ابراهیم ایمان
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو  کې پرله پسې خبرونه خپریږي چې افغان شیعه  ځوانان د سوریې جنګ ته ځي او هلته د ایران  ګټو لپاره جنګیږي رښتیا ده چې موږ افغانانو ته خپل وطن او ملي ګټې دومره ارزښت نه لري لکه  پردۍ ګټې وټې! موږ د خپل وطن لپاره دومره قرباني نه ده ورکړي  لکه  د ( ایران او پاکستان) لپاره مو چې ورکړي ده.
مشران مو خرڅ  شوي دي، ټوله ورځ د خپل موقف او دولتي امکاناتو  نه د نورو لپاره کار اخلي. هر کله چې زموږ د وطن ورانولو ته پردیو  ملا تړلي او اشر یې ورته کړی  دی  زموږ افغان  مشرانو ټټرونه  ورته  ډبولي دي، زموږ مشران او د دوی  تالیڅټي په په دیپالنه کې  ځانکړی هنر لري، د اجرایه  رییس دوهم مرستیال محمد محقق په ایران  کې یوې  غونډې ته ویلي دي: «زه له عراقه رانیولې تر سوریې، ایران، افغانستان او پاکستان پورې د ټولو هغو جنګیالیو او د فاطمیون لوا نه مننه کوم چې د داعش په ضد جګړه کې یې همکاري وکړه او بریالي شول. په حقیقت کې دا د کفر او د نړیوال استکبار د دسیسو پر ضد د اسلام جنګ و.
په دې  ټول خبر یو چې داعش  یوه پروژه ده او  د څو هیوادونو  د ګټو لپاره جنګیږي   د خلکو سرونه  پرې  کوي له  کله  نه چې په سوریه او عراق کې افغان شعیه ګان ونیول شول داعش  ډلې په افغانستان کې زموږ د  شیعه وروڼو  جوماتونه او عبادتځایونه په نښه کړل، د خدای په  کورونو (جوماتونو)  کې یې  د بېګناه  انسانانو وینې  توېې کړې.
همدا وجه ده چې داعش د هغو ځوانانو په بدل کې چې د فاطمیون په مشرۍ په سوریه کې د نوموړي ډلې پر ضد جنګیږي  د افغان شیعه ګانو په جوماتونو بریدونه وکړل.
د محقق خبرې داسې دي  لکه اور ته  چې څوک پوکي ورکوي نوموړی  د بې  ګناه انسانانو وینې په داسې خبرو  تویوي! که مړ کیږي د محقق یې پرې څه؟ د پردیو میندو زامن مړه کیږي خو کریډټ  به یې محقق ته ځي.
د «محبان اهل بیت» په نوم غونډه کې د محقق خبرې دملي  ګټو او افغانانو  په خیر نه وې  محقق خپل عبادتځایونه نه شي ساتلی خو د هغه دښمن په مقابل کې د ایران په اشاره غږیږي چې  هره ورځ  زموږ شیعه ګان  وروڼه  په خپلو عبادت ځایونو کې په  شهادت رسوي.
خپل ملي پوځونه نه ستایي چې هره ورځ  د  وطن په  دفاع سرونه  ورکوي او د دوی عباتځایونو ته یې ځانونه  سپر کړي دي خو  هغه ایرانی جنرال ستايي چې په سوریه کې یې د فاطمیون په نوم د افغانستان او پاکستان د شیعه اجیرانو یا ملېشو لوا د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره جوړه کړې ده.
دغه قومي ټیکه داران هر وخت کوړک کوړک دلته  کوي  او هګۍ  ایران ته  اچوي، خولې یې خپلې دي خو خبرې یې  پردۍ له دې نه تالیڅټي او پردیپالي او خاین به نور چیرته وي…؟.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *