تاند- د تایوان پر پوهنتون د نړۍ تر ټولو اوږده شنه زرغونه، چې ۹ ساعته یې دوام وکړ، ثبت شوه.
د ډیلي مېل بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، د هواپېژندنې یوه ماهر ادعا وکړه چې دا له ۲۳ کلونو وروسته یو ریکارډ دی چې ۹ ساعته شنه زرغونه دوام کوي.
شنه زرغونه د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۷ بجې په اسمان کې ښکاره شوه او د مازدیګر تر ۴ بجو پورې د تایوان د پلازمېنې تایپې اوسېدونکو لیدلی شوای.
د هواپېژندنې ماهران وايي چې تر دې پخوا ډېر وخت پاتې شوې شنه زرغونه په ۱۹۹۴ م کال د بریتانیا په شیفیلډ کې لیدل شوې وه.
عموماً شنه زرغونه د لنډ وخت لپاره لیدل کېږي.
د تایوان پوهنتون استاد پوهاند ښاغلي چیو مېل ورځپاڼې ته د شنې زرغونې په اړه وویل«دا د اسمان له لوري یو سوغات و.»