د سنبله۲۷مه / ۱۳۹۲ کال

افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) په پکتیکا ولایت دهندی لیکوالی سوشمیتا بنرجی دقاتلینو نیول ددی ولایت دپولیسولخوا ستایی. سوشمیتا بنرجی څو ورځی مخکی دشپی لخوا دخپل کور څخه ایستل شوی وه او بیا د ټوپک په ډزو وژل شوی.

افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما)مشر تابه هیات دپکتیکا ولایت دمحترم والی صاحب څخه دزړه له کومی مننه کوی .

افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) نه یواځی دا چه دپکتیکا ولایت دامنیتی ارګانونو لخوا دمجرمینو نیول ستایی بلکه ددوی نه په کلکه غوښتنه کوی چه دا قاتلین دقانون منګلو ته وسپاری تر څو په خپله سزاورسیږی.اوپه اینده کی دنورو لپاره یو عبرت شی.

په درنښت

محمد ضیا بومیا

 په افغانستان کې دجنوبي اسيا دخپلواکو رسنيو انجمن (سفما) مشر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *