تاند- په پاکستان کې د لبیک یارسول الله تحریک د پلویانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د نښتو په دوهمه ورځ نن /دوشنبه/ هم په پاکستان کې ټولنیزې رسنۍ فلټر یا بندې وې.

د جیو تلویزیون د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د ناکراریو د پټولو لپاره پر ټولنیزو رسنیو بندیز لګوي.

جیو نیوز وايي، که څه هم حکومت د دې لپاره چې حالات کابو کړي، ټولنیزې رسنۍ فلټر کړي، خو دې کار یې سرچپه نتیجه ورکړې او اوس اوازې او ګنګوسې خپرېږي.

د پاکستان حکومت په ځلونو په ټولنیزو رسنیو بندیزونه لګولي دي.

حاضردمه فېسبوک، ټویټر او یوټیوب په پاکستان کې خلک نه شي لیدلی.

په پاکستان کې په کلونو یوټیوب بند و.

د پاکستان پر رسنیو د څارنې ادارې د حکومت له لوري د ټولنیزو رسنیو د فلټر د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

دې ادارې ویلي چې هیڅوک د پاکستان د خلکو د ازادیو د مخنیوي حق نه لري او له اساسي قانون سره سم یوازې محکمه د ټولنیزو رسنیو د بندولو په اړه پرېکړه کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *