تاند- امریکا په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې او د جګړې له سړېدو وروسته خپل یو شمېر پوځي وسایل له دغو هیوادونو افغانستان ته لېږدوي.
د ملیټري ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو او داعش پر مورچو په وروستیو کې له بي ۵۲ او ایف ۲۲ جنګي الوتکو کار اخیستل شوی دی. امریکا له دغو الوتکو پخوا په عراق او سوریه کې کار اخیست.
د لومړي ځل لپاره امریکا په افغانستان کې له ایف ۲۲ څخه روانه اوونۍ په هلمند کې د مخدرو موادو پر لابراتوارونو په برید کې کار واخیست.
د امریکا ایف ۲۲ جنګي الوتکې په متحده عربي اماراتو کې او بي ۵۲ په قطر کې ځای پر ځای دي او له همدغو هیوادونو په افغانستان او نورو هیوادونو کې حملې کوي.
جنرال نیکلسن هیله لري چې په سوریه او عراق کې د جګړې له سړېدو سره به د امریکا پوځي وسایل د افغانستان لپاره بېکاره شي.
ده وویل چې تر راتلونکي پسرلي پورې به افغانستان ته زیاته اندازه پوځي وسایل ورسول شي.
نیکلسن همداراز ویلي چې په راتلونکي پسرلي کې به شاوخوا ۱۰۰۰ امریکايي سرتېري له افغان ځواکونو سره څنګ په څنګ د طالبانو او داعش پر ضد په مځکنیو عملیاتو کې برخه واخلي.
د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې امریکايي پوځیان د سږ کال له پیله د اکتوبر تر ۳۱ مې پورې په افغانستان کې له ۳ زره ۵۵۴ توغندیو او بمونو کار اخیستی دی.
دا شمېر د تېر کال په پرتله څلور برابره زیات دی.
ګومان کېږي چې په راتلونکي پسرلي کې به امریکايي پوځیان حملې لا زیاتې کړي.