رښتیا یې ویلي، هلته چې اداره نه وي د وګړو ژوند یې ارزښت نه لري.

خو د ادارې، نظم او حکومت په ارزښت هر څوک هم نه پوهیږي، ډېر لرې نه، یواځې څه باندې یوه نیمه لسیزه وړاندې چې افغانستان کې د حکومتوالۍ او ادارې بنسټونه ونړول شول دلته د ځنګل قانون حاکم و، زورور ژوندي و، پانګه دبدبه، واکمني او دسترخوان د دوی و، بې وزله او کمزوري خلک لکه خاشاک د اوربلولو وسیله ګرځيدلي وو.

لسګونه، سلګونه او په ټول هېواد کې ددې زرګونه بېلګې شته چې په اصلاح قوماندان به بې وزله او کمزوري خلک په زور د جګړې لومړۍ کرښې ته ټيل وهل او په خپلو کې به یې سره وژل.

د جبر او عذاب هغه زمانه کې بس همدا تش په نوم مشران چې حقیقت کې د ټولنې تر ټولو ناولي، خبیث او پست انسانان بې تاجه بادشاهان وو.

څرنګه چې جګړه ناولې ده همداسې یې لوبغاړي پلیت دي، جګړه بې برکته ده، د ډوډۍ شکرونه سپیره کوي، زلمي سرونه خوري خو د جګړو سرلارو بیا په همدې کنډواله وطن کې تر هر چاه ډیر عصري ژوند درلود او لري یې او بچیان یې سره او سپین دي.

دوی له جګړې تغذیه کېږي له همدې لارې یې نسونه پړسیدلي نو ځکه خو  اوس خپله راتلونکې تیاره ویني.

له دې انکار چې پخواني او اوسني حکومت کې جګړه مار نشته له حقیقت به سترګې پټول وي خو دا هر  څه بیا هم د جګړې د دوام له امله دي.

افغانستان کې د دولتي واکمنۍ د کمزورۍ یو لامل همدا جګړه مارې څېرې دي، دوی چې له فساد، بربریت، وحشت، ډاراچونې، پردیو ته له نوکرۍ بل هیڅ ډول انساني او اسلامي کمال نه لري نو اړ دي چې د خپلې بقا لپاره هر ډول ذلت او رسوایې ته مخه کړي.

دوی ګوري چې د حکومتي واکمنۍ په غښتلیا به له صحنې وځي، د تیرو کړنو ځواب  به ورکوي، هغه مظلوم یتیم چې دوی یې پلار ترې اخیستی پر دوی به عارض کېږي، په دولتي او شخصي ځمکو جوړ شوي لوړ پوړیزې ودانۍ به یې له لاسه ووځي، شهرکونه به یې دولتي اعلان شي نو که دا وشول، پر دوی خو قیامت راغی!

دوی په خپلو سترګو کې ددغه انځور شوي قیامت له وېرې غواړي هېواد نور هم په جګړه کې ښکیل پاتې شي، دولتي واکمني کمزورې او د دوی او باشانو او ملیشو ته د هر ډول لوچکۍ بستر غوړیدلی پاتې شي.

افغانستان کې د نظام ضد فعالیتونو په مزې لا هم حلقونه ترخه دي، د پردیو په اشارو دلته هر ډول جنایتونه شوي او لوبغاړي یې د لا دوام لپاره هر ډول بې شرمانه تعاملونه کوي.

وايي مرغه له هغو سره کېنې چې بڼکې یې یو ډول وي، یو شمیر په اصطلاح سیاسونو په دې پلمه چې ګنې هېواد د تباهۍ له کندې راوباسو له څه مودې راهېسې یې پټې او ښکاره ناستې پیل کړي.

که وطن ته ګل ګلزار او خیر خیریت ووایو نو د خپلو ولسونو په وینو به مو خندلي وي خو په داسې حساس وخت کې چې له هر لوري د افغان ولس دښمنانو خپلې ناولې پنجې زموږ په شاه رګ خښې کړي نو د لویې جرګې نغاره چې جوړوونکي یې خدای حاضر او ناظر دی، تیاره او له وحشتونو ډک شاه لید لري څه ډول پیغام درلودای شي.

د لویې جرګې لپاره غږ د ولس غږ نه دی، ولس په ویر او ماتم ناست دی، ولس بې واکه دی، ولس نیم ژوانده دی او هغوی چې ځان ته دولس استازي او مشران وايي حقیقت کې د ولس داړوونکي دي!

پر ولس شویو تجربودوی استادان کړل، دوی دلته د نظامونو د بدلیدو تماشې لیدلي، د اور لمبې، ړندې مرمۍ، زندانونه او په چوکونو د خپلو مخالیفینو را ځوړندول!

نور بس ده، تیرې ترخې تجربې مه تکراروئ، ستاسې شتمني نوره نه خلاصیدونکې ده، ولس له هر څه در تیر!

خو نور یې مه اړباسئ چې په شته وطن کې بې کوره شي، نور یې په وینو سوداګري مه کوئ، پاچاهي او دبدبه ستاسې خو دوی ته د خپل عسکر په ارزښت قایل شئ خو داسې نه چې وسله او ډوډۍ یې وپلورئ!

نور بس ده، هغوی چې له ژوبلې ګوتې نیول کوي هیڅکله دوستان او خیر غوښتونکي نه دي، همدې ته په کتو دا وخت د حکومت د ملاتړ او د ولسونو د یو ځای کولو دی نه پر دولت د فشار راوستلو، دا داسې مانا لري لکه ناځوانه او ډارن دښمن چې له شا ګذار کوي.

نو راشئ هغه انرژي چې ددې هېواد د بنسټونو د پاشلو پر ځای یې کاروئ په پیاوړتیا یې فکر وکړئ، هسې نه د یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې مو له خاورو سره خاورې شي.

One thought on “د لویې جرګې داعیان څوک دي؟؟؟ | غازي ځدران”
  1. They actually don’t care about the people and the country They only care about them selves and their bank accounts stuffed with the blood money of innocent citizens.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *