کله چې وزېږېدم په اوړني کې یې ونغښتم، په یوه ځانګړي پړي یې وتړلم چې سیزني یې ورته ویله. دغه پړی یاسیزني به ما ته ارامتیا را کوله، لاس او پښې به مې نه خوځول یوازي مخ او سترګې به مې لوڅې وې تر څو انساني کړنې وڅارم او انسانیت زده کړم.
ورو، ورو د ماشومتوب غوښتنه مې داوه چې ژر، ژر ور غټ شم لکه دا نور خلک هرڅه وکړای شم او غټ غټ کارونه سرته ورسوم.
همداسي وشول…
له عاقلو انسانانو سره په لاره تله مې زده کړل، د هغوی کړنې مې ښې زده کړې، خبرې مې زده کړې او په ښه او بد سم پوه شوم.
دا چې د هرڅه زده کړه او لیده را ته نوي نوي ول، یوه ورځ مې کورني حیواناتو ته پام ور واوښت، هغوی هم په پړي تړلي ول خو په یوه لوی توپیر سره. د هغوی لویان تړلي او واړه ازاد ګرځېدل، زموږ لویان ازاد او واړه به تړل کېدل. موږ عقل درلود هغوی یې نه درلود، هغوی زموږ په دایره کې بې ضرره ول، موږ په خپله او د هغوی په دایره کې ضرر رساوه، موږ سره وژل، هغوی نه وژل، موږ بې درېغه ورانی کاوه هغوی نه کاوه، زموږ رب پالنه رویا کاري وه د هغوی پټه وه. موږ خیراتونه ملکانو او امیرانو ته ورکول، هغوی د ځآن غوښې موږ ته را کاولې.
زموږ رب ویلي وو چې زه به په ځمکه کې خپل استازی ټاکم، ملایکو ورته ویلي وو، هغه به وینه تویه کړي اوورانی به وکړي، الله ورته ویلې وو: چې (تاسو نه پوهېږئ) الله په خپل کار ښه پوهېده، (ولقد کرمنا بنی آدم) ځینو انسانانو په دې ټکي کرښه کش کړي وه، انسانیت ته یې ښه نه کتل او زه یې سخت وځورولم.
بالاخره کله چې مړه کېدو بیا به یې زنې او د پښو دوه ګوتې را تړلې که دا کار په سر کې شوی وای ښایي انسان وژنه، ورور وژنه ورانی، بې عدالتي، بې احترامې او یو د بل سپکاوی مو نه لیدای.
۱۳۹۴/۱۲/۲۷ کابل