تاند- د لوګر ولایتي اداره وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې ۱۱ چیچنیایان نیولي دي.
د لوګر د والي ویندوی سلیم صالح نن /پنجشنبه/ رسنیو ته وویل، امنیتي ځواکونو پرون /چهارشنبه/ د ازرې ولسوالي د تلاشۍ په یوه پوسته کې یوولس چیچنیایان نیولي دي.
د صالح په وینا په نیول شویو کسانو کې ۴ ماشومان او ۳ ښځې دي.
ده همداراز وویل چې ۳ تنه نور، چې هغه هم چچنیایان ول، تښتېدلي دي.
د لوګر والي وايي چې دغو کسانو وسلې هم لرلې.
د صالح په وینا چیچنیایانو غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړي او وتښتي خو امنیتي ځواکونو موقع ورنه کړه.
د لوګر د والي ویندوی وايي چې دا بهرنیان د طالبانو په ننګه د افغانستان د دولت پر ضد جنګېدل.
ګومان کېږي چې هغوی د ننګرهار ولایت له حصارک ولسوالي ارزې ته ورغلي وو.