سرخط، حميدالله فيضي
په افغانستان کې اوس مهال په ځینو کسانو کې د مقام او چوکۍ حرص دومره زیات شوی چې ان په دې هم نه پوهېږي چې څنګه وکولای شي، د قدرت او چوکۍ تر لاسه کولو لهپاره له کوم ځایه مبارزه پیل کړي. ډېری دولتونه او سیاستپالي هڅه کوي چې خپل ماموریت له نیوکو او اعتراضونو لېرې وساتي او د ځان لهپاره د پخواني قدرت او واکمنۍ پر بنسټ لاره جوړه کړي او خپله واکمني داسې توضیح او تحلیل کړي چې د راتلونکي لهپاره د کمپاین یا هم بیاځلې قدرت تر لاسه کولو جوګه شي.
په افغانستان کې سیاست چې اکاډمیک او سیسټماټیک نه دی، افغان سیاستپالي نه پوهېږي څه ډول ځان لهپاره لاره جوړه کړي او په شته واکمنانو څه ډول نیوکې وکړي چې د دوی پر مهال کړنې وستایل شي.
کله کله افغان سیاستپالي بیا پر نورو د نیوکو لهپاره ځان هم تر پوښتنې لاندې وړي او بیا غږ کوي «زما د مسوولیت پرمهال د افغانستان ټاکنې له لویو درغلیو او جنایتونو سره مخ وې، خو زما مسولیت دا و چې یوازې راپور ورکړم.» حال داچې تر تاسې پورته بل چارواکی هم نه و، خو د دې جنایت مخه د دې لهپاره نه نیول کېده چې ښایي دوی داسې فکر کړی و چې په راتلونکې کې به دا جنایت وسیله وګرځوي او د ځان لهپاره به چوکۍ او قدرت تر لاسه کړي.
په تېرو کې ځینې داسې کسانو تر قدرت پښې را تاو کړې وې چې وروسته یې تګلارې او پالیسۍ بربنډېږي، بیا داسې فکر کېږي چې د دوی د مسوولیت پر مهال چې افغانان ژوندي پاتې شوي دا هم د الله «ج» لوی نعمت دی، ځکه چې دوی په شته شرایطو کې ځان کندې ته غورځوي؛ نو افغانان یې څنګه ټول کندې ته نه دي ورغورځار کړي؟
تېرو تجربو ته په کتو د راتلونکي لهپاره پتېیل کېږي چې افغانان په تېه بيا د ولسي جرګې استازي مخکې له مخکې باید ځان اماده کړي او د خپلو جېبونو پر ځای د هېواد جوړولو لهپاره داسې تګلارې عملي کړي چې نور واقعا د افغانستان د ژغورنې لامل شي. اوسمهال چې دولس تنه نوماندان وزیران ولسي جرګې ته پېژندل شوي دي هیله دا ده چې دا ځل داسې کسان د وزارت چوکۍ تر لاسه کړي چې یوازې او یوازې د افغانستان او د افغانانو د ژغورنې مفکوره ولري.
ننی سیاست او د واکمنۍ له لاسه وتل انسانان دومره حریص کوي چې یوازې د قدرت او چوکۍ تر لاسه کولو لهپاره خپل هر څه له لاسه ورکړي. کله چې انسان له داسې حرص سره مخ کېږي د سیاسي ګټو لهپاره باید ملي ګټې هم تر پښو لاندې کړي.
د څلورو یا ډېرو کلونو په مخه له قدرته لېرې پاتېدل، د دې لامل کېږي چې انسان پرته له دې چې خپلې خبرې یو ځل له ځان سره تحلیل او ارزیابي کړي او یا هم پرېکړه ولري چې کومې خبرې به مثبتې پایلې ولري او کومې خبرې به منفي پایلې ولري، داسې خبرې کوي چې حرام ته حلال او حلال ته حرام وایي.
