محمد محقق

تاند- د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق په سوریه کې د بشاراسد د رژیم په ننګه د افغانانو د جګړې په وړاندې د ملي شورا د غړیو او رسنیو له نیوکو وروسته د خپل دریځ دفاع وکړه.

ښاغلي محقق وویل«هرڅوک چې د نړۍ په هر ګوټ کې د داعش تروریستي ډلې پر ضد وجنګېږي، زموږ ورور دی.»

محقق همداراز پوښتنه وکړه:«ایا د داعش پر ضد د امریکا جنګ سم کار دی خو د افغانانو جنګ بد دی؟»

محقق تېره اوونۍ په تهران کې (د اهل بیت مینه وال او د تکفیریانو مسله) په نوم غونډې ته په وینا کې ایرانی جنرال قاسم سلیماني وستایه چې په سوریه کې یې د فاطمیون په نوم د افغانستان د شیعه اجیرانو یا ملېشو لوا د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره جوړه کړې ده.

وروسته له دې چې په سوریه او عراق کې د داعش یا اسلامي دولت سختدریځه ډله وځپل شوه په ایران کې جنرال قاسم سلیماني، چې د فاطمیون لوا یې تاسیس کړې ده، زیات ستایل کېږي او ادعا کېږي چې نوموړي د داعش په ځپلو کې اساسي رول لوبولی او د سوریې د رژیم بقا یې تضمین کړې ده.

محقق له سختو انتفادونو وروسته خپل دریځ یو څه نرم کړ، ویې ویل«چا چې داعش ته ماتې ورکړه، خیر دې یوسي خو د افغانستان حکومت یا ما څوک د سوریې جګړې ته دي لېږلي.»

ده همداراز وویل، د داعش تروریستي ډلې په سوریه کې د حضرت بي بي زینب او حضرت بي بي رقیې پر زیارتونو حملې وکړې او دا کار د دې سبب شو چې د افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو یو شمېر خلک د خپلو عقایدو پر اساس له دې تروریستي ډلې سره د جګړې لپاره سوریې ته لاړ شي.

محقق تر دې وړاندې د تهران په غونډه کې ویلي و«زه له عراقه رانیولې تر سوریې، ایران، افغانستان او پاکستان پورې د ټولو هغو جنګیالیو مننه کوم چې په دې جګړه کې یې همکاري وکړه او بریالي شول. په حقیقت کې دا د کفر او د نړیوال استکبار د دسیسو پر ضد د اسلام جنګ و.»

د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د یکشنبې په ورځ د محقق پر څرګندونو نیوکې وکړې.

د دې جرګې یوه غړي سناتور حنیفي خبرداری ورکړ چې د محقق څرګندونې کېدای شي منفي عواقب ولري.

د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په غونډه کې وویل «ما د ښاغلي محقق خبرې نه دي اورېدلي خو له حنیفي مې واورېدې او زه یې خوابدی کړم، زما په نظر د اجرايي ريیس دوهم مرستیال په رښتیا چې تېروتنه کړې ده.»

مسلمیار د مشرانو جرګې د نن /سې شنبه/ ورځې په غونډه کې وویل چې د محقق څرګندونې د شرم وړ دي او د افغان ولس د روحیې خلاف دي.

د چارو ځینو کتونکو په دې اندېښنه ښکاره کړې چې د محقق څرګندونې به پر بېګناه شیعه ګانو د داعش د ترهګرې ډلې د حملو د زیاتېدو سبب شي.

دې ډلې په تېر یو کال کې څو ځلې د شیعه افغانانو پر جوماتو حملې کړي او د بېګناه لمونځغاړو وینې یې بهیولي دي. خو محقق وايي چې داعش د ده تر څرګندونو وړاندې تر ۱۵۰۰ زیات افغانان وژلي او پر جوماتونو یې حملې کړي دي.

4 thoughts on “محقق په سوریه کې د افغانانو د جنګېدو په اړه د خپل دریځ دفاع وکړه”
  1. د یوه هېواد خارجي یا باندینی چارو سیاست د حکومت په وړاندیز د پارلمان یا ولسي جرګې له خوا تایید او د ولسمشر په تصویب سره تعیین او مشخص کیږي.
    د هغه عملي کول د خارجه چارو د وزارت په واسطه او له هېواد نه د باندې د سفارتونو او دایمي نمایندګیو له خوا عملی کیږي.
    د افغانستان د سیاست مهم موارد باید د حکومت ، د امنیت د ملي شورا او پارلمان په علني او یا سري غونډو کې مطرح او له هر اړخیز بحث او مطالعې وروسته د یو رسمي سند په توګه تصویب شي . په هغه کې د افغانستان ملي ګټې او د ټول ولس او اساسي قانون مفادات باید تضمین شوي وي.
    هېڅوک حق نه لري د ګران هېواد ، افغان ملت او اساسي قانون پرخلاف کورنۍ او زمونږ نړیوال اصول په خپل سر مشخص او د شخصي ، قومي ، ګوندي ګټو پر اساس مطرح او یا عملي کړي.
    هزاره ګان او شیعه ګان زمونږ د ټولني یوه برخه ده ، د دوي قومي او مذهبي غوښتنې او منافع د ټول افغان ملت له منافعو سره مطابقت لري.
    پدې اساس ښاغلي حاجي محمد محقق او یا بل هر څوک چې وي نشي کولای د افغانستان د ملي او ګډو ګټو سره په تضاد کې وینا ، وړاندیز او یا اقدام وکړي.
    هيله ده په راتلونکې کې د هيواد ټول مشران خارج ته خپل سفرونه د باندینیو چارو وزارت له لارې تنظیم او خپله وینا ، د سفر هدف او پروګرام د دغه مهم او حیاتي وزارت له مربوطه شعبو سره همغږي کړی.
    په تهران کې د ښاغلي حاجي محمد محقق وینا زمونږ د ملی او نړیوال سیاست سره تضاد لري. مونږ خپله د جنګ او تروریزم قرباني یو . ضرورت نشته چې د نورو ورونو اسلامي هېوادونو په چارو کې مداخله وکړو او د یو لورې طرفداري او تکفیرویلو فتوا صادره کړو.

  2. د تاند د محترمی اداری څخه یوه نړی مننه، چه دقهر او احساساتوڅخه ډکه تبصره خپریدو ته نه پریږدی، زه هم په خپلی مخکینی تبصره پښیمانه وم، خوتاندوال دیی خیر اوسی ځما قهرجنه تبصره یی ځای پر ځای خنثی کړیده.
    اوسنی تبصره می سمه نیمه کړه، خدای دی وکړی چه د تاند د اداری کړنلاری سره سمون وخوری

    په هیواد کی دخارجیانو شتون او د سفارتونو دفعالیت نتیجه وګوری، چه ځمونږ یو تعداد زورواکی یی داسی حد او زړه ورتیا ته رسولی دی، چه لمړی معاون دوستم د ترکی د اردوغان سره غیری قانونی لیدنه کوی، او
    دوهم معاون یا محقیق د ایران دمشرانو سره غیر مشروع لیدنی او بیانی ورکوی، برحال والی معلم عطا بیا وای چه ارګ د طالب او داعیش څخه ډک دی او دغه نظام باید له مینځه یوړل شی. او دلویی جرګی غړی لطیف پدرام د پاکستان دګټو لپاره په کابل کی د ډیورند پیژندنی خبری کوی.

    دخدای په امان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *