي او د کابل په ساړه ژمي کې شپې تر شنه اسمان لاندې تېروي.
موږ شديده اندېښنه لرو چې د محقق د دغو بېبندوباره څرګندونو غچ به داعشيان دلته له بېګناه هېوادوالو اخلي.
محقق به دغه څرګندونې د خپلې بېګانهپرستي له مجبوري د ايران د خوشالولو په خاطر کړې وي، خو په غبرګون کې به يې وينې د افغانې مور د اولاد تويېږي.
حکومت چې په وار وار يې سوريې او عراق ته د افغان زلمو په لېږلو ايران ملامت بللی او په نړيواله کچه يې شکايت ورڅخه کړی دی، ايران دې پرېږدي اول دې د خپل دغه له خولې سوري چارواکي خوله وتړي.
د هېواد، خاورې او خلکو د ګټو پر ضد کړنې او څرګندونې، هغه هم د يوه داسې هېواد د ګټو لهپاره چې عملاً يې د افغانستان دښمني ته کار ويلی دی، خيانت دی او حکومت يې بايد پوښتنه وکړي.
محقق به دومره شرم و نه لري چې د خپلو دغسې څرګندونو له امله بېرته وطن ته را و نه ګرځي، بلکې لا به په افتخار او هسکه غاړه ووايي چې ښه يې کړي دي چې په ايران کې يې دغسې څرګندونې کړې دي، خو حکومت بايد هغه مجبور کړي چې هم خپلې بېخونده او د ملي ګټو پر ضد خبرې بېرته واخلي او هم له دې خلکو بښنه وغواړي.
که حکومت د محقق پر دغسې څرګندونو تله تېروي او بابېزه يې بولي، سبا به بيا د هغه خاين ګرېوان ته په کومو سترګو ګوري چې په پېنډۍ، لاهور او اسلاماباد کې د پاکستان د ګټو په خاطر د دې ولس سترګو ته خاورې ورشيندي؟
سرخط ورځپاڼه