داسې ځینې سیاستپالي غواړي په ځینو سیاسي جریانونو کې ځان ته ځای پیدا کړي، په پایله کې به له داسې برخلیک سره مخامخ شي چې یو تن به هم نهشي کولای داسې کس له ځان سره وصل کړي، ځکه چې په راتلونکي کې به د دې جریانونو لهپاره هم لکه سرطان داسې دانه وي چې له منځه وړل به یې هر څه له خاورو سره خاورې کړي.
که د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل او یا هم کوم بل سیاستپالی غواړي له ځینو سیاسي ډلو ټپلو یا هم ګوندونو سره یو ځای شي دا لاره چې دوی غوره کړې یوازې او یوازې ځانځپنه ده.
ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی
این ره که تو می روی به ترکستان است
داچې ښاغلی نبیل غواړي په راتلونکو ټاکنو کې د چا لوری خپل کړي او یا هم له کوم ګوند یا سمت سره یو ځای شي بیا دا ډول څرګندونې نهشي کولای، دی هغو مشروعو او قانوني ډلو ته جذب کړي چې په واقعیت کې یوه هیله لري هغه هم د افغانستان ژغورنه او رغونه ده.
اوس مهال په افغانستان کې هم ډېرې بدنامه او داسې ډلې شته چې واقعاً په کلونو کلونو مبارزه یې نهشي کولای افغانانو تر منځ محبوبیت پیدا کړي، ځکه دا ډلې ټپلې یوازې او یوازې د افغانانو د ځپنې او د هغوی د حقوقو د تر پښو لاندې کولو په چارو کې شهرت لري.
ښاغلي نبیل په خپله ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په ګټه کمپاین کاوه او ځینې مسولیتونه یې ورته وسپارل، خو لا له پخوا دا جوته شوې چې پخواني ولسمشر هیڅکله هم داسې یو کس نه غوښت چې د ده د پلویانو پرمختګ مخه ونیسي او دا ثابته شوې ده چې ډاکټر محمد اشرف غني هیڅکله هم نه غوښتل پخواني واکمنان چې د میلیارډونو ډالرو په چور او چپاول تورن وو، په چوکیو پاتې شي.
داچې د امریکا متحده ایالتونو او د افغانانو غوښتنه وه چې دا ځل یو داسې ولسمشر ولري چې واقعا هرڅه اکاډمیک مخ ته ولاړ شي او د چور چپاول مخه ونیسي، ښاغلی نبیل اصلا دې غوښتنو ته پام نه کوي او یا هم ورته ارزښت نه لري. ځینې نور سیاست پالي چې په قضایې او عدلي چارو کې ځانونه پوهیالي او پوهان بولي او د ۲۰۱۴ ټاکنې د دوی له خوا درغلۍ او تخطۍ ټاکونکې شوې، بیا دوی هم کولی شي د خلکو پر وړاندې د ټاکنو د شفافیت او روڼوالي نارې وهي.
افغانان په هرڅه پوهیږي او د دوی بې ځایه خنداګانې نشي کولی د افغانانو ذهنونه بدل کړي هغه په دې چې واقعا دوی د پاکو، رڼو او عادلانه ټاکنو غوښتونکي دي.
که واقعا دوی غوښتل چې افغانان پاکې، رڼې او عادلانه ټاکنې ولري بیا یې ولې ونه غوښتل، هغه مهال چې هرڅه د دوی په لاس کې ول د درغلیو او تخطیو مخه ونیسي، ځکه دوی یوازې او یوازې هغه مهال چې د خلکو پروړاندې وینا کوي بیا ځانونه سپین او سپېڅلي چرګان بولي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنې په واقعیت کې له درغلیو او جعل کارۍ ډکې وي، خو دا یوازې د یوه ټیم او د یوه کس له خوا نه وې، بلکې په ټاکنو کې دواړو سیالو او ښکیل لورو غوښتل چې د ټاکنو برخلیک ته د جعلکاري او درغلي په مټ د ځان په ګټه لوری ورکړي.
له بده مرغه بیا دا سیاست پالي یوازې او یوازې یو لوری تورنوي او داسې څرګندونې کوي چې لکه په افغانستان کې چې هیچا حضور نه لاره او دوی ول چې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو شاهدان دي.
سرخط ورځپاڼه