په یاد ولرئ، چې تاسو یو بالقوه نابغه او د یو میلیون مغزي سلولونو درلودونکي یاست چې هر یو یې بیا  له شلو زرو  نورو سره اړیکه لري او تاسو ته د دې ظرفیت درکوي چې په ډېره لوړه سطحه فکر وکړی. د دومره ډېرې وړتيا په درلودلو سره خوښه ستاسو ده، چې له خپل فکر څخه مثبته ګټه اخلی که منفي. د هوښیار ذهن په وسیله کولی شی هغه څه چې غواړی ځان ورته ورسوی.

که موخه لری، لومړی یې پر کاغذ ولیکئ او له هغه وروسته یې خپل نیمه هوښیار ذهن ته وسپارئ، دا کار د دې لامل کيږي، چې تاسو خپل مافوق هوښیار ذهن په کار واچوی او ګټه ترې واخلی. کله چې تاسو پر دې باور وکړی، چې ستاسو مافوق هوښیار ذهن۲۴ ساعته کار کوی او هر هغه څه چې غواړی ورته رسېدای شی، پوه شی چې تاسو له خپل کامل ذهن څخه ګټه اخیستې ده. له درې ګونو اذهانو څخه ګټه اخیستل په دې مانا دي، چې تاسو ځان ته د بریا دروازې پرانیستې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *