تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان حکومت تروریستانو ته د ماتې ورکولو او د خلکو د امنیت د تامین په موخه د کومانډو ځواکونو شمېر دوه او د هوایي ځواکونو درې برابره زیات کړ.

ولسمشر غني، چې د اسیا زړه – استانبول پروسې په اومه ناسته کې وینا کوله، همداراز وویل ،همدا نن افغان کومانډو ځواکونو په مستقله توګه د امریکایي او ناټو ځواکونو له ملاتړ پرته، څلور عملیات کړي دي.

«زموږ کومانډو ځواکونه په خپلو ټولو عملیاتو کې بریالي دي، دا ځواکونه په سیمه کې په غوره کومانډو ځواکونو د بدلېدو په حال کې دي.»

له تروریزم سره جنګ یوازې د افغانستان یا سیمې ستونزه نه ده، ځکه د سیاسي تاوتریخوالي او تروریزم پنځمه څپه د بشریت ضد تهدید دی او دا پدیده چې له منځه وړل یې زیاتو هڅو ته اړتیا لري، وګړي او دولتونه سره یو ځای کوي.

دا غونډه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې ده.

ده همداراز وویل، افغانستان د تروریزم پر ضد او د تروریزم له کبله په سیمه کې د ګواښونو په وړاندې په مبارزه کې د یوه شریک په توګه ژمن دی او په دې برخه کې له ټولو هیوادونو سره همکارۍ ته تیار دی.

«له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې موږ تروریزم سره د ملګرو ملتونو د (۲۰۰۶) کال د مبارزې ستراتیژۍ ته ژمن یوو چې له ټولو غړو هېوادونو غواړي تروریزم په څرګنده او تل، په هره بڼه او هر ځای کې چې د هر چا له لوري او په هره موخه وي، په کلکه وغندي.»

ده بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي، یو وار بیا وویل چې طالبان له پناهځایونو پرته فعالیت نه شي کولی.

ولسمشر غني د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا وروستۍ ستراتیژۍ ته په اشارې وویل «د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژۍ د امریکا د قدرت ټولې وسیلې یوځای کړې او پیغام یې دا دی چې د طالبانو ډلې او د هغوی ملاتړي د جنګ له لارې نشي بریالي کېدای. موږ یوازې د سیاسي حل له لارې پایداره سولې ته رسېدلی شو.»

غني وویل، د افغانستان حکومت د ټولو وړاندوینو خلاف، په تېرو درې کالو کې وتوانېدو هغه څه چې په ښکاره ناشوني ښکارېدل، د هېواد بقا تضمین کړي. د داعش ډلې په وینا په افغانستان کې د خلافت د مرکز د ایجاد لپاره، د دغې ډلې کوښښونه له ماتې سره مخ شوي. داعش ډله له ننګرهار، اچین، کنړ او تورې بوړې څخه د تېښتې په حال کې ده. هغوی په افغانستان کې نابودېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *