تاند- د هیټي ((/ˈheɪti/ ( listen)) هیواد، چې د امریکا د لویې وچې د کربین په سیمه کې موقعیت لري، تر ټولو لوی محبس ته ښه راغلاست.
(په لاندې ویدیو کې) لومړی د بندیانو سبناری وینئ چې یو ډول خواړه له یوه غټ دېګ څخه بل ته اچول کېږي.
یوازې له یوې کوټې ۶۰ بندیان راوځي. په دې خونه کې یوازې ۱۸ کټونه شته. دوی له کوټې له راوتلو سره سم د څښاک د اوبو او خوړو د ترلاسه کولو هڅې کوي.
د بندیانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې پولیسو هسې په هسې په بازار کې نیولي. یو تن وايي نه پوهېږي چې په څه جرم نیول شوی دی.
یو بل د خپل بد حالت په اړه د خبرو په ترڅ کې وايي چې ۶ کاله دلته په دې حالت کې اوسي.
د هیټي هیواد نیمايي بندیان په دغه محبس کې دي. د دوی په منځ کې جنسي تېریګرو او قاتلان هم شته.
د زندان یو مسوول وايي چې دا محبس د ۱۲۰۰ تنو لپاره دی خو د مجبوریت له مخې ۴۳۵۹ تنه پکې ساتل کېږي.
د دوی په سلو کې ۸۰ پر خپلو جرمونو اعتراف نه دی کړی. د کاغذبازۍ له کبله د بندیانو دوسیې څوک نه څېړي. دوسیې دومره ګډې وډې دي چې د چا نوم پکې په اسانه نه موندل کېږي.
هیټي د مځکې د کُرې په لوېدیځه نیمايي کې تر ټولو بېوزله هیواد دی.
د ۲۰۱۰ کال زلزلې په دغه هیواد کې دوه نیم لکه انسانان مړه کړل.
دې زلزلې د هیټي اکثره تاسیسات ویجاړ کړل. له بېوزلۍ سره جرمونه په پلازمېنه او نورو سیمو کې زیات شوي او حکومت د عدلي او قضايی سیستم په سمولو کې پاتې راغلی دی.
داسې نښه نه لیدل کېږي چې ژر دې په دغه هیواد کې وضعیت بدل شي.