دا څو ورځې د ولسي جرګې ځینو وکیلانو انډوخر جوړ کړی دی، کله د حکومت په ضد  غونډې کوي او کله په خپلو منځونو کې سره په جنګ وي، دوي چې د ولس استازي دي نو بیا یې د ویده ولس نه څه ګیله ده، دا به را سره منی چې په روان جنګ کې د همدې خلکو لاس شته خو افسوس چې حکومت مو دومره کمزوری دی چې دوی د لاسه نشي نیولی تر څو د  تورو پنجرو شاته یې واچوي.
پروان کې د نجراب یوه قومندان د مشرانو جرګې په مشر تور پورې کړی دی چې ګواکې دی د وسلوالو سره مرسته کوي، خو حکومت هيڅ سر نه ښوروي چې دا خبره وپلټي چې دا رښتیا ده که هسې تور دی.
بله ډلګۍ کندهار ته تللې وه او د حکومت په ضد یې غونډکۍ جوړه کړي وه، د خوست وکیل او د ولسې  جرګې لومړي مرستیال د سپینې کودتا ګواښ حکومت ته وکړ، خو ولسمشرۍ ماڼۍ یوازې دا خبره خندونکې هم ونه بلله، د  کندهار یو غټ ورمیږي وکیل کندهاریان په داسې خبرو تحریکول چې ګواکې د لوی کندهار کدرونه حکومت د لوړو پوسټونو څخه لرې کوي.
زه دوي ته حیران یم چې کله دوی  په ارګ کې ننوتل او وتل هغه وخت هیڅ نه وو خو چې کله یې دوی د ارګ لوی کمیشنکاران وبلل او ولسمشر  ته د ټولو څیرې بربنډې شوې نو ولسمشر خراب اومتعصب شو… 
دوی  هغه  ځای ګروي چې نه تخنیږي؛ الکوزي شرکت ته ولسمشر ځمکه ورکړه همدا خلک د ایران او پاکستان  په اشاره جګ شول په ولسمشر یې نیوکې پیل کړې چې ولې دې ځمکه ور کړي ده داسې دي او هسې دي!
خو زما بې شعوره ولس تر اوسه خپل خیټور استازي نه دي پیژندلي او دوي داسې خلک دلته رالیږلي دي چې خپل جیب او کور ته کار کوي، په سفارتونو کې د خپل غریب ولس په سر  معاملې کوي، کله یې په چا خرڅوي او کله یې هم په چا!
خو زموږ ولس یا نه دي پیژندلي که پیژندلي یې هم وي نو باید بیا په داسې خلکو اعتبار ونه کړي، دا وار باید ولس داسې خلک را ولیږي چې په ریښتیا د دوی د حقونو نه دفاع وکړي، نه داسې خلک چې د دوی حق په بل چا وپلوري.
زموږ ولس په ورځ کې سل واره خرڅیږي، په حق یې معاملې کیږي، بورسونه یې په بازارونو کې خرڅیږي او استازي یې خپل عیش او عشرت پرې کوي؟
 که ولس ویښ  نه شي، دا وارې مخلص او په وطن  مین استازي را ونه لیږي نو ولس بیا خپله خپل ځان په نورو خرڅوي.
پاتې شوه د تورې او سپینې کودتا خبره زه حیران دې ته یم چې دوی کودتا ولې کوي او په چا یې کوي؟ دوی خو دی سبا ته زر نفر د یوې مظاهرې په بڼه را وباسې بیا به یې موږ هم ومنو، موږ د  احمد ضیا او نورو ټرتو لغتو ملیوني لاریونونه (!) ولیدل چې حکومت یې چپه کړ.
دا خلک چې داسې خبرې کوي خرڅ شوي عناصر دي، د نړۍ په یوه هیواد کې هم د ولس استازي نه دي جګ شوي، او حکومت ته یې داسې ګواښونه نه دي کړي بلکه خلک خپلو حکومتونو ته ارتقا ورکوي خو زموږ څو نفر د پردیو په اشارو خپل مشروع حکومتونه نړوي .
دوي تاریخ ته نه دي کتلي چا چې مشروع حکومتونه ړنګ کړي دي سرنوشت يې داسې شوی دی لکه د سقاو زوی او داسې نور.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *